د لټۍ ارواپوهنه (ناچاپ کتاب) / څلورمه برخه

دویم ګام: پلان جوړول

– پر لټۍ د برلاسي کېدو لپاره، مثبت ذهنیت درلودل ښه دي، خو ستونزه نه حل کوي. زه به اصلي خبره درته وکړم. تاسې راته دا ووایئ چې دغه مثبت فکر او ذهنیت څنګه رښتیا کولای شو؟
لومړی باید له عمومیاتو ووځئ او مشخص وغږېږئ. ستونزه دا نه ده چې (کور څنګه رنګ کړو؟) که عمومي غږېږو هېڅ ځای ته نه رسېږو. د دې پر ځای یو مشخص مورد وټاکئ او کار پرې پیل کړئ.
لومړی هغه چلند وټاکئ چې تاسې یې د اصلاح کولو نیت لرئ. دا مو چې وټاکه ورپسې ګام بیا د ستونزې د شننې او د ځنډېدو لامل لټولو دی. په زیاتره مواردو کې یوازې هوډ بس نه وي. د ستړیا، بې معلوماتۍ، د ماتې وېرې، بې زړه توب، لومړیتوب ټاکلو کې کمزوري… دا هره ستونزه خپل ځانګړی چلند غواړي.
خو خلک په (ولې؟) پسې ډېر نه ګرځي او زیاتره وخت موضوع سره ډېر ژور چلند نه کوي. یعنې دوی د لټۍ د لاملونو په لټولو او شنلو کې لټي کوي. پر دې نه پوهېږي چې د ستونزې د حل لومړی ګام پر ستونزه پوهېدل دي. دوی د دغه کار په پیل کې هم لټي کوي.
– داسې ولې وایئ؟ که څوک یوه ستونزه حل کول غواړي او پوهېږي چې د حل لپاره یې باید څه وشي، که د ستونزې د حل لپاره دا کار نه کوي، نو دا د عقل او منطق خلاف ده.
ستاسو خبره سمه ده، خو څوک وایي چې دوی منطقي کار کوي؟ په اصل کې زیاتره خلک منطقي چلند نه کوي او په همدې خاطر د دې کتاب په څېر کتابونه لیکل کېږي. موږ باید هغه دلایل پیدا کړو چې منطقي چلند کولو ته مو نه پرېږدي.
نو هڅه وکړئ چې ستونزې طبقه بندي کړئ او دا معلومه کړئ چې په کوم دلیل کارونو کې لټي کوئ. داسې پلمې هم مه کوئ چې (ولا دا کار ځنډول مې عادت شوی دی). له ځانه وپوښتئ چې: (زما اصلي ستونزه څه ده؟) زړه نا زړه توب؟ بې زړه توب؟ ملامتي؟ زړه تنګي؟ د وسایلو کمی؟ ناپوهي؟ وېره؟ ستړیا؟
آيا داسې کلیمه یا عبارت شته چې زما د کار نه کول توضیح کړي؟
زه دغه پروسه د کوترۍ جاله جوړول بولم. ځکه که داسې چلند وکړئ، خپلې ستونزې طبقه بندي کوئ او د پلمو پر ځای لاملونو یا علتونو ته پام کوئ. که مو ستونزه سمه وپېژندله، حل لاره ورته پخپله پیدا کېږي.
مثلاً که پر دې پوه شوئ چې ستاسې د ستونزې اصلي لامل دوه زړي (شک) ده، نو په دې معنا چې د خپلې ستونزې حل مو موندلای دی، اوس ښايي کېنئ او ځينې پرېکړې وکړئ. که پر دې پوه شوئ چې لامل د معلوماتو کمی دی، نو لا ډېر معلومات به ولټوئ. که پوه شوئ چې ستاسې د لټۍ لامل ستړی، وېره، بد ذهني تصویر، چاپېریالي مسایل، کمزوری مهالوېش او نور دي، نو دې کتاب کې پر همدې مسایلو بحث کېږي، هغو برخو ته تللی او څه ته چې اړتیا لرئ، هغه موندلای شئ. پر دې هم پوهېدی شئ چې د هرې ستونزې مهمه برخه، د هماغسې ستونزې سم پېژندل دي.
