زه وايم چې د پرمختګ او بريالي کېدو لپاره هيچا او هيڅ څه ته مه په تمه کېږه.
همدا…
ولې؟ ځکه چې ژوند صبر نه کوي؛ تر څو يوه ورځ ته د نورو په واسطه ښه موقعيت ته ورسېږې او بيا دې خپلو هيلو ته ورسوي.
ځکه چې هيڅوک ستا په اندازه، د قدم اخېستو لپاره ستا ملګرتيا نه شي کولى، هيڅوک ستا په اندازه تاته اهميت او ارزښت نه شي درکولى او نه هم ګام په ګام خپلو هيلو ته د رسېدو لپاره انرژي درکولى شي.
له تا پرته بل هيڅوک، په ځان سختي نه تېروي؛ تر څو ته خپلو هيلو ته ورسېږې.
زه وايم چې د پرمختګ لپاره، له ځان پرته له بل هيچا تمه مه لره.
که خپله د ځان لپاره مبارزه ونه کړې، د دې تمه مه لره چې نور دې ستا د راتلونکي او هيلو لپاره مبارزه وکړي. که خپله د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره ګام پورته نه کړې، د دې تمه مه لره چې نور دې ستا د بريالي کېدو لپاره لاس په کار شي.
که خپله سختي ونه منې او د اسانولو لپاره يې هڅه ونه کړې، هيڅکله به بل څوک ستا د راحت لپاره کومه سخته ونه زغمي.
په ياد دې وي چې يوازې هغه څه په تا پورې اړه لري چې خپله د هغه لپاره جنګېدلې يې او خپله دې زحمت ويستى وي، نه نورو. ځکه له تا پرته بل څوک ستا خوبونو ته، ستا د رسولو دنده نه لري.
وړاندې له دې چې نورو ته د ملامتيا ګوته ونيسې او ووايې چې زما لپاره يې کوم څه ونکړل، يو نظر ځان ته وګوره چې د خپل پرمختګ لپاره دې څه کړي دي؟
وړاندې له دې چې خپله کمزوري د نورو غاړو ته واچوې، وګوره چې اصلاً دا ستا دنده وه چې له ځايه پورته شې او د خپل راتلونکي لپاره وړاندې لاړ شې، که نه د نورو دنده وه چې پورته دې کړي او د پرمختګ لپاره دې روان کړي؟
“ستا”
هېر نه کړې چې هيڅوک ستا په وړاندې مسووليت نه لري چې لپاره دې کوم څه وکړي.