ته څنګه؟ /ډاکتر احمد شکیب احمدي
کله چې په ژوند کې یو څه له لاسه ورکوئ نو ستړي او نارامه کیږئ. فکر وکړئ د جنګ په میدان کې یاست او د خپل دښمن لخوا وهلخورئ نو دا وخت ستړي، نا امیده او ورخطا یاست خو که په همدې میدان کې تاسو خپل دښمن ووهئ او ګټلو ته نیږدې اوسئ نو له تجربوخوند اخلئ او هر څه درته په زړه پوري دي.
کله چې تاسو ژوند کې ګټوونکې اوسئ نو له ژوند خوند اخلئ او د ستړیا احساس نه کوئ. که په ژوند کې ګټوونکی اوسئ نو دا په ډیرېاسانۍ سره نه ختمیدونکې انګیزه ترلاسه کولای شئ. تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی وو؟
شاید ستاسو ریس په دوبۍ کې چکرې وهي په داسې حال کې چې ته کمپیوټر ته ناست یې او ډوډۍ خوړولو ته وخت نلرې. شاید همدېامله فکر کوئ چې مثبته هڅونه یوه ستونزه ده کنه؟ یا شاید د همدې امله فکر کوئ چې بریالي خلک تر تا ځواکمن دي؟
هغوی ته ژوند په زړه پورې دی او هغوی ته ژوند حیرانه ونکی دی. کله چې په ژوند کې هر څه سم نو هغوی به ولې داسې احساس نهکوي؟ یا شاید هغوی ستونزې ته یو فرصت په سترګه ګوري او د ډار په ځای ورسره مبارزه کوي؟ شاید هغوی د ستونزو سره مقاومتخوښوي؟ او مبارزه ورسره تر ټولو په زړه پورې برخه بولي؟
ته څنګه؟ که چیرته د پورته کیدو نیت وکړئ نو غر ته د پورته کیدو انرژي به دې وجود کې په خپله تولید شي. اما آیا د پورته کیدو نیت لرې؟ځکه هیڅوک نه ستړی کیږي چې د ګټلو نیت ولري.