د مغز دفاعي مېکانېزمونه Defense Mechanisms /ډاکتر سیف الله غریبیار

دفاعي مېکانېزمونه په ارواپوهنه کې یوه مهمه او پیچلې موضوع ده او په ټولیزه توګه د انسان دتکامل یا رشد هغه روشونه بلل کیږي ،چېدانسان سره دژوند په هر پړاو او موقیعیت کې د اضطراب په لږولو کې مرسته کولی شي.

په دې لیکنه کې مې هڅه کړې چې دا مضمون په خورا ساده او اسانه ژبه له تاسو سره شریک کړم او دهغو سختو او پیچلو اصطلاحاتوله کارولو مې پکې ځان ساتلی چې تاسو د لوستلو پرمهال ورسره له ستونزو سره مخ کېږئ !

ډیری وختونه موږ تاسو (انسانان) دسختو او ناخوښو یا ازار رسوونکو حالاتو او واقیعیتونو پر وړاندې ځینې غبرګونونه ښیو ،چې ډېر کلهیې له اصل او ماهیت هم بې خبره اوسو.

همدا غبرګونونه دفاعي مېکانېزمونه بلل کیږي او په لومړي ځل د زیګموید فراید لخوا چې دنوې ارواپوهنې دپلار حیثیت لري وپېژندل شول ،د فرایډ په عقیده ددې مېکانېزمونو په کارولو سره انسان کولای شي دخپل داخلي استرس یا روحي فشار کچه رالږه کړي ،اضطراب یې کمکړي او په نورمال د ژوند چارې پرمخ بوزي .

دفاعي مېکانېزمونه تر اوسه دارواپوهانو په منځ کې یوه پېچلی او بحث راپاروونکې موصوع ده ،چې ځینې یې ښه بولي او ځینې یې ښه نهګڼي ،ځینې په دې باور دي چې ددې مېکانېزمونو ډېره کارونه (افراط) انسان جنون یا سایکوز ته بیایي او لږه کارونه یې په اصظراب اوخپګان اخته کوي ،خو په هر لحاظ جوته شوې ده چې دا مېکانېزمونه دانسان سره داضطراب په لږوالي او دشخصیت په پوخوالي کېهمکاري کولی شي.

لکه دمخه مو چې یاده کړه چې دفاعي مېکانېزمونه دانسان یو ډول رفتاري غبرګون دی ،یانې دا غبرګون د یوه ناخوښه حالت په واقع کېدلویاشتون کې ښکاره کوي او دخپل داخلي اضطراب یا اندېښنې کچه پرې رالږوي .

ښه داده چې هر انسان دا مېکانېزمونه وپېژني او په سالمه توګه ترې کار واخلي .

ددفاعي مېکانیزمونو طبقه بندي:

نامتو سایکاټرېسټ (د رواني ګډوډیو د درملنې متخصص) جورج وایلانټ دفاعي مېګانېزمونه په څلورو لویو سطحو ووېشل چې لومړیډول یې ناروغ یا ازار رسوونکي او وروستۍ برخه یې سالم مېکامېزمونه یاد کړل .

لومړۍ سطحه ،ازار رسوونکي دفاعي مېکانېزمونه :

د ویلانټ په وسیله لومړنۍ سطحه دفاعي مېکانېزمونه ازار رسوونکي ،ناروغ یا Pathological یاد شول .

کوم مېکانېزمونه چې په دې برخه کې شامل دي ،دانسان لپاره همېشه ازار رسوونکي دي ،موخه ترې داده ،چې ددې مېکانېزمونو په کارولوسره انسان دخپل اضطراب یا اندېښنو دلږولو په موخه په لوی لاس واقیعیتونه محوه کوي او ددې مېکانېزمونو کاروونکي په ټولیزه توګه دنورو لخوا نامعقول برېښي .

دا مېکانېزمونه عموما په سایکوز اخته وګړو کې لیدل کیږي اما د یاونې وړ ده چې په نورمال ډول په لویانو او همداراز د وړوکوالي په دورانکې هم شتون لري .

دا مېکانېزمونه دادي :

Projection

Denial

Distortion

Splitting

Primitive Idealization

دویمه سطحه ، خام دفاعي مېکانېزمونه :

دا ډول مېکانېزمونه چې په ټولیزه توګه دخامو یا Immature مېکانېزمونو په نامه پېژندل کیږي په اغلب ګومان ډېر په لویانو کې لیدل کیږي.

ددې مېکانېزمونو په مرسته د نورو خلکو یا ځینو موقیعیتونو له امله د رامنځته شوې اندېښنې ،روحي فشارونو او اضطراب د رالږولو پهموخه کار اخیستل کیږي ،چې په ټولنیز نظر نامطلوب لیدل کیږي او له ستونزې سره دشخص دمبارزې د مانع کېدو په توګه پېژندل کیږي.

دا مېکانېزمونه دادي :

Acting Out

Blocking

Passive Aggressive

Fantasy

Hypochondriasis

Introjection

Regression

Somatization

دریمه سطحه ،نوروتیک مېکانیزمونه :

دا ډله مېکانېزمونه د نوروتیک مېکانېزمونو په نامه یادیږي (نوروتیک او سایکوتیک درته په بله مقاله کې تشریح کوم) ،چې معمولا په لویانوکې رایج دي .

ددې مېکانېزمونو په وسیله شخص د اضطراب یا روحي فشارونو د لږوالي په موخه له لنډمهاله مزایاوو کار اخلي ،خو شونې ده چې داوږدمهال لپاره دشخص په اړیکو ،دنده ،موقف او له ژوند څخه په خوند اخېستنې منفي اغېز وکړي .

دا ډله مېکانېزمونه دادي :

Displacement

Repression

Reaction formation

Dissociation

Isolation

Minimization

Intellectualization

Rationalization

څلورمه سطحه ، بالغ یا پاخه دفاعي مېکانېزمونه :

دا ډول مېکانېزمونه دسالمو لویانو په منځ کې په معمول او رایج ډول لیدل کیږي چې له همدې کبله ورته پاخه یا بالغ Mature دفاعيمېکانېزمونه وایي .

نومونه یې دادي :

Anticipation

Altruism

Suppression

Humor

Asceticism

Sublimation

باید یاده کړو ،چې ښایي هر فرد په خپل ورځني ژوند کې له یادو مېکانېزمونو کار اخلي اما ستونزې ترې هغه وخت را ولاړیږي ،چې داولې سطحې مېکانېزمونه د شخص پر شخصیت غلبه وکړي او دکارولو شدت او دفعات ترې ډېر شي ،په دې صورت کې دستونزې سره دسمې مبارزې په لاره مانع رامنځته کیږي او انسان په رواني ګډوډیو اخته کوي .

Scroll to Top