- کار چې تر څو شوی نه وي، تر هغې ناممکن ښکاري.
- تعلیم هغه قوي وسله ده چې تاسې یې د نړۍ بدلولو لپاره کارولی شئ.
- زه یې هېڅکله نه بایلم، یا به یې ګټم یا به [ترې] زدهکړه کوم.
- ګټونکی هغه دی چې په خپلو هیلو باور لري.
- په ښه وخت کې خلک مخکې کوه او ته شاته کېږه، په بد وخت کې ته مخکې کېږه او خلک شاته کوه. د خلکو به دې رهبري خوښه وي.
- زما په اړه زما د بریا پر اساس قضاوت مه کوه، دا وګوره چې څو ځله لوېدلی او بېرته را پورته شوی یم.
- زړور هغه نه دی چې ونه وېرېږي، زړور هغه دی چې په وېره برلاسی شي.
- د خبرو اترو پر وخت مې دا زده کړل چې تر څو ځان بدل نه کړم، نور خلک نه شم بدلولی.
- که چا سره په هغه ژبه خبرې وکړئ چې پرې پوهېږي، خبره به یې ذهن ته لاړه شي، خو که یې ورته په خپله [مورنۍ ژبه] وکړئ، زړه ته به یې ښکته شي.
- پیسې بریا نه درکوي، آزادي یې درکوي.
- هېڅوک د دې لپاره نه دی پيدا شوی چې له بل چا د رنګ، پوټکي، تاریخچې یا دین له امله کرکه وکړي.
- غوسه داسې ده لکه انسان چې زهر پخپله وڅښي او په تمه وي چې دښمن به یې مړ شي.
- کله چې له انسانه د خپلې خوښې او باور ژوند واخیستل شي، هغه ته یوازینۍ لاره د بغاوت پاتې کېږي.