د وخت د مدیریت ۶ طلايي اصول / جاوید کریمي

یو پخوانی متل دی ،چې تاسې نشئ کولای وخت بدل کړی اما کولای شی ځان بدل کړی.د وخت مدیریت خپلو عادتونو بدلول او اصلاح کول دي،پخپلو عادتونو کې کوچني اصلاحات کولای شي ستاسې مولدیت لوړ کړي،لوړ مولدیت دا ندی چې،تاسې ډیر کارونه تر سره کړی بلکه سم وخت کې سم کارونه ترسره کول لوړ مولدیت دی.چې لوړ مولدیت بیا کولای شي تاسې ته اطمینان درکړي،لوړ معاشات پرې واخلئ او په ژوند کې پرمختګ وکړی،هر څوک کولای شي په خپلو عادتونو کې کوچني کوچني بدلونونه راولي او ښې پایلې رامنځته کړي،لاندې يو څو نقاط زموږ د مولدیت او د وخت په ښه مدیریت کې موږ سره مرسته وکړي.

د بدلون لپاره آماده اوسئ: دا مهمه او کلیدي نقطه ده،که تاسې بدلون لپاره تیار او اماده نه اوسئ نشئ کولای چې خپلو عادتونو ته تغییر ورکړئ او د يو څه نوي ترسره کولو هڅه وکړی.

وخت د پيسو په څېر وګڼئ:موږ د خپلو پيسو په اړه ډیر محتاطه یو اما د خپل وخت په اړه دومره محتاطه نه یو،کوم يو ډیر باارزښته دی،دا ممکنه ده چې يوه ورځ کې له بلې ډیرې پیسې وګټو اما یوه ورځ بیا  تل ۱۴۴۰ دقیقې ده،او دا ممکنه نده چې يوه دقیقه کې دې شپه او ورځ پکې اضافه شي،نو پکار ده چې خپل وخت په هغو شيانو مصرف کړو چې پرې ارزي او خپل کارونه باید  لومړیتوبونو په اساس ترسره کړو،دا که زموږ مسلکي ژوند وي او که شخصي.

کارونو داسې لومړیتوبونو په اساس وټاکئ لکه څنګه چې په رخصتۍ ځئ:

کله چې موږ او تاسې د يو څو ورځو لپاره په رخصتۍ ځو نو د کارونو لیست څخه ډیر کارونه په ډیرې بې رحمۍ سره لرې کوو،البته دا هغه کارونه وي چې ډير مهم نه وي اما زموږ د رخصتۍ قیمتي ورځې ضایع کوي،عین همداسې په ټول روزمره ژوند کې باید د ورته جدیت نه کار واخیستل شي،ترڅو اړین کارونه سرته ورسيږي او په غیر ضروري کارونو مو وخت ضایع نشي.

د پایلو/نتایجو په اړه فکر وکړئ:

د کار د پایلو په اړه فکر وکړئ،که زه دا کار ترسره نکړم څه به وشي؟موږ اکثره  په چټکۍ سره (ښه) وایو،خو موږ نپوهېږو چې دا کار به په مناسب شکل او وخت سره ترسره کړای شو که نه؟

کله چې پوهیږئ کارونه مو زیات دي او دغه کار درباندې بوج کیږي ،په مودبانه ډول (نه) ویلو سره خپل ځّان له پرېشانۍ او مقابل جانب له مایوسۍ وژغورئ.او پدې سره به ته درناوي وړ شې او خلک به په راتلونکي کې ستا (ښه) په اهمیت پوه شي او دا به ورته جوته شي چې ستاسې (ښه)ښه دی او (نه) مو نه دی.

هغو کارونو ته پاملرنه وکړئ چې تاسې ډير ځوروي:

تاسې مجبوره یاست چې هغه څه په اړه فکر وکړئ چې ستاسې په ذهن کې يې ځای نیولی،او کله چې ذهن کې مو یو تشویش موجود تاسې نشی کولای چې نورو کارونو باندې تمرکز وکړی،نو ټول هغه کوچني کارونه مو له سره وباسئ چې ستاسې د اصلي کارونو لپاره د خنډ باعث کیږي که هغه ستاسې د برق د بېل تحویلول وي،که د ماليې تحویلول وي او یا هم د خپل موټر د ترمیم خبره وي،لومړی باید دا کوچني کارونه ترسره کړئ تر څو مو د اصلي کارونو مخې ته خنډ او ستاسې د ځورونې سبب نشي.

د T.A.R اصل نه کار واخلئ:

کوم کارونه مو چې مخې ته راتلل ددغه پورته اصل په اساس ورسره تعامل وکړئ،T يانې ټرېش یا کثاف داني،له ځانه پوښتنه وکړئ آیا دا کار د کولو ارزښت لري،که ځواب مو (نه) وو،نو مستقيما يې کثافت دانی ته وغورځوه،یانې صرف نظر ترې وکړه،او که د کولو وو،نو Action یا عمل ترسره کړه او پاتې کار يې په To do لیست کې ولیکه چې بیا يې پخپل وخت ترسره کړه،او که کار د کولو وو او اوس يې وخت نه وو،باید Reference یا حواله او یا هم ثبت شي.

دا طلایی قواعد  تاسو سره کولای شي مرسته وکړې تر څو هره ورځ ډیر سم شیان ترسره کړئ. په یاد ولرئ چې زموږ او ستاسې ژوند په ارزښتونو او لویو اهدافو پورې اړه لري فقط تش او بې معنا کارونو پورې چې هره ثانیه او هره دقیقه باید حتما بوخت اوسو،بوختيا پکار ده خو په هدفمندو او ګټورو کارونو کې.

پخپل فکر او اعمالو کې په ډیرو کوچنیو تغییراتو سره موږ او تاسې کولای شو ښه احساس وکړو او ډير څه ترسره کړو.

Scroll to Top