بې روزنې ګټه نشته

ریټز کارټن، دې هوټل ویکټور، نایکي، امازون، اومني هیلت کییر، ای بي ایم، ساتیم کمپیوټر او ځینې نورې ادارې چې په ټوله نړۍ کې خپلو پېرودونکو ته پرلپسې غوره خدمتونه وړاندې کوي، په دې ټولو کې څه ګډه ځانګړنه ده؟

د دوی ادارې پوهېږي چې پر روزنې مصرف شوې پیسې لګښت نه دی، بلکې پانګونه ده.

که ستاسې سترې سرچینې ستاسې خلک وي (او څوک به موافق نه وي؟)، نو بیا دا یو دلیل کېدای شي ستاسې ستره پانګونه باید ستاسې خلک وي.

وده ورکړئ، پراختیا ورکړئ او روزنه وکړئ.

تنګ نظري شرکتونه په سختو اقتصادی حالاتو کې څه شی کموي؟ د روزنې بودیجه.

جالبه ده. دا خلکو ته څه پیغام لري؟

کاروبار کې څرګند او پام وړ پرمختګ د بخت له امله نه راځي.

لوی شرکتونه لوړو ځایونو ته هسې بخت او تقدیر نه دي رسېدلي.

ستر شرکتونه د بریالیتوب څوکو ته ناڅاپي نه دي رسېدلي.

دوی ځکه رسېدلي چې په سمو شیانو یې تمرکز کړی دی. مثلاً پېرودونکو ته لوړ ارزښت ورکول او نن داسې نوښتونه او اختراعات کول لکه سبا ورځ چې نه وي.

او پر هغو خلکو پانګونه کول چې د سازمان په روح او زړه کې وي.

خلک دا زر هېروي چې د سازمانونو اصلي شتمني یې هر سهار ودانۍ ته راننوځي او ماښام ترې بېرته ځي.

چې روزنه نه وي، ګټه نشته.

Scroll to Top