د سرچینو لعنت تیوري (Resource curse theory) /قیام صدیقي

د سرچینو لعنت تیوري د پراخه طبیعي سرچینو لرونکو هیوادونو تجربو ته په پام سره وايي چې طبیعي منابع نه یوازې دا چې د یو هیواداقتصادي ودې او پرمختګ لامل نه کېږي، بلکې ګڼې نورې منفي اقتصادي اغېزې هم لري. د نورو هیوادونو په پرتله د پراخو طبیعي زیرمودرلودونکو هیوادونو ټیټه اقتصادي وده یو تناقض دی چې د سرچینو لعنت، د سرچینو افت، د سرچینو بلا یا د زیاتوالي تناقض تیوري پهنوم یادېږي. دا پدیده کیدلی شي د مختلفو فکتورونو له امله رامینځته شي لکه په نورو اقتصادي سکتورونو کې د رقابتي ځواک کمښت، دحکومت د مدیریت نشتوالیاو یا هم سیاسي فساد.

دا منابعو لعنت تیوري چې په ۱۹۸۰ کال مطرح شوه وایي:

د پراخه طبیعي زیرمو شتون د نعمت پر ځای یو افت هم کیدلی شي. په 1993  کې ریچارډ اوټي دا  مسأله تشریح کړه چې ولې  د پراخهطبیعي زیرمو لرونکي هیوادونه نه دي توانیدلي چې  له خپلو منابعو او شتمنیو څخه د خپل هیواد اقتصادي پرمختګ او  هوساینې لپاره ګټهواخلي. د دې ادعا یوه روښانه بېلګه د تیلو په تولیدونکو هیوادونو کې موندل کیدلی شي؛ د ۱۹۹۸۱۹۶۵ کلونو ترمنځ د تیلو په تولیدونکوهیوادونو کې سړي سر ناخالص ملي تولید په متوسط ډول له 1.3٪ څخه کم و، پداسې حال کې چې په نورو مخ پر ودې هیوادونو کې سړيسر ناخالصملي تولید 2.2٪ و.

د طبیعي سرچینو د زیاتوالي منفي اغېزې

شخړې

تاریخ ته په پام سره  طبیعي سرچینې ممکن د ټولنو ترمنځ د شخړو رامنځته کیدو لامل شي ځکه هره ډله په یادو سرچینو کې خپله برخهغواړي. کله کله موږ په هغو سیمو کې د بېلتون غوښتونکو ډلو د رامنځته کېدلو شاهدان یو، چېرې چې  دغه سرچینې استخراجېږي. خو داډول شخړې تر ډېره نامحسوسې دي لکه د دولت د مختلفو وزارتونو تر منځ د ډیرې بودجې د لرلو پر سر جنجالونه.

مالیه

په هغو هیوادونو کې چې طبیعي زیرمې نلري یا یې کمې لري، حکومت خپل لګښتونه د اتباعو له مالیاتو څخه تمویلوي نو ځکه دولت ځانپه اغیزمنه توګه خلکو ته ځواب ورکوونکی ګڼي. په داسې حال کې چې د طبیعي زیرموله اړخه  بډایه هیوادونو کې دولت د خپلو لګښتونو دتمویل لپاره د باور وړ سرچینې لري، دولت ځان د خپلو  اتباعو څخه بې نیازه ګڼي؛ نو ځکه دې هیوادونو کې د خلکو او حکومت ترمنځاړیکې سستې او پرې دي؛ چې په پایله کې فساد، ظلم او بد چلند خپرېږي.

هالنډي ناروغي

هالنډي ناروغي یوې اقتصادي پدیدې ته اشاره کوي چیرې چې د طبیعي زیرمو د صادراتو عاید د هیواد تولیدي سکتور ته زیان رسوي اوپه پایله کې د تبادلې د رښتینې نرخ لوړیدو سره مزدونه لوړیږي؛ په دې توګه سوداګریز سکتورونه په ځانګړې توګه د کرنې او صنعتسکتور په نړیوال بازار کې د  سیالۍ کولو توان له لاسه ورکوي.

