۱– خوب:
خوب یو مهم کار دی چې اکثرا له پامه غورځول شوی دی،خوب د هر شخص د عمومي روغتیا او هوساینې جز دی.
خوب یو طبیعي تکراري حالت دی چې ذهن او بدن اراموي. په عامه اصطلاح خوب د سترګو پټولو ته واېي، خو په اصلي معنی خوب دذهن او بدن ارامښت ته ویل کیږي.
منظم او په خپل وخت پوره خوب د ورزش او عذایي رژيم په اندازه مهم دی.
خوب په ورځيني ژوند کې یو ډير مهم جز دی الله ج هم د خوب په اړه قرانکریم موږ ته فرمایلي
په آيت کریم کې الله ج فرمایي:
(وَجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا)
ترجمه: او ګرځولی دی خوب ستاسو د ارامۍ لپاره
۲– د خوب ډولونه:
په عموم کې خوب دوه ډوله دی
ـ ناڅاپي سترګې پټول زیاتره هغه خلک چې بې پروا او ډارن وي دغه خوب کوي
– په ځنډ سترګې پټول زیاتره هغه خلک چې ډیر جدي، ستونزو سره لاس او ګریوان، ځیرک او وخت ته تابع دار وي دغه خوب کوي
آیا خوب نور ډولونه هم لري؟
– غفلت خوب: د کار، مجلس او درس وخت کې خوب
– بد بختۍ خوب: د لمونځ په وخت کې خوب
– لعنت یا فیلوله: د لمر خاته په وخت کې خوب
– عذاب یا عیلوله: د سهار لمونځ نه تر لمر خاته پورې خوب
– راحت یا قیلوله: د غرمې خوب
– رخصت: هره شپنی خوب
– حسرت: د جمعې شپې خوب
۳– د خوب ګټې:
خوب د هر انسان لپاره ډير مهم جز دی څوک چې منظم او پوره خوب کوي تل خپلو کارونو کې بریالی او چالاک وي او هغه څوک چې بېخوبي کوي د ډير ستونزو او سرګردانیو سره مخ وي.
ـ خوب د بدن معافیتي سیستم ته وده ورکوي
ـ خوب زړه قوي کوي
ـ خوب د انسان مزاج برابروي
ـ خوب د انسان جنسي قوت زیاتوي
ـ خوب حافظه قوي کوي
ـ خوب د ژور خفګان څخه مخنیوي کوي
ـ خوب د کنسر مخه نیسي
ـ خوب د وینې غوړ کنترول کوي
– خوب مخ روښانه کوي
– خوب سترګې له پړسوب څخه ساتي
– خوب دماغ دې ته برابروي چې انسان په خپلو ورځېنیو پریکړو کې دقیق ووسي
ـ خوب د انسان هضم سیستم قوي کوي
ـ خوب د معدې د پړسوب مخنیوی کوي
۴– بې خوبي یا کم خوب:
کله چې انسان په منظم ډول او پوره خوب ونه کړي دغه حالت ته بې خوبي ویلی شو. موږ څنګه کولای شو چې بې خوبه شخص وپيژنو؟
ـ د فعالیت په وخت کې یې خوب وړي لکه موټر چلول، دوکانداري کول، درس ویل او نور…..