خو دلایل چې لټوئ، نو دې ته پام کوئ چې دلایل او پلمې سره غلط نه کړئ.
– لکه څنګه؟
یعنې ځان په داسې خبرو مه تېرباسئ چې: (د دې کار وخت مې ونه موند) یا (وخت پيدا نه شو) یا (پل لانجې پسې لانجې دي.) د ستونزو ژورو ته ښکته شوئ او د بې ځایه دلیل لټولو پر ځای، د ستونزې اصلي علت پیدا کړئ، ځان مه تېرباسئ.
– خو داسې چې کوم شیان وښودل، دا عموماً د کارونو د ځنډېدو لاملونه نه وي. ښايي کار سخت او مهم وي. مثلاً داسې وګڼئ چې یو کور نقشه کوئ او په خپله خوښه یې جوړوئ، خو اخر پر دې پوهېږئ چې د پېسو، ځمکې، ځای، موادو، قرارداد او نورو فرعي کارونو په برخه کې له عجیبو ستونزو او سختیو سره مخ کېږي. هېڅ نه پوهېږئ چې څه وکړئ. په همدې خاطر مو د کور جوړولو ارمان همداسې ارمان پاتې کېږي. نو دا ټولې ستونزې څنګه کولای شئ؟
دغه سختیو سره د چلند یوه لاره شته او زه یې د (وچې غوښې) طریقه بولم.
هر وخت چې درته یو کار ډېر سخت ښکاره شو، یوه شېبه صبر ورته وکړئ. قلم او کاغذ را واخلئ او ددې کار اړوند ټول کارونه ځان سره ولیکئ. دا اقدامات چې څومره واړه وي، هومره به ښه وي، حتی د دوو او درېیو دقیقو کارونه هم درسره جلا یاداشت کړئ.
زه دا کار په دې خاطر د وچې غوښې طریقه بولم، چې غوښه وچېږي، نو لویه لویه یې پرې کړې وي. لویه وي، رنګ یې هم ښه نه وي، انسان یې چې ووینې، خوړو ته یې زړه نه کېږي. چې ویې ګورې، دا فکر هم نه شې کولای چې دغه غوښه به په همدې بڼه وخوړل شي. خو که بیا هم غوښه وړه وړه او پخه شي، بیخي بله بڼه خپلوي. بیا چې انسان دا د غوښې بوټۍ ګوري، خوله یې ورته اوبه کوي. یوه مړۍ مو چې واخیسته، دویمه پسې پخپله را اخلئ.
که لوی کار په کوچنیو کوچنیو کارونو ووېشل، همداسې اغېز ګوي. په دې صورت کې تاسې لویه پروژه نه، بلکې واړه واړه کارونه ګورئ او که دا هر کار بیا یوازې هم کوئ، نو ناشونی درته نه ښکارېږي، بیا یې کولای شئ.
چینايي فېلسوف لائو تڅو وایي چې زرګونه میله مزل هم په یوه ګام پيل کېږي، خو که موږ پر دې پوه نه شو چې کومه خوا روان یو، دغه وینا هم راسرره مرسته نه کوي. که مو لیست ساز کړ، نو بیا پر دې پوهېږو چې لومړی قدم به کومې خوا ته اخلو، همداسې ورپسې دویم او درېیم قدم هم مومو. دغه لیست اصلاً د هغه لارو نقشه ده چې موږ خپلې موخې ته روانوي. موږ چې یو قدم اخلو، نو په منطقي ډول دویم قدم ته رسېږو او په دې توګه خپل پلان عملي کوو.