د عاید بې ثباتي

د ځینو خامو موادو بیه  له ډېر بدلون سره مخ ده، د بېلګې په توګه په ۱۹۹۸/۱۹۹۹ کې د خامو تېلو بیه په یوه بېرل کې شاوخوا ۱۰ ډالرهوه، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۸ کال کې دا بیه تر ۱۰۰ ډالرو پورې په هر بېرل کې ورسېده. دا ډول بدلونونه د حکومت په پلانونو کې دګډوډۍ لامل ګرځي. په اقتصادي واقعیتونو کې دا ډول ناڅاپي بدلونونه ډیری وختونه د اقتصادي پلانونو او تړونونو د پراخو ګډوډیو لاملکیږي.

ډیر پور اخیستل

څرنګه چې د پراخه طبیعي زیرمو لرونکو هیوادونو کې  دولت په راتلونکي کې د زیاتو عایداتو تمه لري، نو له خپلو طبیعي منابعو څخه دګټنې سره سره د پراخو او درنو پورونو اخیستلو ته مخه کوي.  خو که چیرې د طبیعي خامو موادو بیه او د اسعارو د تبادلې نرخ په ورتهوخت کې راټیټ شي، دولت به دومره پیسې ونه لري چې پور بیرته تادیه کړي. د بېلګې په توګه نایجریا او وینزویلا په ۱۹۷۰ لسیزه کې دتېلو د بیې له ناڅاپي لوړېدو سره په چټکۍ سره د درنو پورونو ترلاسه کولو ته مخه کړه، خو کله چې په ۱۹۸۰ کلونو کې د تېلو بیه راټیټهشوه؛  مالي بنسټونو دوی ته د پورونو له ورکولو څخه ډډه وکړه او دوی په سود کې د جریمې اضافه کیدلو سره د لا زیاتو پورونو  تر بارلاندې راغلل.

فساد

د منابعو له اړخه بډایه هیوادونو کې سیاسي مشران او چارواکي د منابعو لویه برخه یو څو مهمو  او مطرح اشخاصو ته د رشوت په توګهتخصیصکوي تر څو د هغوی خولې بندې کړي او خپل واک وساتي. په دغو هېوادونو کې په دې ډول سیاسي فسادونو ډېرې پانګې لګولکېږي. له بلې خوا د مالیې د ازادو  زونونو شتون د فاسدو سیاستوالو لپاره د خپلو غیرقانوني عایداتو د پټولو لپاره خوندي لارې په واک کېورکوي.

بشري منابع

په ډیری بې وزلو هیوادونو کې، طبیعي زیرمو پورې اړوند صنعتونو کې د مزد کچه د نورو اقتصادي سکتورونو په پرتله خورا لوړه ده، نو لههمدې امله غوره او تکړه  کسان ددې پرځای چې په دولتي او یا خصوصي ـ تولیدي برخو کې جذب شي،  تل  هڅه کوي چې د طبیعيمنابعو په برخه کې چې لوړ مزد ورکوي، ځان ته کار ومومي؛ چې په دې توګه نور خصوصي او عامه سکتورونه د اړتیا وړ متخصص ځواکنه شي موندلی. د منابعو د لعنت یا ناورین  بله اغیزه د بشري پانګې کمښت دی. په هغو هیوادونو کې چې د طبیعي زیرمو په صادراتوپورې تړلي دي ممکن د زده کړو  اهمیت کم شي ځکه یاد هیوادونه پوهې او زده کړې ته بیړنۍ اړتیا نه ویني. له بلې خوا د تایوان اوجنوبيکوریا په څېر هیوادونه چېطبیعې  سرچینې نلري د زده کړو  په برخه کې یې  پراخې هڅې وکړې چې دوی اقتصادي پرمختګ د زدهکړو په برخه کې د دوی د هڅو  محصول او پایله ده.

د خلکو د متقابل باور کچه

  • د ټولنپوهانو د څو ډلو لخوا د ترسره شوو څېړنو پر بنسټ ؛  د هیوادونو د سړي سر ناخالص ملي عاید او د دغو هیوادونو د خلکو ترمنځ دمتقابل باور د کچې ترمنځ قوي اړیکه شتون لري.
Scroll to Top