ولې ستونزې لازمي دي؟ / مولانا وحید الدین خان

ژباړه: خالد یاسین

پهٔ یو حدیث کې راغلي:

«الله تعالی یو پهٔ مصیبت اخته کس د دعا پهٔ حالت کې ولید

الله تعالی جبریل ته امر وکړ چې د دې سړي د ستونزو/ مصیبتونو پهٔ ختمولو کې بېړه مه کوه، اوس یې مصیبتونه مه ختموه، ځکه چې:

«انا احب صوته»

ژباړه: زما د هغه اواز خوښېږي.

یعنې هغه چې پهٔ ستونزو او مصیبتونو کې دی، زما د هغه اواز خوښېږي، ځکه یې نو ستونزې/مصیبتونه مه ختموه. پرېږده چې تر څهٔ وختهپهٔ ستونزو کې پاتې شي

ځینې خلک دا فکر کوي چې دا پهٔ دې مانا ده چې خدای ته دا خوښه ده چې خلک پهٔ ستونزو کې واچوي، د دې حدیث اصلي مطلب دا نهٔدی، دا حدیث سمبولیکه ژبه ده. پهٔ دې حدیث کې اصلاً یو بل حقیقت ته اشاره شوې ده:

تاسې پوهېږئ کله چې پهٔ چا سخته راغلې نهٔ وي، د هغه پهٔ خبرو کې درد نهٔ وي، د هغه پهٔ خبرو کې د بې دردۍ او بې حسۍ انداز پروتوي، مګر هغه څوک چې پهٔ ستونزو کې وي، د هغه پهٔ اواز کې درد او نرمي پرته وي. بې درده خبرې زړهٔ نهٔ لمس کوي.

دا خبره د انګلیسي ژبې شاعر (شېلي) پهٔ  دې الفاظو کړې ده:

Our sweetest songs are those that tell of saddest thought.

یعنې تر ټولو خوږې سندرې هغه دي، چې تر ټولو غمجنې وي.

همدا د دې حدیث حقیقت دی، خدای غواړي چې د انسان خبرې/ اواز نرم او ژور وګرځي.

ځکه خدای د کس هغه انتظار اوږدوي، تر څو دغه کس د ډېر انساني، حساس او نرم مزاجه شخصیت خاوند شي. او دا لهٔ ستونزو اوسختیو پرته ممکنه نهٔ ده.

Scroll to Top