انسان د مانا په لټون

کله چې مې د کتاب پر پښتۍ د میراحمدیاد دا کرښې ولوستې؛ ( که له ما پوښتنه وشي چې په ټولو کتابونو کې دې کوم یوه ژباړه سخته وه، زه به ورته همدا کتاب ښیم او که څوک راته ووایي چې په خپلو کتابونو کې راته دې تر ټولو مهم کتابونه وښیه، یو به په کې همدا کتاب ښیم.) نو ما ته مارکیټینک یا د توجو جلبولو اعلان ښکاره شوه، خو د کتاب لوستلو نه وروسته مې د یاد صیب دا خبره سل په سلو ومنله چې رښتیا هم به یې ژباړه سخته وه او هم مهم کتاب دی،
ځکه چې دې کتاب کې ویکټور فرېنکل یوه برخه کې د زندان خاطرې او تجربې بیانوي چې ده په زندان کې څومره دردونه، کړاونه او سختېوې تجربه کړي او زغملې یې دي او بله برخه کې خپله جوړه شوې مانادرملنه تشریح کوي چې څنګه یې د ژوند مانا یا ارزښت موندلی. ویکټور فرېنکل چې ارواپوه وو، د خپلو تجربو په اساس استدلال کوي چې موږ نسو کولای د رنځ مخنیوی وکړو بلکې کولای سو چې له هغه سره د مخ کېدو څرنګوالی وټاکو، په هغه کې مانا پیدا کړو او له ټاکلي موخې سره د ژوند مسیر ته دوام ورکړو.
د فرېنکل دا تئوری چې لوګوتِراپي یا مانادرملنه نومېږي او خپله یې جوړه کړې، وایې چې په موږ انسانانو کې اصلي خوځنده نیرو، خوښۍ ته رسیده نه بلکې د هغو شیانو موندل او څېړل دي چې موږ یي په خپل ذهن کې مانا لرونکي ګڼو.
دا فوق العاده بریالي کتاب د ویکټور فرېنکل تر مرګه پورې په ۱۹۹۷ کال کې تر لس میلیونه پورې خرڅ او ۲۴ ژبو ته وژباړل سو.
ویکټور د کتاب لومړۍ برخه کې وایي دا کتاب د پېښو او حقایقو راپور نه دی، بلکې هغه شخصي تجربې دي چې میلیونونه زندانیان ورسره مخ شوي دي. په دې کتاب کې د الماني نازیانو د زندان هغه کیسې دي چې له هغه ځایه یو ژوندی ژغورل شوی کس یې درته کوي. په کیسه کې داسې لویې پېښې نه شته چې انسان دې په اسانۍ ونه منی، بلکې وړو وړو دردونو ته اشاره کوي او هغه څېړي. یانې کتاب به دا پوښتنه ځواب کړي چې د هر عادي بندي په ذهن کې د زندان ورځنی ژوند څنګه منعکس شوی دی. له زندانونو بهر خلکو به د زندانیانو په اړه سم تصور نه درلود، ځکه هغوی به د زړه سوي او ترحم د عواطفو تر اغېز لاندې وو، دوی پر هغې مبارزې لږ خبرېدل چې د زندانیانو ترمنځ به د ژوندي پاتې کېدو لپاره کېده. دا سخته هڅه به هره ورځ د یوې مړۍ ډوډۍ تر ځنګ د خپل ځان او ښه ملګري د ژوندي ساتلو لپاره وه. ویکټور داسې زندانونو کې وخت تېراوو چې نه د بند موده مالومه وه، نه پکې سم خواړه وو او نه هم پکې رحم او مهرباني وه. نو اکثره زندانیانو له ژونده زړه تور وو او خپل برخلیک یې یوازې مرګ لېده، ځېنو ته به چې فرصت برابر شو خپله به یې ځان وژنه کوله او دې زندانونو کې له ځان وژنې منع کول هم یو جرم وو. خو ویکټور بیا هم ژوند کولو ته ژمن وو او د ژوند مانا یې په همدې دردونو، کړاوونو او سختېوو کې لېده او حتی نور زندانیان به یې هم ژوند کولو ته هڅول او دوی ته یې د ژوند مانا ورښوده او تر یو څه حده بریالي هم وو. او د کتاب دویمه برخه چې د لوګوتراپۍ لنډیز څخه پیلېږي خپله همدا لوګوتراپي (مانادرملنه) ښه په پراخ ډول تشریح کوي او همدا کتاب کې تر ټولو مهمه برخه ده چې هر انسان ډېر څه ترې زده کولای شي، ځکه چې ډېر ساده او روښانه دي. دې برخه کې مانا غوښتنه، د شتون نهیلي، فکر پاروونکي اختلالات، فکري خوځښت، د شتون تشه، د ژوند مانا، د شتون جوهر، د مینې مانا، د ځور یا کړاو مانا، بې ناروغۍ ستونزې، لوګوګرامه، لوړه مانا، د ژوند تګ، لوګوتراپي د یوه تکنیک په توګه، ډله ییز اختلالات، پر سوچه جبر نیوکه، د اروادرملنې اېمان او انساني شوې اروادرملنې عنوانونو تر نامه لاندې مانادرملنه یا لوګوتراپي په ښه مکمل ډول تشریح شوي چې د همدې عنوانونو تر لوستلو وروسته لوستونکي پوهېږي چې مانادرملنه څه ده او انسان د مانا په لټون یانې څه؟ ځکه چې هره برخه له روښانه بېلګو سره تشریح شوي او ساده و اسانه تکنیکونو سره واضح شوي. مهمه خبره دا چې د کتاب ورستۍ برخه کې د همدې کتاب 1948 ضمیمه د دغمجنې خوشبینۍ قضیه تر عنوان لاندې هم ضمیمه شوي. که تاسو هم فکر کوئ چې سخت ژوند لرئ، یا راتلونکې مو روښانه نه وینئ، یا د ستونزو له لاسه تنګ شوي یاست او یا داسې نور، نو تاسو ته د دې کتاب د لوستلو وړاندېز کوم، ولولئ او د ژوند په مانا ځان پوه کړئ.

#نېکزاد

Scroll to Top