سعادت حسن منټو د اردو ژبې مشهور کیسه لیکوال دی چې د خپلې تېزې ژبې او سپينو خبرو له وجې ډېر مشهور یا د غالب په وینا ډېر بدنام دی. منټو په ۱۹۱۲ کال کې په لدهیانه کې پيدا شوی او په ۱۹۵۵ کې مړ شوی دی.
دلته یې ځینې مشهورې ویناوې را اخلو؛
- ۱- په دنیا کې چې څومره لعنتونه دي، لوږه د ټولو مور ده.
۲- زړه داسې شی نه دی چې ووېشل شي.
۳- بدن داغل کېدای شي، خو روح نه شي داغل کېدای.
۴- هر ښاېسته شی د انسان په زړه کې ځای نیسي، که انسان هر څومره بد هم وي.
۵- کومه دروازه چې غربت پرانیسته، هغه بیا ډېره په سختۍ بندېږي.
۶- مئین سره چې خبرې ختمې شي، نو مچکې شروع کړي.
۷-زموږ ټولنه کې خلک هنداره ته یوازې د مخ لیدلو لپاره ګوري.
۸- د وږې خېټې مذهب ډوډۍ ده.
۹- لکه څنګه چې بې مودې ماشوم کمزوري وي، همداسې بې مودې مینه هم کمزورې وي.
۱۰- له حقیقته تېښته، له موږ ښه انسانان نه شي جوړولی.
۱۱- تر ټولو لویه ستونزه (د ستونزو مور) هله پیدا شوه چې انسان وږی شو.
۱۲- «رښتیا» که په بوره کې ولړل شي، هم تریخوالی یې نه ځي.
۱۳- د انسان په ټوله ژوند کې د هغه خېټه ډېره زیاته مهمه ده.