– دا خبرې ډېرې ساده او په بښنې، ډېرې بې ارزښته دي. ته څه وایې چې زیاتره خلک ګني دا کار نه کوي؟ آياتاسې کله لیدلي چې له نقشې، لیست او پلان پرته یې کور ساز کړی وي؟
نه! خو کله کله زموږ هیلې او ارمانونه بې پلانه پروازونه کوي. ځینې وخت بیا لیست او پلان جوړوو، خو مشخصات یې توپير کوي. موږ باید ټول اقدامات یاداشت کړو. یوازې د لویو فعالیتونو یاداشتول بس نه دي. څومره چې موږ ددې عملي کېدو جزیات لیکو، هومره اسانه کېږي او پخپله عملي کېږي.
پلان باید په ترتیب وي، وخت یې باید مشخص وي او جزیات یې باید لیکل شوي وي.
دا مه هېروئ چې دغه طریقه د لویو پلانونو د پيل لپاره مناسبه ده، خو په هغو کوچنیو پلانونو کې هم ګټوره ده چې ظاهراً مهالوېش ته اړتیا نه لري.
مثلاً داسې وګنئ چې تاسې د خپلې ادارې مشر ته یوه عریضه ورکوئ. زړه کې درسره دا وېره وي چې هسې نه هغه یې رد کړي، له همدې وېرې عریضه ځنډوئ. دغه ځنډ ښايي ظاهراً ډېره آسانه مرحله ښکاره شي. په ډېره آسانۍ رئیس ته ورځئ، خپله عریضه ورته ورکوئ او هر څه چې کېږي، هغه به کېږي. که مو دا کار په همدومره آسانۍ وکړ، حل لاره مو پيدا کړه، خو که ګورئ چې هر ځل هاخوا دیخوا کوئ، نو بیا په کاغذ دغه یو ساده پړاو هم په څو برخو ووېشئ. اوس ښایي تاسې دا لویه موضوع په داسې وړو وړو ټوټو ووېشئ:
1. خپلو دوسیه ګانو ته ورشئ او د خپلې عریضې لپاره اړین معلومات پيدا کړئ.
2. د عریضې لیکلو بڼه مو یو ځل بیا وګورئ.
3. په خپل ذهن کې ځان داسې ووینئ چې دغه عریضه وړاندې کوئ.
4. احتمالي نیوکې او اعتراضات په نښه کړئ.
5. که مو عریضه رد کېږي، په مقابل کې یې خپل غبرګون اندازه کړئ.
6. د عریضې ورکولو لپاره مناسب وخت وټاکئ.
7. خپله عریضه وړاندې کړئ.
– خو دا هغه پړاونه دي چې هر څوک یې باید په طبیعي ډول تېر کړي. البته دا هم اړینه نه ده چې ددې برخه وي: یوازې خپل لیست جوړ کړئ، بس دی.
مهالوېش جوړول آسانه دي. که مو دا کار وکړ، اصلي سختي مو تېره کړې او هغه کار ترسره کولای شئ چې ډېره موده درنه پاتې و.
په بله برخه کې هم لیست جوړول ګټه لري. که مو کار کاوه او پرېښودو ته یې اړ شوئ یا که په کې یوه دمه راغله، نو که لیست درسره وي، پر دې ښه پوهېږئ چې بېرته کار له کوم ځایه پيل کړئ. له لیکلو پرته انسان زیاتره وخت له ذهني خنډ سره مخ کېږي. یعنې پر دې نه پوهېږئ چې کار مو څومره کړی دی او له کوم ځایه یې باید پيل کړئ.
قلم ډېره قوي وسله ده، که مو سم وکاروه، د لټۍ په مقابل کې ترې ښه ګټه اخیستی شئ.
– آيا داسې کېدای شي چې همدا پروسه پخپله د یوه کار مخه ونیسي؟ که موږ نېغ په نېغه کار کول پرېږدو او د بېلابېلو مرحلو یوه اوږد لیست لیکلو ته کېنو، نو پخپله ګني کار نه ځنډوو؟ ماته خو داسې ښکاري چې تاسې پخپله لټي تشویقوئ.
