پياوړي کلیمات زده کړئ | ګلاب بهار

د باسکیټبال افسانوي لوبغاړی جان ووډن وایيدا مه را ته وایاست چې څه کولای شې، په عمل کې يې را ته په ثبوت ورسوه چې څهکولای شی

بریالي خلک د خبرو په ځای عمل ته ډېر پام کوي او کله چې هم دوی وغواړي کوم څه ته غوږ ونیسي نو باید داسې شیان ورته وویل شيچې ارزښتمن وي، یوازې تشې خبرې نه وي.

په The Forbes Scrapbook of Thoughts on Businessکې له ایمایل ډی ګیرارډین خبره را اخیستل شوې دهکلیمات ستر زور لهځان سره لري.

ښه غوره (انتخاب) شوي کلیمات کولای شي چې د روان فوځ مخه ونیسي؛ ماته په بري بدلولی شي او یوه امپراطوري ساتلی شي

که غواړې چې په کلیماتو کې مو وزن وي نو ښه یې تول کړه. که چېرې ته خپل افکار اداره کړې او د فکر له وخت څخه ښه ګټه پورته کړېنو باوري یم چې د درندو، وزن لرونکو او په تول برابرو کلیماتو غوراوی (انتخاب) به درته سخت نه وي.

ډیویډ مککینلي چې د ټکساس په پلانو (Plano) کې د یوې لویې ادارې یو وتلی او بریالی مشر دی ماته له ښوونځي څخه د فراغت وروستهد لومړۍ دندې کیسه وکړله چې څه ورته پېښ شوي وو.

ده ته ویل شوي وو چې له یوه مهم کس سره دلیدنې په موخه لاړ شي او خپل مشر هم له ځان سره بوځي.

کله چې دوی هلته د لیدنې (ملاقات) لپاره رسېږي او مشر ګوري نو ډیویډ د دې پرځای چې خپل مشر ته د خبرو لپاره کومه موقع ورکړي،ټولې خبرې په خپله کوي او مشر ته یې هېڅ فرصت نه میسریږي، چې خوله چوله کړي.

بېچاره د لیدنې تر پایه چوپ پاتې کېږي. کله چې دوی له غونډې وځي او د ګاډي په لوري ځي، نو مشر یې ورته وایي چې دا نن مې چېستا حال ولیده نو ماته هېڅ اړتیا نه وه چې دلته راغلی وای.

زما بودن په دې ناسته کې بېخي غیر ضروري و. ډیویډ راته وویل چې په دې ورځ مې د ژوند تر ټولو مهم درس زده کړ او زه په دې هم پوهشولم چې کله له سړي سره مشران وي نو باید څنګه چلند وکړي.

زه وایم که چېرته د ویلو لپاره کوم څه له ځان سره لرې، نو په لنډو او ساده الفاظو کې یې ووایه او که نه یې لرې، غوره به وي چې چوپپاتې شې.

Scroll to Top