وايي جنیدؒ بغدادي چې کوچنی و، یوه ورځ ورته استاد وویل چې ورشه وېښته دې اوږده شوي دا لنډ کړه. بغدادي چې د نايي دوکان تهورغی په جېب کې یې پیسې نه وې او نايي لګیا و د بل چا وېښته یې جوړول.
بغدادي وايي چې ما نايي ته وویل: کاکا زه خو پېسې نه لرم، د خدای په نامه به راته وېښته کم کړې؟ نايي راته وویل چې راشه بچیه، پهتندي یې ښکل کړم او وېښته یې راته جوړ کړ.
دا صوفي وايي په هغه ورځ مې زړه کې وویل چې کله لوی شوم، د دې سړي نیکي به ادا کوم او پیسې به ورته ورکوم.
کلونه تېر شول او حضرت جنید بغدادي د خپل دور لوی صوفي شوه، یوه ورځ همدا پېښه ور یاده شوه، د نايي درک یې وموند او خوا تهورغی. هغه ورځ یې ور یاده کړ او لږې پیسې یې ور وړاندې کړې.
نايي ورته وویل: جنیده! تاته الله دومره لوی مقام درکړ او دومره لوی صوفي شوې، اوس هم دومره نه پوهېږې چې کوم کار د الله لپاره وشي،د هغه بدله له انسانه نه اخیستل کېږي.