یو روایت د احادیثو په بېلابېلو کتابونو کې راغلی دی. د البیهقي الفاظ دا دي أَلَا أُخْبِرُكُمْ، عَنْ أَقْوَامٍ لَيْسُوا بِأَنْبِيَاءَ وَلَا شُهَدَاءَ يَغْبِطُهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ الْأَنْبِيَاءُ وَالشُّهَدَاءُ بِمَنَازِلِهِمْ مِنَ الله عَزَّ وَجَلَّ عَلَى مَنْابِرَ مِنْ نُورٍ يَكُونُونَ عَلَيْهَا ” . قَالُوا: مَنْ هُمْ ؟ قَالَ: ” الَّذِينَ يُحَبِّبُونَ عِبَادَ الله إِلَى الله ، وَيُحَبِّبُونَ الله إِلَى عِبَادِهِ، وَهُمْ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ نُصَحَاءَ[1]. آیا تاسې ته د داسې خلکو په اړه ووایم چې نه به پېغمبران وي او نه شهیدان، خو د قیامت په ورځ به پرې د هغې درجې له امله د پېغمبرانو او شهیدانو رخه راځي چې الله ﷻ به ورته ورکړې وي. هغوی به هلته د نور په ممبرونو ناست وي. پوښتنه وشوه چې هغوی به څوک وي؟ ویې فرمایل: هغه خلک چې د الله ﷻ بندهګان الله ﷻ سره مینه کوونکي کړي او د دې قابل یې کړي چې الله ﷻ له هغوی سره مینه وکړي او پر ځمکه د خلکو د ناصحانو په توګه وګرځېږي.
دا څوک چې انبیاء ته د رشک وړ خلک وو. دا هغه خلک دي چې الله ﷻ داسې ومومي چې د هغوی محبوب شي. د الله ﷻ په مینه کې ژوند وکړي. تر الله ﷻ بل لوی ذات نشته، په دې خاطر الله ﷻ سره تر مینې بل لوی عمل نشته. کله چې انسان داسې حالت کې وي، نو هغه به نورو ته هم د هغه څه رسولو او ورکولو هڅه کوي چې ده د خپل ځان لپاره موندلي دي. هغه به خپله ټوله خواري کوي چې نور خلک هم الله ﷻ د هغه په لوړ حیثیت کې ومومي او د هغه معرفت یې زړه ته ننوځي؛ الله ﷻ ورته هغه هستي شي چې تر ټولو ډېره مینه ورسره وکړي؛ د الله ﷻ ذات ورته هغه لویه هستي شي چې د زړه د ټولو جذباتو مرکز یې وي. څوک چې الله ﷻ خپل همداسې محبوب وګڼي، داسې خلک پخپله هم د الله ﷻ محبوب بندهګان کېږي. همدا د ایمان تر ټولو لوړه درجه ده.
[1] البیهقی، شعب الایمان، حدیث ۴۰۵