شکر دوان او پریتوی شاو په زړه پوره توهنې ډهلي لوبډله لومړۍ سیالۍ کې بریا ته ورسوله
د هند کرکټ لیګ (ای پي ایل) دوهمه لوبه د چینای سوپر کینګز او ډهلي کاپیټلز ترمنځ ترسره شوه،چې ډهلي د پیل توپوهونکو د زبرداستې توپوهنې له امله په ۷ وېکټو وګټله.
د لیګ دوهمه لوبه کې لومړی توپوهنه چینای لوبډلې وکړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۸ منډې وکړې.
چینای ته سریش راینا ۵۴، معین علي ۳۶ جدیجا ۲۶ تر نورو زیاتې منډې وکړې، ډهلي ته بیا کریس ووکس او اویش خان دوه دوه ډېرې وېکټې ترلاسه کړې.
د ۱۸۹ منډو هدف دهلي لوبډلې به نولسم اور د درې لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
ډهلي لوبډلې ته توپوهنه کې د پیل توپوهونکو دوان او پریتوی زبرداسته توپوهنه وکړه چې دوان ۸۵ او پریتوی منډې وکړې او خپله لوبډله یې د چینای په وړاندې سیالۍ کې په اسانۍ سره هدف ته ورسوله.
د لوبې غوره لوبغاړی شکر دوان ونومول شو.
نن به د سنرایزرز حیدر اباد او کلکې نایټ رایډرز ترمنځ لوبه ترسره شي،چې محمد نبي،راشد خان او مجیب به پکې د حیدر اباد په ګټه ولوبېږي.