ســــالــمــه روزنــــه

يو راهب چې په يوه ښايسته خانقا کې يې شاګردانو ته درس ورکاوه. د ده روزنې او سلوک ډېر تاثير درلودو او زياتره شاګردانو يې غوښتل چې ان تر مسټری پورې ورڅخه زده کړې وکړي.
يوه ورځ يې د شاګردانو له منځه يو شاګرد په غله ونیول شو او نورو ټولګیوالو يې د‌غلا کولو له امله خپل راهب استاد ته شکايت وکړ،خو راهب يې په اړه هېڅ غبرګون ونه ښود.
همدا ورته پيښه څو ځلې تکرار شوه خو راهب به همداسې چوپ پاتې کيده.
يوه ورځ يې شاګردانو راهب ته ګواښ وکړ:ورته يې وويل يا به هغه شاګرد له خانقا څخه بهر کوې او يا به موږ همدغه خانقا درته پريږدو او د تل لپاره به ځو.
په بله ورځ راهب د شاګردانو سره ناسته راوبلله او شاګردانو ته يې وويل:تاسو ډېر ښه هلکان ياست څوک چې د ښو او بدو ترمنځ تفکيک کولای شي. که تاسو زما خانقا پرېږدئ هر بل ځای کې به پرته له مشکلاتو شامل شئ.
خو ستاسو دغه ورور چې د ښو او بدو ترمنځ تفکيک نشې کولای څوک به يې ښوونه وکړې چې زه يې ورته وا نه کړم؟
راهب بيا ورته وويل: نه زه هېڅکله ورته نشم ويلی چې تر دې وروسته درس ته مه راځه!. حتی که دا په دې مانا هم وي چې تاسو ټول له لاسه ور کړم.
په همدې وخت کې له هغه هلک څخه په اننګو اوښکې راغلې چې غلاوې يې کولې. او بيا يې د تل لپاره د‌غلا کولو عادت پریښودو. او په راتلونکي کې يې ژوند په يوه صادق انسان بدل شو.

Scroll to Top