د روان او روغتيا له پلوه د مطالعې ارزښت! وروستۍ برخه/

وروستی برخه/د ويده کيدو د مخه د مطالعې ګټې!
آيا د ويده کيدو مخکې د کتاب لوستل ګټه لري؟ ځواب ډېر ساده دی، هو د ويده کيدو مخکې د کتاب لوستل ګټه لري.
خو ځينې خلک ډېر په سختۍ سره په دې عادت ځان اموخته کولی شي. ډېری کسان د ويده کيدو مخکې يا کتاب لولي او يا هم د خپلو ماشومانو سره د شپې کيسې لولي.
په دې برخه کې درته د ويده کيدو مخکې د کتاب لوستلو يو شمېر لنډې ګټې د پېژنو.

لومړی: کتاب لوستل مو د ښه خوب کولو سبب ګرځي!
خوب د بدن لپاره اړين دی. هر څوک د ښه خوب کولو ارمانجن وي. کله چې کتاب د لوستلو لپاره خلاص کړو او تمرکز مو ټول پر کتاب وي. خيال پلو مو بدلېږي، د ورځې ستړيا او اندیښنې مو لېرې کېږي. او وروسته مو د ښه خوب کولو سبب ګرځي.

دوهم: کتاب لوستل مو ذهني فشار راکموي!
کله چې د کتاب په لوستلو مصروف ياست ستاسو تمرکز ټول د کتاب پر موضوع،کيسې او پلاټ باندې کېږي. او د ورځې ستونزې او اندیښنې مو له ذهنه لېرې کېږي. د زړه ضربان،د وينې فشار او ذهني فشار مو راټيټوي. همدرانګه د ويده کيدو مخکې د هڅوونکو،الهام بخښونکو او مثبت انګېزه ورکونکو کتابونو مطالعه خورا اغېزمنه ده تر څو ذهن مو جوړ او مثبت فکر در په برخه کړي.

درېيم: کتاب لوستل مو بې‌خوبې له منځه وړي!
بې‌خوبې د مختلفو فکتورونو له وجهي رامنځته کېږي لکه د ذهني فشار د زياتوالي او يا هم په بدن کې د نورو طبي ستونزو د رامنځته کيدو له امله چې د همدې ستونزو له امله يو څوک په ډېرې سختی سره ويده کېدلی شي.
مخکې له ويده کيدو د کتاب لوستل د اضطراب/وېرې او ذهني فشار کچه راټيټوي کوم چې دواړه د بې‌خوبی د رامنځته کيدو سبب ګرځي. ددې سربېره د کتاب لوستل د خوشالی هورمونونو افراز زیاتوي چې د بې‌خوبی د له منځه وړلو سربېره مو په ښه مزاج او موډ کې ويده کولی شي.

#د_ليکنې‌پای_

Scroll to Top