نه داسې بیخي نه ده. زه نظم او ترتیب هڅوم. نظم او ترتیب د مدیریت یو اصل دی. پلان جوړوونه باید له عملي کار کولو جلا وي. که چېرې د کار کولو ته پام ونه شي، نو زیاتره وخت پایله خرابوي.
ښه بېلګه یې ورځنی پلان دی. له وخته د سمې ګټې اخیستنې په جریان کې دې پایلې ته رسېدلای یم چې سهار وختي پلان جوړول، مازیګري پلان جوړولو ته نه رسېږي. یعنې د پلان جوړولو لپاره تر ټولو ښه وخت د دوشنبې یا سه شنبې مازیګر دی. که مو د هرې ورځ لپاره د هماغه ورځ په سهار پلان جوړ کړ، نو فشار درباندې راځي. ورځ به پيل شوي وي. ټيلیفون به مو کړنګېږي. زرو مسایلو سره به مخ یئ. سهار د کار د پيل وخت دی. سهار وختي د همدې ورځې د پلان جوړولو وخت نه دی. په دې ورځ حتمي نه ده چې تاسې د اړین کار کولو ته لیواله یئ. په دې وخت کې چې کوم مهم کارونه باید وشي، تاسې یې ځنډوئ او د هغه کار کولو پرځای، په پلان جوړولو بوختېږئ.
خو که مثلاً د سه شنبې ورځ پلان، د دوشنبې په ماښام جوړ شي، نو روحیه به مو بیخي بدله وي. پوهېږئ به چې خوب به مو آرام وي. یعنې د کار کولو د وخت او د پلان جوړولو د اوسني وخت ترمنځ واټن آرام خوب ډک کړی دی. د بیا داسې وي لکه تاسې چې بل انسان ته پلان جوړوئ او د کارونو د ځنډولو امکان په کې ډېر کمېږي.
دغه اصل د ورځني پلان جوړونې ترڅنګ، نورو پلانونو ته هم ښه ده. پلان جوړولو او پلان عملي کول دوه جلا اړخونه دي. دې دواړو سره باید جلا جلا چلند وشي. دغې موخې ته رسېدو لاره دا ده چې قلم او کاغذ را واخلئ او د کوم پلان عملي کول چې غواړئ، یاداشت یې کړئ. البته دا باید یا ډېر پېچلی کار وي یا هغه کار وي چې تاسې یې ځنډېدو ته اندېښنه لرئ.
– خو که داسې وګڼو چې تاسې لټ یئ، یا درباندې د وخت فشار دی، یا داسې ګڼئ چې دا کار د پلان جوړولو ارزښت نه لري، خو د کار ځنډول هم نه غواړئ. آيا له پلان پرته بله لار هم شته؟
ولې نشته. بله لاره دا ده چې ځان د هغه په اړوند یوه کار کولو ته راضي کړئ. مثلاً تاسې یوه لیک لیکلو ته اړ یئ، خو دا کار درنه ځنډېږي. تاسې ځان دې کار ته مه مجبوروئ، ځکه دا کار درته ګټه نه کوي، بلکې د دې پر ځای یو کوچنی ګام واخلئ. ځان سره ووایئ چې له دې ګام اخیستو وروسته به د خپل کار په اړه پرېکړه کوم. دغه لومړی ګام به څه وي؟ مثلاً آدرس موندل، په پرنټر کې کاغذ کېښودل، یوه دوسیه خلاصول یا په پاڼه هغه درې موضوعات لیکل چې په لیک کې ورته اشاره کوئ. دې ورته بل کار هم کولای شئ. موخه دا ده چې تاسې یو کار او حرکت وګړئ. دې ته پام کوئ چې څه شی حرکت نه کوي، هغه کې بدلون هم نه راځي، پرمختګ یوازې هغه شیان کوي چې په حرکت وي. د نیوټن قانون د فزیک تر څنګ په انساني چلند کې هم کارېږي.

Scroll to Top