په وینا او لېکنو کې هر یو همدا خبره کوو چې د «حذف سیاست» نتیجه نه ده ورکړې او باید تکرار نه شئ. اما عملا ګورو چې کله ترې پوښتنه وکړو چې راځئ متحد شو، راځئ تعامل وکړو، نو ځواب یې دا وي چې هغه خو غربي دی. هغه خو متعصب دی. هغه خو فاسد دی. هغه خو لنډغر دی. هغه خو طالب دی. هغه خو حزبي دی. هغه خو پنجابی دی. هغه خو ټامي دی. هغه خو د نړۍوالو نه خوښېږې. هغه خو سیکولار دی. هغه خو جمعیتي دی. هغه خو ازمویل شوی دی. هغه خو تروریست دی. هغه خو کمونیسټ دی. هغه خو افغان ملتی دی. هغه خو ستمی دی. هغه خو قاتل دی. هغه خو جمهوریتي دی، هغه خو امارتي دی. هغه خو ….. هغه خو …. دی.
واقعیت دادی چې په فزیکې ډول په افغاني ټولنه کې همدا ټول شتون لري. امارت، جمهوریت، راست او چپ، ملي ګرا او سمت ګرا، سیکولار او لیبرال، هندو او سک، پښتون او تاجک، هزاره او ازبک، نر او ښځه، اسلامپال او ملتپال، ملا او امي، طالب او مکتبي، ښاري او کلیوالي، تور او سپین، ځوان او زوړ، حزبونه او قومونه، مذهبونه او مسلکونه، ژبې او دودونه او …. دا ټول موجود دی.
نو عیني واقعیت هغه وخت بشپړ دی چې یوازې ددوی فزیکي شتون نه، ددوی دفکر موجودیت به هم منو. ددوی فکري، سیاسي، اجتماعي او کلتوري تنوع به هم منو. همدا تګلاره به هم په فردي، هم ملي او هم نړۍوال دید کې په نظر کې نیسو. بیا هم خپلو کې او هم له نړۍ سره په سوله کې ژوند کولای شو. بیا دې ته اختلاف نه، تنوع وایې. دې ته دوښمن او مخالف فکر نه، بلکې متفاوت فکر وایې.
له همدې متفاوت فکر او متنوع تګلارې سره یو او بل منل هم بشپړ واقعیت دی او هم د یو او بل د حذف مخه نېول دي او اتفاق او انسجام راتلای شي. بیا تعامل او مصالحه کېدای شې. بیا پر ټولیزو ملي او انساني اصولو توافق کېدای شې. بالاخره بیا د خبرو اترو له لارې سوله اییز حل پیدا کولای شو.