“د یو ښه مدیر ځانګړنې: اړین مهارتونه، پوهه، او شخصیت”/ژباړه او زیاتونه: استاد وحيدالرحمن توحيدي
يو ښه مدير کيدل د مهارتونو ، پوهې او شخصيت ګډه اړتيا ده، دلته ځينې مهم ټکي دي چې کولاي […]
يو ښه مدير کيدل د مهارتونو ، پوهې او شخصيت ګډه اړتيا ده، دلته ځينې مهم ټکي دي چې کولاي […]
د ۲۰۲۱ ز کال د اګست ۱۳ مه نېټه وه. د جمعې له لمانځه راکرځېدلی اوم. د کور تر څنګ د سیند پر غاړه مې له ماشومې لور سنبل سره قدم وهلو چې وټس اپ ته مې د مشال راډیو د مشر زنګ راغی. له سلام کلام وروسته یې راته کړه چې د ازادې اروپا د ازادي راډیو د مرکزي څانګې له هدایت سره سم باید ته له خپلې کورنۍ سره جلال اباد پرېږدې او کابل ته ولاړ شې. د ازادي راډیو ټول ولایتي خبریالان کابل ته غوښتل شوي، هلته تاسو ته د درې میاشتو لپاره د کور کرایه او ورځنی مصرف هم درکول کېږي. مشر زیاته کړه چې د دوحې د تړون له مخې به طالبان تر درېیو میاشتو پورې کابل ته نه داخلیږي.
نجاشي د حبشې د پاچایا نو لقب وو، یانې د پاچا نوم به که هر څه و، نجاشی یې باله، خو زموږ مقصد له دې کورنۍ هغه نجاشی دی چې حبشې ته د ملسمانانو د هجرت پر مهال يې د حاکمیت زرین تاج پر سر و، او وروسته د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د لیک لیږنې له کبله د اسلام په سپیڅلي دین مشرف شو.
هغه تاثیر چې تاسو یې د مرکې په وخت کې په مرکه کوونکې باندې شیندئ ممکن ستاسو د پوهې او علمي سویې څخه ډېر لوړ وي، د دندې لپاره د کېدونکې مرکې په وخت ستاسو مزاج، چلند، بنسټیز ټولنیز مهارتونه، او د خبرو کولو وړتیا ستاسو د تجربې او زده کړې سره یو ځای ارزول کیږي؛ نو که تاسې د بریا په لټه کې یاست هڅه وکړئ له هرې مرکې وړاندې لاندې ټوکو ته پوره پام وکړئ، دا به تاسې سره په یوه بریالۍ مرکه کې بشپړه مرسته وکړي او د بریا چانس به مو لا پسې زیات شي.
د اوسنۍ نړۍ په معاصر سیاست کې تر ټولو پیچلۍ او ډیر کارول شوې اصطلاح (تروریزم) چې د نړۍ په لر او بر کې یې د دولتونو سیاست، دیپلوماتیکې اړیکي، ځمکنۍ بشپړتیا، نظم او امنیت له ګواښ سره مخ کړې اوسمهال د نړیوال سیاست او رسنیو د بحث اصلي محور ګرځیدلې.
داسې چاپېریال کې فلسفي، مفکر او عالم ته اړتیا پېښېږي، چې د ټولنې په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي مسایلو خبر وي، خلک پرې پوه کړي او داسې افکار او نظریات وړاندې کړي چې په رڼا کې یې مسایل وپېژندل شي او حل لارې یې ولټول شي.
د ژبې د تاریخ او پېدايښت په اړه په نړۍ کې ډير بحثونه شوي دي او د ژبې د پېدایښت او ودې په اړه بېلې بېلې نظریې منځ ته راغلي دي.
له دې څېړنو څو موخې وې.
د الفاظو تاریخي حیثیت دانساني تمدن پټې خواوې را برسېره کولی شي.
په نړۍ کې د انسان دموجودیت او رامنځته کېدو په اړه د جوړو شويو مفکورو او عقیدو سمه شننه کېدل.
رادو جان چې اصلي نوم یې (رادها) و د امیر امان الله خان د مالیې وزیر، دیوان نرنجنداس لور وه. د هغه د زېږېدو کره نېټه مو پېدا نه شوه کړای خو کولای شو و وایو چې د امیر حبیب الله خان د دورې په وروستیو کې یې سترګې نړۍ ته پرانیستې دي او د امیر حبیب الله خان د سلطنت په دوران کې یې د تنکي پېغلتوب خوږې ورځې په شا پرېښې وي.
لکه څرنګه چې خواهشات او غوښتنې د انسان بورې تړلې اړتياوې او شيان دي، د همدې له آمله ددې اړتياوو معلومول او اندازه کول لا محدود دي، د انسان چې کله يوه غوښتنه پوره شي، او په وختي توګه سرته ورسيږي، نو سمدلاسه د انسان په فطرت کې بله غوښتنه رامنځته کې.ي، کله چې دا غوښتنه هم پوره شي، نو د درېيمې غوښتنې تقاضا د انسان په زړه او دماغو کې راټوکيږي، او په همدې څېر انساني غوښتنې يوه نه ختمېدونکې کړۍ او سلسله ده، چې د انسان تر مرګه به دده په فطرت کې په دوامداره توګه چليږي.
سوداګریزې اړیکې له هغه فعالیتونو څخه عبارت دي چي تجارت په ډګر کې د دوو اړخوونو او اشخاصو تر منځ تبادله او د افهام او تفهيم وسيله ګرځي البته نوموړي فعاليتونه ډول ډول موخې او مقاصد له ځان سره وړي چي په پوهني, علم تجربو اونور و ”اړینو ضروري”توکو باندي استواره وي. سوداګریزي اړیکي دهغه اوږده جال د پروسي یوه لړۍ ده چی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په مختلفو ډولونو اواشکالو غوړیدلي او هرڅوګ یی د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره په کار راوړي.
الله عز وجل فرمایې: وَمَا جَعَلَ عَلَیۡكُمۡ فِی ٱلدِّینِ مِنۡ حَرَجࣲۚ (الحج: ۸۵) تاسې لپاره په دین کې سختي نه ده پیدا کړی شوې.
داسې ډیر میتودونه شته چې له هغو څخه په ګټې اخیستنې سره کولی شو چې زده کوونکو ته د ریاضي جذابیت او ارزښت وروښیو. د همدې هدف د ترلاسه کولو لپاره باید داسې میتود او وسایلو څخه ګټه واخیستل شي چې د زده کوونکي په ذهن کې یوه مثبته انګیزه تولید شي چې په پایله کې زده کوونکي پر ځان باور، له ریاضي سره علاقه او په ورځني ژوند کې د ریاضي استعمالول زده کوي.