د نړۍ مشهور او شتمن انسان او مایکروسافټ شرکت رئس بېل ګېټس مشرې لور جنیفر ګېټس له یوه مسلمان هلک نایل نصر سره واده وکړ.
نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د بېل ګېټس مشرې لور جنیفر له یوه مصري ځوان نایل صدر سره واده کړی دی.
د معلوماتو له مخې واده لپاره لومړی په اسلامي طریقه مختصر مراسم نیول شوي وو.
وروسته بیا په نیویارک کې د بېل ګېټس په یوه مېلمستون کې پراخه او شانداره مرسم ترسره شوي دی.
د دې واده لپاره ځانګړي مراسم نیول شوي وو او لارې هم ورته بندې شوې.
د رسنیو له مخې په دې واده نږدې دوه میلیونه (شل لاکه) ډالر لګښت شوی دی.
د یادونې وړ ده چې جنیفر او نایل نصر دواړه د امریکا په سټین فورډ پوهنتون محصلین وو او له ۲۰۱۷ راهیسې یې یو بل سره مینه وه او تېر کال یې سره واده کړی و.