چېرې مې لوستی و چې خوښۍ له موسمونو او وختونو سره ژورې اړیکې لري. پسرلی کې چې ګلونه غوړیدلې وي او طبیعت شین وي، دخوښۍ احساس پکې کوو، خو برعکس ژمي کې چې هره خوا سپیره وي، ممکن هغسې مو خوښ نشي کړلی. د موسمونو تر څنګ د شپې اوورځې لنډ وختونه هم د خوښۍ د احساس له امله یو له بل سره فرق لري. مازیګر عموماً خلک خوښوي، خو دا چې لنډ وي نو خلک یې پرتګ ارمان کوي.
په لنډۍ کې وایو:
عمر د ژمي مازیګر دی تېر به شینه
خو له لنډ مازیګره وروسته ماښام ډېر کله په شعرونو کې د زړه تنګۍ او خفګان محال بلل شوی دی.
زموږ اخترونه په عام ډول د خوښیو سره مل وي. نوي لباسونه، ځانګړي خوراکونه، میلې، د دوستانو سره تګ راتګ او موده پس دیدانونه داخترونو خوښۍ لا پسې زیاتې کړي.
خو هغوی چې غم ور پېښ وي، څه یې بایلي وی او یا هم رواني ګډوډ وي، ممکن د خوښیو دا شېبې د نور کله برعکس ډېرې پرې وغمیږي.
د اباسین یوسفزي بیت دی:
زه په ګوټ کې چېرته ناست یم
چې په کلي کې اختر وي
یا هم د غني خان په خبره:
خلک وایې چې اختر دی ماته ښکاري محرم
ټول جهان دی سترګې سترګې نشته سترګې د صنم
د خاصو مناسبتي ورځو پر محال د ځینو خلکو زړه تنګي او خفګان ښایي د حساس اوسیدو له وجې وي. پدغو ورځو کې چې د نوروبرعکس پکې خلک میلې، مزې او مستۍ کوي، ممکن نازک مزاجه یا مایوسه کسان پکې ځانته ډېر متوجه وي او داسې به د خفګاناحساس ورسره مل کیږي.
بله وجه یې د ځینو کسانو محرومیتونه هم کیدای شي. هغه پلار چې اختر کې څه نلري او اولادونو یې د نورو غوندې جامې نه وياغوستې، طبیعي ده چې خپله بېوسي به یې خفه کوي.
د خوښیو په خاصو ورځو کې موږ د هغه څه په اړه زیات غور کوو چې مخکې مو لرل خو اوس ترې بې برخې یو. هغه مور چې تېر کال یېزوی مړ شوی، ښایې اختر کې یې یو ځل بیا غم ور تازه شي او پسې اوښکې توی کړي.
حمزه بابا همدغه خبره کوي:
زړه ته د تېرو واقعاتو د لښکر مخه ده
دا چې ډېر، ډېر راته یادیږې د اختر مخه ده
د خوښیو پر وخت د غم احساس لدې امله هم وي چې اکثریت د خوښیو شېبې لنډ محاله وي.
موږ چې واړه و له بل هر څه اختر کې دې ځورولو، چې اختر لنډ یانې درې ورځې دی.
که اختر ډېرې ورځې هم شي، موږ ته هغه خوښي نشي را کولی، کومه چې په دې درې ورځو کې وي. ځکه انسان له هر څه سره عادتکوي او ورځ تر بلې لا ډېر له یو څه سره عادي کیږي. هر څه چې عادي شي، پر وړاندې یې زموږ عاطفي غبرګون هم کمیږي.
ښکلا چې د انساني خوښۍ او سُرور لوی لامل دی، حمزه بابا یې په اړه ویلي:
ورکه شي سپوږمۍ په مسلسل کتو
ډېره چې ښکلا شي ښکلا نه ښکاري
په خوښۍ کې د خفګان د احساس بل علت د ښه شاعر سیف الرحمن سلیم پدې بیت کې یاد شوی دی:
ما سره غم شي چې خندا راشې
هسې بیا چېرته ژړا زاشي
تر ډېره خوښي او ناخوښي زموږ له روان سره اړیکه لري. د زیګمند فروید د ارواپوهنې له نظره انساني وجدان د هغو اخلاقي معیارونو اوکړنو تر اغیز لاندې وي، چې یو کس یې له والدینو او ټولنې څخه په ژوند، په ځانګړې توګه د ماشومتوب په دوران کې زده کوي.
د فروید په نظر همدا انساني وجدان د مکافاتو او مجازاتو په نوم دوه برخې لري. هغه وخت چې یو انسان د زده شویو اخلاقي نورمونوسره چلند وکړي، نو وجدان یې مکافات کوي او له شخص سره د خوښۍ احساس ملګری کیږي. خو که یو څوک د ټاکلو اخلاقي معارونوبرعکس کړنې ترسره کړي، نو وجدان یې په مجازاتو محکوموي.
ډېر کله چې موږ د ځینو لنډ محاله خوښیو پر محال یا له هغو وروسته د وېرې او خفګان احساس کوو، سبب یې ښایي همدا وجدانيمجازات وي.
خوښي او خفګان د ژوند د سیکې دوه مخونه دي. هغوی چې نن یې په کاله کې د خوښیو اتڼ دی، ممکن سبا یې خفګان میلمه وي.
انسان ته بویه چې هر کله دواړو حالتونه ته تیار وي. ستر خلک هغه دي چې د خوښیو پر وخت یو مخې ځان ورک نکړي او د خفګان اوسختیو پر وخت د زغم هنر ولري.
لا ستر کسان هغوی دي، چې په ژوند کې د نورو د هوساینې او خوښیو لپاره کار وکړي.