ارواپوهنه چې په دري کې روانشناسي او په انګلیسي کې سايکولوجي يا Psychology بلل کېږي، چې نسبتاً په ټوله نړۍ کې په پوره ډول پېژندل شوی مطرح او د پرمختګونو شاهد مسلک او د علومو يوه برخه ده.
په ټوله کې د ارواپوهنې په اړه ناسم درک او فکر څو دلايلو سره مل دی، چې ناپوهي، منفي فکر او مذهبي افراطیت پکې د پام وړ عواملو څخه شمېرلی شو.
ارواپوهنه د انسان سلوک، ذهني او فکري جريانونو د مطالعې او څېړنې علم په ساده مثال کې يې ویلای شو، چې يو شخص پر ځان باور نه لري او يا هم کم جرئته و؛ نو دا د ارواپوهنې دنده ده، چې د هغې ذهني او رفتاري جريانونه وڅېړي، چې ولې فرد پر ځان باور نه لري، آيا کورنۍ، ټولنه، ښوونځی او يا ملګري يې د دې باعث ګرځي، چې دی دې پر ځان بې باوره کړي، وروسته د بر رسۍ او څيړنې، چې يې علت معلوم کړی شي؛ نو په اسانۍ سره د خپلو ځانګړو تخنيکي مهارتونو نه په استفادې پر شخص کار کوي، تر څو عادي حالت ته راشي.
د لیکنې په دې برخه کې به د هغه عقيدوي باورونو او فکرونو په اړه خبرې وکړو، چې ځينې يې د ارواپوهنې په اړه لري، اسلام يو کامل او شامل دين دی او د ارواپوهنې په اړه پکې کوم غبرګون نه دی، تر سترګو شوی، البته چې په افراطي ډول يې ځینې ستورپوهنه او علم نجوم بولي، چې ناسم او هيڅ حقيقت نه لري، په اسلام مقدس دين کې د علم نجوم ناروا او آن د اسلام څخه د وتلو باعث هم کيدلې شي.
ارواپوهنه ظاهراً، تير او حال تجربو ته په کتو بدون له دې چې فيصله وکړي، يو ډول پوهه ترلاسه کوي.
ددغو ناسمو باورونو څخه يو هم دا چې ارواپوهنه د روح په اړه بحث کوي، ارواپوهنه د روح په اړه هيڅ هم نه شي ويلی او نه يې وايي او يواځې ذهني جریانونه مطالعه کوي، الله ج په خپل پاک کتاب په سوره السرأ په پنځلسم آيات کې فرمایي: (وَ یسْئَلُونَک عَنِ الرُّوحِ قُلِ الرُّوحُ مِنْ أَمْرِ رَبِّی) ژباړه: ای پیغمبره! که چا له تا د روح په اړه وپوښتل ورته ووایه چې زه دروح په اړه په څه نه پوهېږم، دروح په اړه یوازې الله ښه پوهېږي.
د نورو علومو په څېر په ارواپوهنه کې هم نور داسې تضادي موضوعات شته، چې هغه په اسلام کې منع دي او اسلامي ارزښتونو ته کتو بايد ترې استفاده ونه شي، ځینې افراد يا د کمې مطالعې او یا هم د افراطي او تفريظې عقیدې له امله ضد او نقيص مسائل د دلیل په شکل ښايي، چې يو يې دا چې دغه علم کې غربي علما ډېر او مطالعات يې هم ډېر کړي او د هغوې د انحصار لاندې ده، خو دليل کې يې ویلای شو، چې کله يو علم په کوم ځای کې پرمخ ځي، نو د هغوی تاثير پرې هم ډېر وي، چې د دې مشکل حلول په اسلامي ممالکو کې د دغه علم د پرمختګ پر مټ له منځه وړلو کې مرسته کوي او ترڅنګ يې په قوي مطالعې سره نظريات تفکيک او ګټوره لاره چې د اسلامي ارشاداتو په لاره وي غوره کېږي.
يو ښه مثال د سندرې اورېدل او يا هم ورزشي حرکاتو کول دي، دځينو يې په اسلام کې حکم حرام دی، اما د رواني ناروغانو په درملنه کې له دې تګلارې څخه کار اخستل کېږي، چې د اسلام مقدس دين پيروان او عالمان پکې لکه د اسلامي نړۍ مخکښ عالم او طبیب ابن سینا بلخي به د رواني روغتيا لپاره د سندرو پر ځای د روانو اوبه لیدل او د اوبو ځانګړي آواز اورېدل، د طبعي منظرو لیدل، دالوتونکو غږونه اورېدل، پیاده مزل او داسې نور ورته توصیه کول.
ارواپوهنه یوازې د لېونیانو ډاکټري نده او نه هم ټول اروایي ناروغان لېونیان دي، بلکې ارواپوهنه هغه علم دی، چې د انسانانو کړه وړه، کړنې، خوي، عادتونه، غوښتنې، عاطفه، احساسات او غبرګونونه (خوښي، غم، خواشيني، ډار، وېره، مينه، نفرت، اندېښنه) او ترڅنګ يې اروایي ستونزې لکه سټرس يا ذهني فشار، ډيپريشن يا ژورخپګان، اضطراب يا نامعلومه وېره او اعتیاد يا روږديتوب د لاملونو سره ځينې لاملونو لکه د کورنۍ د غړو، دندې، مينې او مقام له لاسه ورکول، اقتصادي ستونزې، بېوزلي او فشارونه چې فرد ته په ژوند کې پېښېږي د حل لارې سره لکه مطالعه، منظم مهالویش، خوراک، تفریح، ټولنيز ژوند ته راګرځېدل، بدلونونه، موخې ټاکل، ملګري پیدا کول او داسې نور اړوند بحث کوي.
او په ځينو برخو کې تر ژورې څېړنې او مطالعې لاندې فرد نيول کېږي، چې پر مټ یې وکولای شي د خپلې اروایي روغتیا ارزښت وپېژني او په اړه يې پر ځای پرېکړه وکړو.