خوب کول د هر شخص لپاره یو له په زړه پورې تجربو ده. البته، ډیری ستونزې چې موږ ورسره د خوب کولو پر مهال مخ یو رواني دلایللري. له همدې امله ، موږ دا مقاله له طبي پلوه نه، له رواني اړخه د خوږو خوبونو موضوع ته وقف کړې.
د خوب تعریف
خیالي تصویرونه چې کله کله له یوه ځانګړي داستان سره وي او کله هم له داستان پرته او د خوب پر مهال د انسان په ذهن کېراڅرګندیږي، چې خوب بلل کېږي. ډیری خوبونه د عکسونو، احساساتو او عواطفو ترکیب لري چې کیدای شي ځینې تصویرونه جالب اوپه زړه پورې وي او یا خړ، تت او حتی ویرونکي وي.
خوب د اوږدې مودې لپاره د انسان په تصور کې شتون لري. د خوبونو په اړه له تاریخي یاددښتونو، داسې ښکاري چې پخوا دا د خدایپیغام یا د راتلونکي د وړاندوینې وسیله ګڼل کیده.
په وروستیو کلونو کې، خوب لیدل د ارواپوهانو، عصبي ساینس پوهانو، فیلسوفانو او بیولوژیستانو پام ځانته اړولی، چې ټول د خوب لیدل،خوب کول، د هغې معنی، او د انسانانو او ورته حیواناتو لپاره د هغې اړتیا ته پاملرنه کوي، څیړنه او بحثونه پرې کوي.
ټول پر دې باوري یو چې موږ ټول انسانان خوب لیدلی شو. ساینس پوهان لاهم د دې په اړه نور معلومات کشف کوي چې خوب څنګهپیښیږي ، څومره دوام کوي ، او د هغې دقیق هدف یا موخه څه ده؟
البته، خوب لیدل د سترګو د چټک حرکت (REM) مرحلې پر مهال پیښیږي او معمولا د مغز چټک فعالیت او لږ فزیکي حرکت (په ځانګړېتوګه په سترګو کې) دی.
داسې ویل کیږي چې هغه خلک چې هیڅکله یې خپل خوبونه په یاد نه پاتې کیږي هغوی هم خوبونه ویني خو خوبونه په شعوري او د مغز دهوش په حالت کې نه وي نو درک کوي یې نه، او همدا لامل هم دی چې څیړونکي د خوبونو په اړه تر اوسه په ډاډه زړه څه نشي ویلی.
د خوب کولو / لیدلو لامل څه دی؟
د ډیری څیړونکو په وینا، خوب کول یو ځانګړی دلیل لري. مګر موږ لاهم نه پوهیږو چې د خوب لیدلو موخه څه ده؟ له همدې امله، د خوبونوتشریح کول اسانه کار نه دی. ځینې په دې باور دي چې خوبونه ذهن سره د خاطراتو په بیا را یادولو کې مرسته کوي او په زده کړه کېاغیزمن تمامیږي.
نور په دې باور دي چې خوبونه ذهن ته اجازه ورکوي چې ګواښ مالوم کړي ترڅو په راتلونکي کې د ځان ساتنه وکړو. د فلسفي نظریاتو لهمخې، خوبونه د سختو افکارو، احساساتو او تجربو په پروسس کولو کې مرسته کوي چې د بیدارۍ په وخت کې د یو چا رواني ارامتیاسلامته او ثابته پاتې شي او وده وکړي.
ولې ډیری وخت خپل خوب هېروو؟
ګخوب هېرول عادي خبره ده. ډیری خوبونه هم د ویښیدو وروسته سمدستي یا لږ وروسته هیریږي. ځینې څیړونکي هغه خوبونه چې ژر ترژره هیر شي “سپینه خوب” نوموي.
شواهد ښیي چې د خوب وخت نږدې دریمه برخه سپین خوب دی. شاید دا ځکه چې ذهن د خوب پر مهال حافظه نه کوډ کوي.
څنګه کولی شئ خوبونه په یاد ولرئ کله چې تاسو ویښ شئ؟
په ډیرو مواردو کې، تاسو کولی شئ د یو څو ساده لارښوونو په تعقیب خپل خوب په یاد ولرئ. د مثال په توګه، تاسو کولی شئ د بستر ترڅنګ یوه کتابچه ځان سره کیږدئ او له ویښیدو وروسته سمدلاسه د خپل خوب جزئیات ولیکئ.
استاد انور وفا سمندر به ویل؛ خوب وړیا کلاسونه دي، زده کړه ترې وکړئ.