زده‌کړې، کاروبار که دنده؟/ میراحمد یاد

د ځوانۍ عمر کې زیاتره خلک له یوه ډول پرېشانۍ سره مخ وي. دا هغه وخت وي چې انسان په ورو ورو د وړوکتوب د بې‌مسوولیتۍ راوځي، د ژوند په واقعیتونو خبرېږي او په دې هم پوهېږي چې راتلونکي ژوند کې به نه یوازې د ده خپل، بلکې د ډېرو نورو خلکو مسوولیت هم د ده پر اوږو وي.

همدا د راتلونکي غم، د ځان او کورنۍ ساتل، ژوند سازول، کار روزګار برابرول… ځوانان له یو ډول پرېشانۍ سره مخ کوي. دا وخت داسې وي لکه څوک چې له کلي نوی یوه ښار ته راغلی وي، په یوه څلورلارې کې ولاړې وي، هر سړی په خپل کار اخته وي او دی حیران حیران ګوري چې اوس څه وکړي؟ چېرته لاړ شي او لا چا پوښتنه وکړي؟

د زیاتره خلکو پښه په همدې وخت کې ښوېږي، ځکه دې وخت کې چې د ښار په څلورلارې کې ولاړ ځوان ته هر څوک په مخه ورغی او هره خوا یې له ځان سره روان کړ، دی هم ورسره روانېږي.

زه هغه ځوانان بختور ګڼم چې د عمر په دې مرحله کې له سمو خلکو سره مخ شي او دوی ته د راتلونکي ژوند د ښه تېرولو عملي او ممکنه لاره ور وښيي. داسې ژوند چې د ده لپاره هم ښه وي او د ټولنې او هیواد لپاره هم تاواني نه وي.

د عمر په دې دوره کې د نورو ډېرو پوښتنو ترڅنګ ځوانانو سره یوه پوښتنه دا هم وي چې دوی زده‌کړې وکړي؟ خپل کاروبار پيل کړي؟ او که چرته بل چا سره دنده پیل کړي یا کسب ته مخه کړي؟

دې پوښتنې ډېر وخت زما ذهن هم بوخت ساتلی و، ځکه زه په داسې کورنۍ کې را لوی شوی وم چې ټوله مخه یې کاروبار سره وه، خو ما ښوونځي او ورپسې پوهنتون ولوست او داسې مې ګڼل چې له کورني کاروبار بهر چرته بله ښه برخه کې باید د ژوند سازولو هڅه وکړم.

د ټولنیزو شبکو په راتګ د ځوانانو دا پرېشاني نوره هم ډېره شوې ده. په بېلابېلو پاڼو کې بېلابېل خلک رنګارنګ سپارښتنې او لارښوونې کوي. ځيني د مالي خپلواکۍ او خپل کاروبار په نامه ځوانان له زده‌کړو او دندو را ګرځوي او ورته وایي چې د پیسو ګټلو لنډې لارې پيدا کړئ.

ځینې نور بیا د ښو دندو پیدا کولو لارې چارې ښيي او دا وایي چې د ښې دندې او ښه مسلکي ژوند لپاره باید کومې برخې ولوستل شي، کوم مهارتونه لوړ شي، کومې ژبې زده‌شي او کوم اوږدمهالي او لنډمهالي کورسونه تعقیب شي.

د ټولنیزو شبکو دې فعالانو معلومات ډېر کړل، خو ځوانانو ته یې هم انتخابونه ډېر کړل. اوس ځينې ځوانان حیران دي چې د چا خبره ومني او په چا پسې لاړ شي، ځکه هر یو د خپلې خبرې د اثبات لپاره دلایل وایي.

دا ټولې خبرې سمې هم نه دي او ټولې ناسمې هم نه دي. مهمه دا ده چې موږ او تاسې خپل حالت، امکانات، چاپېریال، ستونزې او لارې وګورو بیا د دې ټولو په رڼا کې د خپل راتلونکي ژوند لپاره انتخاب وکړو.

یوه ښه لاره دا هم ده چې انسان په دې ټولو انتخابونو کار وکړي. یعنې دا چې اول دې زده‌کړو ته وخت ورکول شي، بیا دې دنده وشي او بیا دې له دې دواړو فرصتونو په ګټې اخیستو د خپل کاروبار رامنځته کولو کوشش وشي.

زده‌کړې په دې مهمې دي چې نن سبا کاروبار هم د پخوا په شان نه دی چې هر څوک دې یې وکړي. د ټکنالوجۍ پراختیا د کاروبار په اړه پخوانی فکر بدل کړی او لا نور یې هم بدلوي. په مدیریت، رهبرۍ، حسابدارۍ او د کاروباري ټکنالوجۍ پوهېدل د اوسنیو کاروبارونو لپاره ډېر مهم دي. د هر مسلک کس که خپل مسلک کې د کاروبار پيلولو هڅه کوي، هم ورته د هغه مسلک ښه زده‌کړه په کار ده او هم د کاروبار مسلکي زده کړې.

