د غاټول ګل او انساني شخصیت اړیکه

لیکنه: ابراهیم جرار

د غاټول، غانټول یا نیلوفر آبي نوم به مو ډېر اورېدلی وي. انګلیسي کې یې lotus بولي او بېلابېل رنګونه لري.

که څوک د پښتو شاعرۍ مطالعه لري، نو د سایل صب په شاعرۍ کې به یې حتمن لوستی وي:

بنګړي بنګړي دې کړم راټول دې نه کړم

ریدي دې  نه کړمه  غانټول دې نه کړم

هغه سپرلی د خپلو دشتو سپرلی څنګ وګڼي

چې نه غاټول او نه ریدی او نه ریحان وي په کې

خو د غاټول ګل یوازې د شاعرۍ تر ښاېسته محدود نه دی، بلکې دغه ګل په بودايي دین کې یوه ژوره او لرغونې ریښه لري.

په بودایزم کې غاټول ګل د ډېرو شیانو نښه ده چې هغه به وروسته واضح کړو، خو دا چې په ټوله کې غاټول په مټه (نرمه او ژوره خټه) کې راشین کېږي او بیا یې ګل له اوبو بهر راوځي، نو په دې خاطر په ټوله کې د مبارزې، مقاومت او زیار سمبول ګڼل کېږي.

ویل کېږي چې غاټول ګل له کلکو خټو راوځي، یوه تیاره شکوي، بیا د اوبو تیاره وي، له هغې هم ځان را وباسي او له دې خټو او سختیو چې را ووځي، نو بیا د اوبو دپاسه یو ښایسته، پاک او نازک ګل وسپړي. هغه ټولې برخې پرېږدي او ځان پاک او ښکلی را څرګند کړي، نو بودايي پیروانو ته هم ویل کېږي چې له سختیو او د دنیا له خټو به ځان په مبارزې را وباسئ او خپل روح به پاک او ښایسته کوئ. سره د دې چې ریښه به مو په هماغه خټو کې وي، خو روح به مو پاک وي.

د غاټول بېلابېل رنګونه د بېلابېلو درجو او ځانګړنو سمبولونه دي:

نیلي غاټول: د علم، پوهې او حکمت نښه

طلايي غاټول: د ځان پېژندنې نښه

ګلابي غاټول: د بریالیتوب نښه

سپین غاټول: د ذهني پاکوالي او سپېڅلتوب نښه

Scroll to Top