خپل ژوند به څنګه ښه کوو؟

ژوند مهارت دی او د نورو مهارتونو په څېر چې تاسې یو ځل د دې په مهارتونو پوه شئ او تمرین ته یې وخت ورکړئ، نو وده په کې کولایشئ.

که ځان په رښتیا ژوند ته وقف کړئ، نو ډېرې لوړې او د استادۍ کچې ته په کې رسېدای شئ. د ښه ژوند لپاره زه تاسې ته د درېیو شیانووړاندیز کوم:

ژوند ته پام وکړئ: که له ژونده بې غوره شوئ، نو ژوند به پر تاسې برلاسی وي. ځینې خلکو لسیزې همداسې تېرې کړي اوبېرته یې نه دیرا ګرځولې. سهار چې څنګه راویښ شوئ، نړۍ ته له ننوتو مخکې ورځنی یادښت ولیکئ. فکر وکړئ چې نن باید کومې موخې ترلاسه کړئاو هغه موخې ولیکئ. پر دې فکر وکړئ چې ستاسې تر ټولو نږدې ارزښتونه کوم دي.

پر دې فکر وکړئ چې له تېرې ورځې مو څه زده کړي دي؟

ژوند سره بوخت شئ: ما یو شی زده کړی دی چې: ژوند ته که تاسې ډېر څه ورکوئ، بېرته همدومره ډېر څه درکوي.

تېره شپه مو د ډوډۍ پر وخت ملګرو سره پر موخو ټاکلو خبرې کولې. یوه ملګري رانه پوښتنه وکړه: دا ژوند چې دومره شکمن دی، نو موخېورته ولې وټاکو؟)

ما ورته وویل: (ژوند که نه اټکلیږي، نو دا په دې معنا نه ده چې موږ دې ګني خپلې هلې ځلې نه کوو. موخې وټاکه، پلان جوړ کړه، ګامواخله او خپل ارمانونه پوره کړه.

فردي مسئولیت همدې ته وایي، خو یو ځل چې خپله ټوله خواري وکړه او کار مو ترسره کړ، بیا نور قرارې کينئ او ارام وکړئ.

له ژونده خوند واخلئ: موږ ژوند ډېر جدي رانیولی، خو اخره کې میلیاردر او جاروکښ دواړه په یوه ځمکه کې ښخېږي او موږ ټول خاورې کېږو. موږ که هر څومره اوږد ژوند وکړو، تر ډېره دلته نه پاتې کېږو. نو ځان به ډېر جدي نه نیسو، راځئ چې د ژوند له سفره خوند واخلو.

Scroll to Top