زده‌کړو پسې بل اسانه فرصت د خپل مسلک یا له خپل مسلکه بهر په یوه ځای کې دنده کول دي. دا دنده دوه ګټې را رسولی شي. لومړی په دنده کې زده‌کړه کولای شوو او دویم ترې مالي ملاتړ موندلی شوو.

له دندې موږ او تاسې د مسوولیت منلو، نظم، دفتري کارونو، اړیکو، ټولنیزو نزاکتو او نورو زده‌کولو ترڅنګ، نوي فرصتونه هم پيدا کولای شوو. دنده موږ یوه مسلکي ساحې ته ننباسي، هلته په دې پوهېږو چې کارونه څنګه کېږی؟ له کوم ځایه پيل کېږي، چرته ځي او په کوم ځای پای ته رسېږي. په دندو کې زیاتره د خپل کاروبار پیلولو فرصتونه وي، که د خپل کاروبار اراده راسره وي، له همدې دندې یې د پيلولولو لپاره کار اخیستی شو.

بله دا چې دنده موږ له مالي محتاجۍ خلاصوي. هر کاروبار ته پیسې حتماً په کار وي، که ډېر وړوکی هم وي، یو به په کاروبار پانګونه کوو او بل به وخت هم ورکوو. په دې وخت کې چې بل عاید نه وي، نو کېدای شي د کاروبار شوق مو د ورځني ژوند د مجبورو له امله پاتې شي او پانګونه مو هم تاوان شي.

که دنده وي، انسان به معاش اخلي، ورځنی ژوند به یې روان وي، بیا که وغواړي ترڅنګ یې یو وړوکی کاروبار هم پیلولوی شي چې ورو ورو به مخ ته روان وي. هر وخت چې کاروبار کامیاب شو او لږ تر لږه زموږ میاشتنی معاش یې پوره کولای شو، بیا ښه دا ده چې دنده پرېښودل شي او ټول وخت یوازې د کاروبار پراختیا لپاره ورکول شي.

په واقعي نړۍ کې کاروبارونه هغسې زر نه پراخېږي لکه د ټولنیزو شبکو ځينې فعالان یې چې وي. دا ځکه چې د هر انسان او هر ځای حالات بدل وي. خطر منل ښه وي، خو دومره هم نه چې انسان پرې خپل ژوند سخت کړي. نو تر څو چې په کاروبار مطمین شوي نه یوو، دا ښه اقدام نه دی چې موږ دې خپل ټول وخت او خپله ټوله سرمایه په کې بنده کړو او بیا دې وروسته حتی د ژوند کولو لپاره بل ته محتاج وو.

که تاسې اوس زده‌کړې کوئ او خپل کاروبار ته مو زړه وي، نو د هماغه کاروبار برخه کې فعالیت پيل کړئ. د هماغه کاروبار کسانو سره ناسته پاسته پيل کړئ او که ممکنه وي، له وخت وروسته وظیفه ورسره واخلئ، البته که ډېر وخت نه شئ ورکولای، یو څو ساعته وخت که هم ورکړئ، تر فارغېدو به مو ډېر څه زده کړي، ډېر خلک به مو پېژندلي وي او ډېرې لارې به درته خلاصې وي.

بیا هم وایم… په ټولنیزو شبکو کې د ځینو ویناوالو زیاتره بریاوې نمایشي وي، ډېر لږ خلک په چانس او لږه خوارۍ بریالي شوي دي. ډېر خلک داسې خلک دي چې پیسې دې یې له ضرورته زیاتې وي او په کار او ژوند کې دې له ستونزو سره مخ نه وي. موږ او تاسې چې کومې ستونزې او محدودیتونه لرو، ډېر نور خلک یې په بېلابېلو برخو کې لري.

د شتمنېدو تادي مه کوئ، ځکه په تادۍ کې له انسانه ډېرې داسې خطاګانې کېږي چې وروسته یې اصلاح سخته وي. هر قدم چې اخلئ، په پټو سترګو یې مه اخلئ، حساب ورته وکړئ او وګورئ چې ستاسې په حالاتو او ستاسې چاپېریال کې هغه اقدام څومره ګټور دی. مزل دې په قراره وي، خو اوږد دې وي، د باور وړ دې وي او قدمونه دې پاخه وي.

https://twitter.com/MeerYaad

Scroll to Top