– د ورځې په جریان کې د موقع په لټه کې وي ترڅو لږ خوب وکړي
ـ مزاج یې سم نه وي
ـ يو کار یا یو څه ژر ژر هیروي
د بې خوبۍ له امله انسان ته کومې ستونزې پيداکیږي؟
– د حافظې کمزوري
ـ په ژور خفګان اخته کیدل
– د معافیتي سیستم کمزوري
ـ بدن سست والی
– وزن له لاس ورکول
– د سترګو خرابیدل
– مخ پوستکی خرابیدل
د بې خوبۍ لاملونه څه دی؟
– ذهني فشار
– د ورځيني ژوند په اړه اندیښنې
– ډير سفر کولای شي
– ماښام ناوخته ډوډۍ خوړل
– تلویزون او موبایل سکرین ته د شپې لخوا لیدل
– ډير درمل خوړل
– د شپې لخوا داسې موضوعات بحث کول چې د غصې لامل کیږي
ـ د شپې لخوا په ورک شوي شیانو پسې ګرځيدل
۵– ډير خوب کول:
په دوامداره توګه ډير خوب کول د ډيرو ناروغیو سبب کیږي چې د انسان ژوند له ستونزو سره مخ کوي
ـ شکرې ناروغي
ـ زړه ناروغي
ـ ډير وزن اخیستل
– د بدن تودوخه لوړیدل
څنګه کولای شو چې ښه او ارامه خوب وکړو؟
– د خوب لپاره شپه انتخابول
– هر عمر لروونکی باید په خپله اندازه خوب وکړي
ـ د خوب لپاره ارامه ځای انتخابول
– نرم او پوست ځای انتخابول
– د خوب لپاره د تور او تور ته ورته رنګه شیان انتخابول
– په ښې اړخ بیدیدل
– په اوادسه کې بیدیدل
– ډيره ډوډۍ نه خوړل
۶– د خوب وختونه:
د خوب لپاره غوره وخت شپه ده الله ج په قرانکریم کې فرمایلي:
(وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ اللَّيْلَ لِبَاسًا وَالنَّوْمَ سُبَاتًا وَجَعَلَ النَّهَارَ نُشُورًا)
ترجمه: دا هغه ذات دی چې ویې ګرځوله شپه ستاسو لباس، سکون او ارامښت لپاره او یې ګرځوله ورځ د کار لپاره
په بل آیت کریم کې الله ج فرمایي:
(فَالِقُ الْإِصْبَاحِ وَجَعَلَ اللَّيْلَ سَكَنًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ حُسْبَانًا ۚ ذَٰلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ)
ترجمه: الله ج سهر راوویسته او شپه یې د ارامښت لپاره پيدا کړه لمر او سپوږمۍ یې شمیرولو لپاره پيدا کړه الله ج عزیز او عالم ذات دی
آیا بغیر له شپې بل وخت کې خوب کولای شو؟
کله چې انسان ناروغ وي کولای شي چې بغیر د شپې هم خوب وکړي او یا که انسان د شپې لخوا کار کوي نو مجبور دی د ورځې خوبوکړي.
نبي کریم ص به کله کله غرمې خوب کولو چې دغه خوب ته قیلوله هم ویل کيږي
نبي کریم ص فرمایلي:
(عَنْ سَهْيل بْن سَعْدٍ… وَمَا کُنَّا نَتَغَدًی، وَلاَ نَقِیلُ اِلاَ بَعْدَ الٌجُمُعَةِ)
ترجمه: سهیل بن سعد رض فرمایلي چې موږ به د غرمې خوب د ډوډۍ او جمعې ورځې لمونځ کولو وروسته
۷– هغه وختونه او ځایونه چې هلته باید خوب ونشي
ـ د سهار لمونځ څخه وروسته
– د مازدیګر لمونځ څخه وروسته
– د لمونځ کوونکي مخ ته
– روان موټر کې
– په مجلس کې
– په کور کې یوازې
۸– څومره خوب باید وشي
د هر عمر لروونکي لپاره په هماغه اندازه خوب کول پکار دي ډير زیات او کم خوب کول د ډيرو ناروغیو سبب کیږي
ـ ماشومان چې ۳ میاشتني وي باید د ۱۴–۱۷ ساعته خوب وکړي
ـ ماشومان چې تر یو کلن وي باید ۱۲–۱۵ ساعته خوب وکړي
ـ ماشومان چې تر دوه کلن وي باید ۱۱–۱۴ ساعته خوب وکړي
ـ ماشومان چې تر ۱۳ کلن وي باید ۹–۱۱ ساعته خوب وکړي
ـ تنکي ځوانان چې تر ۱۷ کلن وي باید ۸–۱۰ ساعته خوب وکړي
ـ ځوانان چې تر ۳۰ کلن وي باید ۷–۹ ساعته خوب وکړي خو د ځينو ضرورتونو په اساس که ۵–۶ ساعته خوب وشي هم کافي دی او کلهچې ناروغ وي تر ۱۰ ساعته خوب ته ضرورت لري
ـ سپين ږیري چې تر ۶۵ کلن وي باید ۷–۸ ساعته خوب وکړي
ـ حامله ښځه چې حمل یې ۳ میاشتو ته رسیدلی وي باید ۹–۱۰ ساعته خوب وکړي
خوب د انسان لپاره یو مهم جز دی.
خپل خوب مو منظم او پوره کړﺉ.
خپل خوب په نورو کارونو مه خرابوﺉ.
خوب مو د سالمې روغتیا سبب کیږي.