له ډېره وخته مې يې ستاينه اورېده، ويل يې ځوان دی، شتمن دی، تندرست دی، نېکبخته او بریالی دی، بايد په خپلو سترګو مې لیدلی وای. کله چې د تلويزون له سټوډيو څخه راووت له نږدې مې وليد او څو هفتې مې وڅارلو، کتل مې چې ټولو ته لارښونه کوي؛ د يو هېواد له ولسمشره نيولې تر يو کمزوري انسان پورې، کتل مې چې د تغذيې د فن له متخصصانو سره بحث کوي، مديرانو ته ښوونه کوي، له ورزشکارانو سره کار کوي او معلولو ماشومانو ته ښوونه کوي.
ليدل مې، داسې خوښ دی چې باور پرې نه کېدو او کله به چې له خپلې ميرمنې سره په بهرني سفر ووت، په ټوله مانا به يې مينه ورکوله، له سفر څخه به چې راستون شو، په ډېره بيړه به په سانتياګو کې خپل کور ته چې په ارام سمندر مشهور و لاړ او له خپلې کورنۍ سره به يې څه وخت تېر کړ.
څنګه يې امکان درلود؟ چې يو پنځه ويشت کلن هلک چې لا يې پوهنتون کې زده کړې کولې، وکولی شي په دومره لنډ وخت کې تر دې حده بريالی شي؟ دا هماغه ځوان و چې درې کاله وړاندې په يو څلوېښت متري اپارتمان کې ځانته اوسېدو او د خوړو لوښي به يې د تشناب په تشت کې وينځل، څرنګه ممکن و دا ډنګر شخص چې بېخي کم وزن يې درلود، له نورو سره يې اړيکه نه شوای ټينګولی او يو محدود ليدلوری يې درلود، پر يو د پام وړ، تندرست او د احترام وړ شخص باندې بدل شي او نامحدود برياليتوبونه لاسته راوړي؟
دا ټول هغه شيان وو چې باور پرې نه کېدو، هغه ټکی چې زه يې بېخي حيرانولم دا و چې دا شخص زه خپله وم او دا کيسه زما د ژوند کيسه وه، زه دا ويل نه غواړم چې زما ژوند له برياليتوبونو سره مل و، څرګنده ده چې موږ ټول د ژوند جوړولو لپاره بېلابېلې هيلې او افکار لرو، له دې پرته، زما لپاره په پوره توګه مشخصه ده، هغه څوک چې پېژنئ يې، د دې پرځای چې ځئ او هغه څه چې تاسې یې مالک يئ، ستاسې د برياليتوب واقعي معیارونه نه دي.
زما له نظره د زياتو برياليتوبونو د لاسته راوړلو لپاره دوامداره هڅه ده او هغه فرصت دی چې د عاطفي، ټولنيز، معنوي، جسمي، منطقي او مالي ودې لپاره وي او په داسې حال کې چې په مثبت ډول پر نورو باندې اغېز وکړي. د برياليتوب جاده تل صافه او مناسبه ده؛ بې پايه مسير دی او نهايي موخه نه ده.
هغه څه چې غواړم ويې وايم، ډېر ساده دي، زه د هغه اصولو په کارولو سره چې دلته به يې ولولئ، وتوانېدم چې نه يوازې د ځان په اړه خپل احساس بدل کړم؛ بلکې دا کار مې په ډېره عجيبه او د ستاينې په وړ ډول ترسره کړ.
غواړم، هغه څه چې په غوره ډول زما د ژوند د بدلون سبب شول، تاسې ته وړاندې کړم، هيله مې دا ده چې له هغه تخنيکونو، ستراتېژيو، مهارتونو او اصولو څخه چې په لوست کې به درته مخې ته راشي، ګټه واخلئ او زما په څېر يې پلي کړئ.
هغه عجيبه ځواک چې موږ خپلو هيلو ته رسوي، زموږ په دننه (درون) کې شتون لري، د دې ځواک د ازادولو وخت را رسيدلی دی.
کله چې هغې لارې ته ګورم چې زه يې خپلو هيلو ته ورسولم، ناشکري نه شم کولی او له شک پرته اوس هم لا د مطلوب کمال څخه ډېره فاصله لرم، په حقيقت کې موږ په داسې وخت کې ژوند کوو چې ډېری خلک پر دې قادر دي چې پر په زړه پورې شيانو باندې لاس پورې کړي او هغه برياليتوب ته ورسېږي، چې تر دې وړاندې يې ترې ډار درلود او يا ورته رسېدل ناممکن برېښيدل.
استيوجابز ته وګورئ، هغه څوک و چې زړه دريشي يې اغوستې وه او هيڅ پيسې يې ورسره نه وې، د ايپل کمپنۍ جوړولو په فکر کې شو او د تاريخ په اوږدو کې یې له بل هر شخص نه ژر پنځه سوه لوی امريکايي شرکتونه تاسيس کړل چې د خرڅلاو له نظره په سر کې راځي.
ټيډ ټرنر وګورئ! رسنيز فکر يې وکړ، کيبلي تلويزون يا (CATV) يې ايجاد کړ او يوه امپراطوري يې رامنځ ته کړه، همدا ډول نور اشخاص لکه استيون اسپيلبرګ يا بروس اسپرينګزتین چې د تفريحي پروګرامونو جوړونکي دي، لي ياکوکا يا روس پروت چې بريالي سوداګران دي.
دوی ټول دې حيرانونکي برياليتوب ته له رسېدو پرته بله کومه ګډه ځانګړنه لري؟ د دې پوښتنې ځواب … هماغه ځواک دی.
