څرګنده او ښکاره خبره ده چې ټول خلک غواړي چې په ژوند او کـاروبار کې ډېر څه لاسته راوړي او زیات مخکښ پکې وا وسي، خو دا کومه اسانه خبره نه ده چې په اوس وخت کې دې په اسانۍ سره د دغې نقطې بوم حالت ته ورسېږي، ځکه ننۍ نړۍ ډېره پېچلي او کـاروبارونه په یو مغلق شکل سره عیار شوې دي؛ خو که چېرې دغه مرحله له مبدا او صفر څخه پیل شي او د وخت په تېرېدو سره پراختیا ورکړل شي، یو څه مثبت ګامونه دي، چې دا چاره د ژونديو موجوداتو له ودې سره هم تشبيه کولای شو، یعنې که وګورو هېڅوک هم ستر او لوی نه پيداکېږي، بلکې په لومړیو کې یو کوچنی ماشوم وي، تنکی ځوان شي، لوی شي او ستر شخصيت ترې جوړ شي، چې کـاروبارونه هم همداسې په تدريج سره وده کوي او پېرودونکي را جلبولای شي.
خو د دې لپاره چې د کـاروبار پر نړۍ کې تر بل هر چا مخکښ او د فعالیتونو سطحه مو ګړندۍ وي، لازمه ده چې زیات نوښتونه ترسره کړو او د توکو د کیفیت د لوړوالي له سببه خپل کـاروبار ته وده او تنوع ورکړو. دا چې نوموړي ټکي(چې کـاروبارونه د تنوع مرحلې ته بیایي) کوم دي، په لاندې توګه ورڅخه یادونه کوو:
جذاب او زړه راښکونکی تولید جوړ کړو.
زړه راښکونکی او متفاوت برانډ ولرو.
تولید مو د باور او اعتماد وړ وي.
د مشتریانو اړتیاوې پر وخت رفع کړو.
د کیفیت او کمیت لحاظه مناسب وي.
رقابتي یا سیالۍ کوونکی وي.
د نورو کمپنیو محصولاتو سره توپير ولري.
د مشتریانو ذوق معلوم کړل شي.
د مشریانو سره دوامدارې اړیکې وساتل شي.
د بازارموندنې په هکله کتاب، مجله او ورځپاڼه ولوستل شي، څو مو فکري تمرکز زیات شي.
له هغه دولتي او غیر دولتي سازمانونه سره اړیکې وساتل شي، چې د کـاروبارونو لپاره پلان جوړوي.
ورستی ټکی دا چې کله مو باور ترلاسه کړو چې د کـاروبار لپاره تیار یاست، نو په دې وخت کې مو د خپل کـاروبار لپاره یو ماسټر پلان جوړ کړئ او له پلان سره مطابق یې پیل کړئ.