تاریخ یوازې د جګړې د اتلانو له نظره لیکل کیږي، ځکه مات شوي ولسونه په تاریخ لیکنې کې هم خپله دفاع نشي کولای او پکې ورک شوي وي. په جګړې ګټونکي ولسونه د جګړې لامل دا ښايي، چې هلته نا امني وه، سیاسي انتشار و او د خلکو ژوند خوندي نه و. همدا خبرې تل جګړو ته اخلاقي جواز ورکوي. زموږ په تاریخ کې داسې ډېرې بېلګې شته،مثلا د بابر تر یرغل مخکې هند په څه حال و؟ مورخّینو د کورنیو جګړو، نا امنیو، وژنو او ترور بې شمېره بېلګې وړاندې کړې. دا یې ثابته کړه چې د بابر په راتګ او د مغلي حکومت په جوړېدو هند سیاسي او اقتصادي پرمختګ وکړ، رښتیا داسې وو؟ ددې دور له تاریخه مالومیږي چې هند بیخي له کوم ستر بحران سره مخ نه و او نه هم ټولنه دومره لوېدلې وه. همدې وخت کې ځايي حکومتونو یو ژوندی کلتور رامنځته کاوه، چې هغه د مغلو له راتګ سره په ټپه ودرېده.
وروسته انګریزانو هم همدا دلیل ووایه، دوی هم د مغلو ځوړ د هندي ټولنې ځوړ وګاڼه او خپل حکومت ته یې اخلاقي جواز ورکړ. دا یې ثابته کړه چې ددوی تر راتګ مخکې هند له سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ و. دوی ټولنې ته امن او سوله راوړل. دلته هم تاریخ بیخي بدل دی، ځکه اوس نوې څېړنې ښایي چې په اتلسمې پېړۍ کې هند له سیاسي او کلتوري پلوه ښه ژوندۍ، قوي او پنځوونکې ټولنه لرله. سوداګري هم ښه ګرمه وه او هنرونو هم پرمختګ کاوه. یانې دا چې ټولنه پر ځای نه وه ولاړه ، حرکت یې کاوه، خو په ټولنې کې د انګلیسي لیکوالو دا نظر قوي و او اوس هم دی.
همدا حالت د سېند او پنجاب د برطانیايي فتوحاتو هم و، چې دا دواړه سیمې وروسته پاتې او مخ پر ځوړ ثابتې شوې وې. په پنجاب کې د سیکانو د حکومت په اړه د (سیک شاهي) اصطلاح مشهوره شوه او د انګریزانو له فتحې وویل شول چې مسلمانو یې په ځانګړي ډول ښه راغلاست کړی و. ځکه د سیکانو په حکومت کې پر مسلمانانو ظلم کېده…چې انګریزانو ترې خلاص کړل. دا خبره د پنجاب مسلمانو مشرانو وکړه او د انګریزانو حکومت یې پر ځان یو نعمت وګاڼه. دا تاریخي فرضیې باید ماتې او تر شا پټ حقیقت یې روښانه شي.
که ګټونکی ولسونه خپل تاریخ هر څومره په خپلې ګټې ولیکي، خو په ماتې خوړولو کې چې کوم قدر او عزت وي هغه ترې نشي اخیستی . مثلاً معزالدین غوري د (تراین) په جګړې کې (پرتهوي راج) ته ماتې ورکړه، هغه په جګړې ښه په زړورتیا وجنګېد او مړ هم شو. (پرتهوي راج راسا) نومي کتاب (چند براويي) لیکلی او په اړه یې ویل کیږي چې دا د پرتهوي راج په وخت کې لیکل شوی، بل نظر دا دی چې کتاب په اولسمې پېړۍ کې لیکل شوی دی. په دې کتاب کې ځانګړې خبره دا ده چې، د پرتهوي راج ماته نه منل کیږي او پکې ثابته شوې ده چې معزالدین غوري د پرتهوي راج په غشي مړ شوی دی، په پرتهوي راج راسا کې داسې لیکل شوي چې:
“راجا د شاعر په اشارې باچا ته مخ کړ، لینده یې په لاس کې واخیسته او د باچا اشارې ته په تمه شو، د باچا په اشاره یې نښه ونیوله، په لومړۍ اشاره یې غشی برابر کړ، په دویمه اشاره یې لینده کش کړه، په درېیمه اشاره یې د باچا ستونی وڅيره او باچا ځای پر ځای ولویده. شاعر غوښتل راجا ځان وژنې ته چمتو کړي، هغه وویل چې زه دا کار نشم کولای، د باچا په مرګ ګډوډي جوړه شوه، په همدې وخت کې (کوی چند) خپله غاړه غوڅوي او هماغه چاړه راجا ته ورکوي او پرتهوي راج د هماغې چړې په مرسته ځان وژني” .
ددې کیسې او اصلي پېښې تر منځ توپیر شته خو په کیسې کې شته ښکلا، تلوسې او هنر دا کیسه په راجپوتانو کې مشهوره کړه او د ترایئن جګړې ماته یې یوه غمیزه وګرځوله، چې پکې د معزالدین غوري پر ځای پرتهوي راج اتل وګڼل شو.
داسې یوه کیسي د یوګوسلاویا په سربیانو کې هم شته چې په ۱۳۸۱ ز کال کې شهزاده لازار د عثماني امپراتورۍ له خوا ماتې خوري،دوی دا ماته په یوې روحانې فتحې بدله کړه او کیسه په سربیانو کې په دې ډول مشهوره شوه، چې د جګړې په لومړۍ شپه شهزاده لازار ته ( عالي جاه) نومې پرښته راغله، دا مالومات یې ترې واخیستل چې دی غواړي جګړه وګټي او پر ټولې نړۍ حکومت وکړي؛ یا شهید شي او د جنت ته لاړ شي. شهزاده د خپل ولس لپاره شهادت غوره وباله، د جګړې پر مېدان ماته، سربیانو ته په روحانې فتحې بدله شوه او لازار دوی ته (روحاني مشر) شو. په تاریخ کې ورته بېلګې شته، خو له ټولو دا ثابتیږي چې ګټه او تاوان څنګه بدلیږي.
تاریخ له حقیقي تر څنګ تخیيلي او روماني هم وي، چې اسطورې جوړوي او خلک په خپلې اغېزې کې بند ساتي.