- د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر (کابل)
د حامد کرزي (پخوانی خواجه رواش) نړیوال هوایي ډګر د کابل ښار له مرکزه نږدې پنځه کیلومتره فاصله کې دی. دا حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په ۱۹۶۰ز کال کې د شوروي انجینرانو له خوا جوړ شوی و او د همدې هوایي ډګر له لارې به بهرني سیالانیان افغانستان ته راتلل. د شوروي اتحاد د یرغل په لړ کې له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۹ د لسو کالو په موده کې له دې د شوروي ځواکونو بیا د ډاکټر نجیب الله په واکمنۍ کې د افغان ځواکونو له لورې کارېده.
له ۱۹۹۲ کال وروسته چې کورنۍ جګړې پيل شوې، د دې هوايي ډګر کنترول هم کله یوې او کله بلې ډلې ته لېږدول کېده. په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو په راتګ د دې هوايي ډګر واک هم د طالبانو لاس ته ولوېد، تر دې چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکايي او ناټو ځواکونو کابل کې د طالبانو پر حکومت برید وکړ. د طالبانو په دوره کې د نړیوالو بندیزونو له امله د ۱۹۹۰ لسیزې تر وروستیو کلونو پورې هوايي ډګر تقریباً تړلی و او یوازې محدود نړیوال پروازونه ترې کېدل.
د افغانستان اسلامي جمهوریت په رامنځته کېدو، د کابل په هوايي ډګر کې هم رغونه پیل شوه، په ۲۰۰۵ کال کې په کې رادار نصب شو او په ۲۰۱۰ کال کې همدا رادار د ایساف ځواکونو له لوري عصري شو.
په ۲۰۰۸ کال کې د جاپان په مرسته د نړیوالو پروازونو لپاره یو ترمینل پرانیستل شو چې ۳۵ میلیونه ډالر لګښت پرې راغلی و.
په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان د پارلمان په وړاندیز د کابل نړیوال هوایي ډګر، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د خدمتونو د درناوي په پار د نوموړي په نوم شو. د حامدکرزي هوايي ډګر د ۱۰۰ الوتکو د ځاېدو ظرفیت لري.
- خواجه عبدالله انصار هوایي ډګر (هرات)
هرات ولایت دوه هوايي ډګرونه لري. یو د هرات نړیوال هوایي ډګر دی چې کورني او بهرني نړیوال پروازونه ترې کېږي او دویم د شینډنډ هوايي ډګر دی چې یوازې نظامي پروازونه ترې کېږي. په دې لیکنه کې د ملکي هوايي ډګر په اړه غږېږو.
د هرات نړیوال هوايي ډګر د هرات ښار جنوب ۲۰ کیلومترۍ کې پروت دی. دا هوايي ډګر د ۱۹۶۱ز کال په لومړیو کې د امریکايي انجینرانو له لوري جوړ شو چې یوازې یوه ځغاستلیکه او یوه کوچنۍ وداني یې درلوده. په ۱۹۸۰مه لسیزه کې له دې هوایي ډګر هم شوروي ځواکونو د نظامي پروازونو لپاره کار اخیست او په ۱۹۹۵ کال کې د طالبانو لاس ته ولوېد. په ۲۰۰۱ کال کې د امریکایانو له راتګ وروسته تر ۲۰۰۵ کال پورې له دې هوایي ډګر هم د امریکايي ځواکونو د نړیوالو عملیاتو لپاره کار اخیستل کېده. له ۲۰۰۵ کال وروسته د دې هوايي ډګر د بیارغونې لپاره ۱۳۷ میلیونه ډالر مرسته وشوه او په ۲۰۰۹ کال کې په کې دوه ترمینلونه یو د کورنیو او بل د بهرنیو پروازونو لپاره جوړ شول. اوسنۍ پراختیا یې ټوله ۱۸۲۲ جریبه تخمین کېږي. په ۲۰۲۱ کال کې هرات ولایت ته د جمهور رئيس غني د یوه سفر په ترڅ کې دا هوايي ډګر د خواجه عبدالله انصار په نوم ونومول شو.
- احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر (کندهار)
د کندهار نړیوال هوايي ډګر له ۱۹۵۶ تر ۱۹۶۲ کال پورې د امریکايي انجینرانو له لورې جوړ شو. هغه وخت به چې له منځنۍ اسیا تر ختیځې آسیا کومې امریکایي الوتکې تللې، په کندهار هوایي ډګر کې به یې تېل اخیستل. په ۱۹۷۹ کې د شوروي اتحاد له یرغل وروسته له دې هوايي ډګر نه شوروي ځواکونو ګټه اخیستله او د کورنیو جګړو له امله ډېر وځپل شو.
د طالبان په رژیم کې له دې هوايي ډګر نه د ملګرو ملتونو او سره صلیب سازمانونو کار اخیست او په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو پر رژیم د امریکایي او ناټو ځواکونو په برید کې، دغه هوایي ډګر تر پخوا لا ډېر زیان ولید.
د طالبانو پر وخت دا هوايي ډګر له دې امله ډېر مشهور شو چې د ۱۹۹۹ کال د ډسمبر په میاشت کې د حرکت المجاهدین په نوم د یوې پاکستانۍ تروریستې ډلې جنګیالو د کندهار په هوايي ډګر کې یوه هندي الوتکه برامته کړه او په بدل کې یې له د هند له حکومته د خپلو ۳ تنو غړو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
دوه کاله مخکې کندهار ته د ولسمشر غني د سفر په ترڅ کې د کندهار نړیوالي هوايي ډګر د احمد شاه بابا نړیوال هوايي ډګر ونومول شو.
- د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوایي ډګر (مزار)
د مزار نړیوال هوايي ډګر په ۱۹۶۰ کلونو کې د امریکایايي انجینرانو له لوري جړوړ شول. د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ کلونو ترمنځ له دې هوایي ډګره ډېر شمېر سیالانیان د افغانستان د تاریخي سیمو لیدلو ته راغلل. په ۱۹۸۰ لسیزه کې دا هوايي ډګر د شوروي اتحاد د پوځیانو له لوري ډېر زیات وکارېده او هره ورځ به ترې مجاهدینو سره د جګړې لپاره پروازونه کېدل.
په ۲۰۰۵ کال کې د دې هوايي ډګر د ایساف ځواکونو واخیستله چې د بهرنیو او افغان هوايي ځواکونو په لوی مرکز بدل شو.
د دې هوایي ډګر په نوي ترمینل باندې په ۲۰۱۰ کال کې کار پیل شو او په ۲۰۱۳ کال کې پای ته ورسېده. په همدې کال له افتتاح وروسته دا میدان د مولانا جلال الدین محمد یخلي په نوم ونومول شو. په دې ترمینل ۶۰ میلیونه یورو لګښت راغلی او یوازې د کورنیو پروازونو لپاره کارول کېږي.
- د خوست نړیوال هوایي ډګر (خوست)
د خوست هوايي ډګر د رغونې چارې په ۱۳۹۱ کال کې د ملکي هوايي چلند ادارې له لوري پيل شوې او څه وخت مخکې یې د رغونې چارې بشپړې شوې. د خوست هوایي ډګر ته لومړۍ کورنۍ الوتنه د کام ایر هوایي شرکت وه چې د ۱۳۹۹ کال د میزان په ۲۷مه نېټه ترسره شوه.
تر هغې وروسته د ۱۴۰۰ کال د جوزا د میاشتې په ۳۱مه نېټه، په لومړي ځل د اریانا افغان هوایي شرکت له متحده اماراتو ۹۰ تنه مسافر مستقیماً د خوست په هوایي ډګر ښکته کړل چې د دې هوایي ډګر په تاریخ کې لومړی نړیوال پرواز شو.
نن د سرطان د میاشتې په ۱۹مه نېټه، خوست ته د یوه رسمي سفر په لړ کې، دغه هوايي ډګر رسماً د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پرانیستل شو.
دا تر دې دمه په هیواد کې پنځم نړیوال هوایي ډګر و چې پرانیستل شو.