یوه کس څو کاله د یوه ستر نقاش شاګردي وکړه. د نقاشۍ ټول مهارتونه او هُنرونه یې زده کړل. استاد یې ورته وویل چې نور هغه استاددی او تر دې اضافه څهشی نشي ورښودلی.
شاګرد تر زیات سوچ او فکر وروسته، یوه فوقالعاده ښایسته نقاشي وکاږله او د یوه ښار په مینځ کې یې د خلکو نندارې ته وړاندې کړه. دنقاشۍ د تابلو په څنګ کې یې قلمونه او رنګ هم کېښودل او له نندارچیانو یې وغوښتل؛ که څوک د نقاشۍ په کومه برخه نیوکه لري، د (X) نښانه دې ورباندې ولیکي. د ورځې په پای ګوري چې په ټوله نقاشۍ د غلطۍ (X) نښانې راکش شوې. زیات خفه او ناهیلی بېرته خپلاستاد ته ورغی.
استاد ورته وویل؛ کولی شئ هماغسې یوه بله نقاشي هم رسم کړئ؟
شاګرد همداسې وکړل. استاد یې نوې رسم شوې نقاشي د هغې پخوانۍ پر ځای د خلکو نندارې ته کېښوده. ترڅنګ یې رنګ او قلم همکېښودل خو دا ځل یې ورسره ولیکل: «که د نقاشۍ په کومه برخه نیوکه لرئ، په دغه رنګ او قلم یې اصلاح کړئ».
ورځ بیګاه شوه خو هیچا نقاشۍ ته لاس ور نږدې نکړ. استاد، شاګرد ته وویل:
«ټول انسانان د نیوکې وړتیا لري، خو د اصلاح جرأت نه».