ځواک، احساسي لغت دی او د هغه په نسبت د افرادو غبرګون متفاوت دی، د ځينو له نظره منفي مانا لري، ځينې د ځواک حرص لري، ځينې احساسوي چې ځواک يې فساد ته کشوي، ګوندې په هغه کې مخالف شک شتون لري.
تر کومه حده ځواک غواړئ؟ په کومه اندازه ځواک ته اړتيا لرئ؟ ستاسې له نظره د ځواک مفهوم څه دی؟
زما له نظره ځواک پر خلکو باندې د حکومت کولو وسيله نه ده او نه هم د خپلې نظريې او رايې د تحميل وسيله ده، البته نه غواړم چې تاسې دې هم دا ډول نظر ولرئ، دا ډول ځواک دوامداره نه وي، خو پر دې يوه خبره بايد پوه شو چې ځواک په نړۍ کې تل ثابت دی، تاسې خپلو فکرونو ته شکل ورکوئ، له دې نه پرته بل شخص ستاسې لپاره پلان جوړوي، زما له نظره، نهايي ځواک، د هغه پايلو د ترلاسه کولو وړتيا ده چې تاسې يې غواړئ او په عين حال کې په دې لاره کې نورو ته اهميت ورکول هم شامل دي. ځواک، د ژوند د بدلون وړتيا او تفکراتو ته شکل ورکول دي او د دې سبب ګرځي چې کارونه هغه ډول چې غواړئ يې پر مخ لاړ شي، نه په مخالف ډول.
په واقعي ځواک کې برخه اخیستلی شو او تحميل ته يې هيڅ اړتيا نشته، ځواک، د انساني اړتياو د تعين وړتيا او هغه اړتياو ته ځواب ويل دي؛ يعنې هم ستاسې اړتياوې او هم د هغه خلکو اړتياوې چې اهميت درته لري. ځواک، پر خپل شخصي قلمرو د حکومت وړتيا ده؛ يعنې ستاسې د فکر طرز او چلند.
د تاريخ په اوږدو کې ځواک، چې زموږ ژوند يې تر کنټرول لاندې راوست، مختلف شکلونه او صورتونه درلودل، په پخوا وختونو کې ځواک د فرد فزيکي وضعيت ګڼل کېدو، څوک به چې قوي او چټک و، د ځان او شاوخوا خلکو د ژوند د لارښونې ځواک به ور تر غاړې و.
د تمدن په پرمختګ سره ځواک، ميراثي شکل غوره کړ، پادشاه په خپل قلمرو کې او د پادشاهۍ په نښو سره حکمراني کوله، نورو به هم له هغه سره په همکارۍ ځواک ترلاسه کولو، بيا د صعنت په لومړيو وختونو کې شتمني ځواک ګڼل کېدو؛ چا به چې ورته لاسرسی درلود صنعت به يې تر اختيار لاندې و، شتمن به له غريب څخه غوره او ځواکمن و؛ خو په اوسني عصر کې د ځواک لويه سرچينه د تخصصي پوهې درلودل دي.
دا خبره به مو ډېر کله اورېدلي وي چې موږ د اطلاعاتو په زمانه کې ژوند کوو، صعنت نور د کلتور ښودونکی نه دی، بلکې په دې برخه کې اړيکې د اهميت وړ دي، موږ په داسې عصر کې ژوند کوو چې تفکرات، کردار او نوي مفاهيم، نړۍ هره ورځ بدلوي، که دا هر څه د نړۍ د يوې برخې په توګه وګڼو، تر ټولو لوی جريان به يې اطلاعات وي.
کتابونه، فلمونه، غږيز ثتبونه، کمپيوټري ميموري کارډونه؛ د ليدونکو، حس کېدونکو او اورېدونکو اطلاعاتو يو لوی سيند زموږ پر لور جاري کوي، په دې ټولنه کې هغه کسان چې د اطلاعاتو او ارتباطي وسايلو لرونکي دي، هماغه څه لري چې پادشاهان يې لري:تلپاتې ځواک.
جان کېنټ ګالبريټ ليکي: « پيسې د صنعتي ټولنې سون توکی دی؛ خو په اطلاعاتي ټولنه کې سون توکی او ځواک، خبرتيا ده. دا چې موږ د نوي طبقاتي جوړښت شاهدان يو چې په هغې کې يو شمېر خلک د اطلاعاتو لرونکي دي او يو شمېر هم تر اطلاعاتو لرې په جهالت کې چلند کوي، د دې نوې طبقې ځواک نه پيسې دي او نه ځمکه، بلکې پوهه او خبرتيا ده.»
هغه مساله چې بايد ورته پام وشي دا دی چې ځواک ته د رسېدو کيلي زموږ د ټولو په واک کې ده، په منځنيو پيړيو کې که به پادشاه او حکمران نه وې، دې کار ته رسېدل به ډېر ستونزمن وو، د صنعتي انقلاب په لومړيو کې به دې که شتمني نه درلوده، د ځواکمن کېدو او شتمن کېدو احتمال به دې ډېر کم، خو نن ورځ هر هغه څوک چې ساده لباس يې پر غاړه دی، کولی شي داسې يو شرکت تاسیس کړي چې نړۍ بدله کړي.
په ماډرنه نړۍ کې اطلاعات د ځواکمنو وسيله ده، هغه څوک چې پر دې قادر چې په يو ډول تخصصي پوهه ترلاسه کړي، پر دې هم قادر دي چې ټوله نړۍ بدله کړي.