ویل کېږي د خلیفه هارون الرشید دربار ته یو شخص راغی ویل:”که اجازه وي خپله یوه تماشه وړاندې کړي؟”
هارون رشید اجازه ورکړه ـ
سړي له خپلې لمنې دولس غټې ـ غټې ستنې وویستې ـ یوه ستنه یې په لاس کې ونیوه ویې غورځوله، په یو څه واټن لوېدلو سره په ولاړ حالت کې په ځمکه ښخه شوه ـ
بله ستن یې چې وغورځوله ،د بلې هغې په سوري ونښته ـ
بیا یې چې دریېمه ستن وغورځوله؛ نو له دویمې هغې سره جوخته ولګېده،ودرېده ـ په دې توګه د دولسو واړو ستنو په غورځولو سره د دولسو ستنو یو جال جوړ شو ـ
هارون رشید په حیرانۍ دا تماشه کتله ـ په پای کې یې د سړي مخې ته لس درهم وارتول ویل: ” دغه واخله، په تا دې افسوس وي، کاش په کوم ګټور کار کې دې دا مهارت پیدا کړی وای ” ـ
کله چې مسلمانان ژوندي وو؛ نو پوهېدل چې په ” مداریتوب، تماشه ښودنه” کې او په یوه “حقیقي کار” کې څه توپیر دی ـ مګر نن د مسلمانانو د بې شعورۍ دا حال دی چې له دې توپیره په بې خبرۍ په مداریتوب او تماشې ښودنې چکچکې کوي چې دا شاباسی یوازې په حقیقي عمل ورکول پکار وو ـ
له لفظونو ګلدسته جوړوونکي ویناوال،په سياسي افواګانو ولس ته د سبا راوړونکي رهبران،او… ټول د دغه شخص غوندې تماشه ښودونکي دي ـ
هارون رشید خو د خپل وخت تماشه ښودونکي ته ویلي وو چې په تا دې افسوس وي؛ خو د نن وخت تماشه جوړوونکو ته لوړ ـ لوړ القاب او مقامونه ورکول کېږي او هره خوا یې په غونډو تود هرکلی کېږي ـ
د دې وخت تماشه ښودونکو په فهرست کې تر ټولو لومړی هغه انقلابي مشران دي چې د تقریرونو او ویناوو له لارې هره ورځ شانداره محلونه جوړوي ـ
که د هارون د زمانې تماشه ښودونکي د ستنو لوبې وړاندې کولې؛ نو د نن هغه د لفظونو لوبې خلکو ته وړاندې کوي ـ
مولانا خان رح