د مسنجر او وټساپ پیغامونه څنګه داسې برابر کړو چې پخپله له منځه لاړ شي؟ آيا (Vanish Mode) پېژنئ؟

دا آپشن د مسنجر سربېره پهٔ وټس آپ او انستګرام کې هم کارولی شئ، وېنش موډ تاسې ته د دې اجازه درکوي، چې یو کس ته چې فعلاً ورسره پهٔ مېسجونو بوخت یئ، مؤقتي مېسج ولېږئ، دا مېسج یواځې تر هغه وخته پورې دوام لري چې مقابل کس یې ولولي. کله چې وېنش موډ وتړئ، ټول مېسجونه پهٔ اتومات ډول لهٔ منځه درومي. خوبي یې دا ده چې دا مېسجونه ستاسې پهٔ منظم چټ کې کوم حلل نهٔ راولي، یعنې د منظم چټ لهٔ بندولو پرته د پیغام لېږلو عالي لاره ده.

زیاتره وخت مونږ د حساسو/ پټو معلوماتو پهٔ لېږلو د دې ویره لرو چې مقابل کس یاد معلومات سکرین شاټ نهٔ کوي، وېنش موډ تاسې ته دا اجازه درکوي، که ملګری مو لهٔ مېسجونو سکرین شاټ واخلي، پهٔ اتومات ډول به دواړو خووا ته د اخېستل شوي سکرین شاټ پهٔ اړه خبراوی ورکړل شي.
فعالول یې ډېر ساده دي، پهٔ مسنجر کې د خپل ملګري د چټ صحفه خلاصه کړئ، لهٔ لاندې لوري مو ګوته پهٔ سکرین پورته کش کړئ، د Vanish Mode آپشن ووینئ، ګوته تر هغې پورې کش کړئ چې لاندې شنه رنګه حلقه/ کړئ مکمله پوره شي. بس تاسې به د وېنش موډ ته داخل شئ!

Scroll to Top