په ژوند کې ښه ملګری درلودل د انسان لپاره دوهم روح, دوهم زړه او دريمه سترګه ګڼل کیږي.
ښه ملګری او د ملګرتيا ورکړه د الله ﷺ يو ځانګړي دالۍ ده ، څرنګه چې الله ﷺ مونږ او تاسې ته لکونه نعمتونه را په برخه کړي دي , ښه ملګری هم يو لوی نعمت شمېرل کیږي. هېره دې نه وي دا ورکړه د الله ده او هر څوک هم له دې نعمت څخه برخمند کېدلی نشي.
ښه ملګری د یوه ستوري مثال لري , په رڼا کې ورک خو په تورو تيارو کې تل ستاسې د روښنایۍ لپاره ځلیږي او ځان ښکاره کوي.
د ښه ملګري په اړه رسول الله ﷺ فرمايي: خيْرُ الْأَصْحابِ عِنْد اللهِ خيْرُهُم لِصَاحِبِه ، وخيْرُ الجيرانِ عنْدَ اللهِ خيْرُهُم لِجارِه. [ رواه الترمذي وأحمد]
ژباړه: د الله ﷺ تر ټولو ښه ملګری هغه دئ چې له خپل ملګري سره ښه وي،او د الله په نزد تر ټولو ښه ګاونډی هغه دئ چې له خپل ګاونډي سره ښه وي.
ملګری او ملګرتيا هېڅکله ساده مه ګڼئ !
څرنګه چې مونږ او تاسې پوهېږو ښه ملګری او په ژوند کې د رازونو شریک تل د کورنۍ غړی، خپلوان ، کلیوال او د وینې شریک نه وي دا هم ویلی شم چې ځیني وخت کېدای شي زمونږ ملګری او هغه کس چې په ژوند کې یې له مونږ سره ښېګڼې کړي دي زمونږ د دین ،ژبي او هېواد شریکی به هم نه راسره نلري.
هېڅکله خپله ریښتینې اړیکه په دې ټکو پورې مه تړۍ د خپل ملګري صداقت,ريښتنوالی,مينه او هغه د زړه محبت چې درکوي ارزښت يې له خپلې وينئ څخه هم پورته وګڼئ او په قدر یې پوه شئ
د ارواه پوهنې له نظره د داسې کسانو ملګرتيا ډېره ګټوره ده چې په آسانې سره ټوکې ورسره وکړئ، ستاسې په ژوند کې ښه همراز پاتې شي او تر ټولو مهمه ؛ تاسې پرته له کومې وېرې د زړه ټولې خبرې ورسره شریکې کړئ
له هر څه ګټه واخلئ خو د ملګري له باور او انسانيت څخه هېڅکله ګټه مه اخلئ!
په ملکرتيا کې باور او اعتماد تر هر څه ډېر اړين ده او د ښو اړیکو لپاره یو پل دئ ،خپله باور د یوې ښېښې په شان دئ ,ښیښه چې يو ځل ماته شي بيرته هيڅکله نه جوړیږي که هر څومره یې د ټوټې راټولې کړو او سره پيوست يی کړو نه جوړيږې.د اړیکي او باور ماتېدل همداشان دي که یو ځل مات شول هېڅکله به باور او اړیکه بېرته لمړي حال ته راونه ګرځي.
په دې اړه د پښتو ادب ځينې نومیالي داسې لیکي:
ښېښې دې ماتې شې بلا ورپسې
ریښتیني زړونۀ ماتول ظلم دی
*********
ښېښې ماتې کړئ مصرف زما په غاړه
خو د خداى لپـــاره مه مـــاتوئ زړونه
*********
ښه ملګری لکه:په رګونو کې چې وينه وي، په سينه کې چې زړه وي، په زړه کې چې درځا وي،په سترګو کې چې تور وي او په یو کور کې چې مور وي.
ملګری د انسان په ژوند کې ځانګړی رول لري یو ملګری ستاسې د نېکمرغۍ او بدمرغۍ سبب ګرځېدلی شي ، ملګری له یو اړخ لوی نعمت بل لور ته ډېر لوی مثبت کېدلی شي. د ملګري ټاکل په تاسې پورې اړه لري چې څنګه ملګری او څوک په خپل ژوند کې د خپل ملګری په صفت وټاکئ
په ورځني ژوند کې د ښه ملګری ټاکل او غوره کول ستاسې ژوند ته بدلون ورکولی شي، ښه ملګری ستاسې د پرمختګ او لوړو موخو ته د رسېدو لپاره ښه مرستندوی او وسیله پاتې کیدای شي.
نېکمرغه ملګری ستاسې د هڅونې او انګیزې سبب کیږي ، که چېرته په ژوند کې ښه ملګری غوره کړئ تاسې ته د ژوند په ټولو چارو کې یو ښه لارښوود او نصحیت کوونکی پاتې کیدای شي ، د ښه ملګري په شتون کې به له هر اړخ غني پاتې شئ
نېک ملګری د دین، زده کړو، پرمختګ او په ژوند کې د ښې لارې پیدا کولو کلۍ ده ، که غواړئ د ژوند په ټولو چارو کې بریالي او پرمختګ وکړئ ځانته نېک اعماله او نېک صالح مګری غوره کړئ
که غواړئ چې ښه ملګری ولرئ, يو ښه ملګری پاتې شئ