د بریالي ژوند اووه لنډ اصول / عدنان نجیبي

١په دې لړ کې لومړی کورنۍ راځي،

هېڅکله هغه خلک مه هېروئ چې له ډېر وخته نه ستاسې پر لور وو.

کورنۍ، ملګرو، د ژوند شریک او ماشومانو ته مو وخت ور کړئ. لومړی کورنۍ، بیا کار.

٢پر ځان پانګونه وکړئ،

هېڅکله له هغه ډول هڅو لاس مه اخلئ لکه ماشومتوب کې به مو چې د یو څه د ترلاسه کولو له پاره کولې.

د کتابونو له لوستلو، انلاين زده کړو، ښوونکو او تجربه لرونکو کسانو نه د ژوند تر اخره زده کړو ته دوام ور کړئ.

پر ځان د پانګونې حاصل هر وخت لوړ وي.

٣له نورو سره ځان مه پرتله کوئ،

له نورو سره د ځان پرتله د خوښیو غله ده.

خپلې موخې، تجربې، د احساساتو کنټرول او د خپل ذهن دننه لوري ته پام اړولو باندې پاملرنه وکړئ.

يواځينۍ سیالي په هېنداره کې ځان ته  له کتلو پیلېږي.

٤د ملاتړ یو سېستم پیدا کړئ،

تاسې د چاپېريال تولید یاست.

مهربانه، ریښتوني، مثبت فکره، با انرژي او ملاتړ کوونکي خلک له ځانه را چاپېره کړئ.

ملګري کم؛ خو په هوښ او هوښیارتیا انتخاب کړئ.

٥په هغه څه چې لرئ یې، خوښ واوسئ،

ما د دې له امله وژړل چې بوټونه مې نه لرل؛ خو بیا مې يو سړی ولیده چې پښې يې نه درلودې

په خپل ژوند، دندې، کور، کورنۍ او روغتیا خوښ اوسئ.

پر هغه څه چې لرئ یې، پرته د مقدار په پام کې نیولو نه، راضی او منندوی اوسئ.

٦خپله ماضي ومنئ او مخکې تګ ته دوام ور کړئ،

ماضي کې ژوند مه کوئ. له تېرو تجربو ګټه واخلئ او پر مټ یې ښې راتلونکې ته لاره هواره کړئ.

روان وخت او ځای یواځیني هغه څه دي چې تاسې په کې ژوند، عمل او مينه کوئ.

ژوند لنډ دی، مه يې ضایع کوئ.

٧د ځان درناوی وکړئ،

خلک له تاسې سره هغه ډول چلند کوي لکه څنګه چې تاسې له ځان سره چلند کوئ.

په عملي ډول د ځان درناوی وکړئ، هغه څوک چې تاسې یاست، ځان په همغه بڼه ومنئ او منفي فکره خلک مو له ژونده لرې کړئ.

تاسې سره د خلکو چلند په بشپړ ډول ستاسې په لاس کې دی.

Scroll to Top