ضرور نه ده چې ټولو خلکو ته ځواب ويونکي واوسو.
ضرور نه ده چې ټول له موږ څخه راضي واوسي.
ضرور نه ده چې ټول له موږ څخه خوشاله واوسي.
ځينې وخت فکر کوو چې د ټولو خلکو په وړاندې ځانګړی مسؤليت لرو, تر څو له موږ څخه راضي واوسي يا ځان مجبورو هغه کارونه ته چې د موږ نه خوښيږي د نورو د رضايت په خاطر يې ترسره کوو د خلکو د فکرونو په اړه اندېښنه کوو چې شايد د موږ په اړه داسې يا هغسې فکرونه وکړي په همدې خاطر خپل ژوند ځان ته سختوو.
خپل توقعات له نورو څخه کم کړو, هر څه د ځان لپاره خپله بايد وکړو, خپله د خپل ځان لپاره ښه ملګري واوسو. خلک مجبوره نه دي د موږ په خوښه چلند وکړي, نن به له موږ سره خاندي خو سبا موږ هېروي د ژوند کيسه تکراري ده يوازې کرکټرونه بدليږي بايد کوښښ وکړو داسې څوک پيدا کړو چې موږ په همدې واقيعې حالت ومني.
د ځان لپاره يو څو ښه ملګرو ته اړتيا لرو چې ويې لرو او کوښښ وکړو چې ښې ملګرې پيدا کړو, خو په اول وار ليدلو سره موږ نه شو کولای خلک وپېژنو ځکه چې په اول ځل ليدو سره موږ نه شو کولای د مالګې او بورې تر منځ توپير وکړو همدا ډول انسانان هم په لومړۍ ځل ليدلو نه شو کولای وپېژنو خو وروسته له ښه پېژندګلوي او تجربو څخه موږ د هغوی شخصيت تشخیصولی شو.
ډېري خلک قهوه له بورې سره خوري په داسې حال کې چې قهوه بايد ترخه وخوړل شي ځکه چې مزه يې ترخه ده, لکه حقيقت چې ځينې وخت تريخ وي خو اصلي مزه يې خوږه وي; په خلکو کې هم, هغه خلک چې په خپل اصلی شخصيت ظاهريږي ډېر په زړه پورې وي ځکه خبرې او عمل يې يو ډول وي حتا که ترخه هم وي هماغسې چلند کوي, زما هم همداسې تريخوالی خوښيږي که هغه د حقيقت تريخوالی وي يا د قهوې.