ولې فساد؟ / ډاکتر مبارک علي

په هرې ټولنې کې فساد درې لاملونه لري: د واک ترلاسه کول، ټولنیز مقام لوړل او د لومړنیو اړتیاوو پوره کول. په دې کې تر ټولو ککړ خلکد حکمرانې طبقې هغه وګړي وي، چې غواړې له یوې لارې واک ترلاسه او ډېر کړي. دا کار ډېرې شتمنۍ ته اړتیا لري، دوی غواړي هغهټول وسایل وکاروي، چې واک پرې ترلاسه کېدای شي. غواړې له هرې ممکنې لارې شتمني ترلاسه کړي، هغه وکاروي او په بیا په هرې روااو ناروا لارې لومړی واک ونیسی .

دا فاسد خلک خپله هم په فساد کې ککړ وي او د خپلې شتمنۍ په مرسته نور خلک هم په فساد ککړوي. په ځانګړي ډول هغه واکمن چې پهدسیسې یې واک ترلاسه کړی وي او واک یې د سیاسي سیالانو له لورې په خطر کې وي. دوی په شاهي نوکرانو، خدماتو، ادارو او نوروځایونو کې خپل ملاتړي پيدا کوي او هغوی ته موقع ورکوي چې په هرډول فساد کې ښکېل شي. ځکه فاسد او رشوت خور انسان د حیثیتله پلوه دومره خواریږي، چې د خپل بادار هره خبره منلای شي.

د فساد یوه ځانګړنه دا ده چې د انسان حیثیت ختموي او غوړه مال کوي یې. په هغه کې شته غیرت او خوداري له منځه وړي، دا ډول خلکد حکمرانې طبقې د ګټې لپاره له هرې خوا چمتو او ګټور ثابتېدای شي.

فساد واک او قوت ترلاسه کولو لپاره کیږي او نږدې هرې ټولنې کې شته دی. په لوړه سطح نړیوالو قردادونو، بهرنیو مرستو، د وسلې په پېراو پلور، پرمختیايي پروژو او حکومتي چارو کې  رشوت اخیستل کیږي. یوه بڼه یې د حکومتی ادارو اخیستي پورونه دي، چې بیا بښلکیږي، ددې ډول فساد او رشوت مسولین د هیواد ککړه واکمنه طبقه ده.

دویم ډول فساد هغه دی چې د ټولنې مخه ور خلک پکې ښکېل وي. ددوی موخه دا وي چې په ټولنې کې لوړ ټولنیز موقف ترلاسه کړي. ددېټولنیز موقف څرګندونه بیا نوي موټر، لوی کورونه، اپارتمانونه، د بچو ښه زده کړې، مېلمستیاوې او بې ځایه لګښتونه وی. دوی لومړی پهټولنې کې ښه موقف ترلاسه کړی بیا خپل ټول فساد د همدې موقف تر شا پټوي. د نیک شهرت لپاره  د ریا ډکې صدقې او خېراتونه کويچې خپل شهرت بې داغه کړي، په دوی کې زیاتره ستر حکومتي چارواکي، قاچاق وړونکي او زیاتره ستر سوداګر شامل وي.

د فساد درېیم ډول دا دی چې عام خلک یې د خپلو بنسټیزو اړتیاو پوره کولو لپاره کوي. بیې چې لوړې شي، خلک له خپلو لومړنیو اړتیاوبې برخې شي، حکومت یې غم نه کوي، تقاعد نه ورکوللنډه دا چې د خلکو لګښتونه تر عایده لوړ شي په دې صورت  کې خلک د خپلژوند د بقا لپاره فساد ته مخه کوي او اړ کیږي چې له یوې لارې خپلې اړتیاوې پوره کړي. دا لاره که روا وي که روا؛ خو د اړتیاو پوره کولپکې اصلي شرط دی. مثلا یو عادي مامور یا پیاده خپل عاید د رشوت په مرسته تر خپلو لګښتونو رسوي. د برښنا بل یې تر معاش لوړ وي،هغه باید له مېټر لوستونکي سره خبرې وکړي، مېټر وروسته کړي او خپل بل راکم کړي. په دې توګه نن سبا زموږ په ټولنې کې د ټيټو طبقود ژوند لپاره فساد او رشوت اخیستل یو مهم شرط ګرځېدلای دی او هر څوک هڅه کوي چې له یوې لارې ورځ تر بلې زیاتېدونکی لګښتونهپوره کړي. په دې حالاتو کې ستونزمنه ده چې څوک پاک پاتې شي، ځکه که پاک پاتې کیږي، بېوزله به وي، بچي به یې ښې زده کړې نهشي کولاي، د درملنې لپاره به ښه درمل نه لري، د کمو او ناسمو خوړو له امله به یې روغتیا په خطر کې وي، نه به خپل ژوند ښه کولای شياو نه په هېڅ صورت له ژونده خوند اخیستلای شي.

ځکه په ټولنې کې پاکي او سپڅلتیا هم خپل حد لري. خبره چې تر ټاکلي حده ډېره خرابه شي، بیا هر انسان اړ دی چې فساد ته مخهکړي؟

( دا به په دې مانا نه وي چې بیوزله خلک دې فساد ته مخه کړي او یا د حل یوازینۍ لار همدا ده؛ خو دا پوښتنه شته چې ددې خلکو دخراب اقتصادي حالت په بدل کې څوک مزې کوي؟ او د چا ژوند د یوه عادي انسان تر ژونده څو چنده لوړ دی؟ دا انسان څوک فساد تهاړباسي؟ او هیواد او ټولنې په سطحه څوک د دومره ډیرو انسانانو حقونه او اسانتیاوې په خپل جېب کې اچوي؟ که یو د یوه پاک انسانبچي زده کړې نه شي کولای؛ نو د چا اولادونه د لویديځ په پوهنتونو کې درسونه او په زرګونو ډالرو جېب خرڅ ورکول کیږي؟ که یو عاديمامور فساد کوي، څوک یې پرې کوي؟ او ولې یې کوي؟ که موږ هغه کسان وپېژنو؛ نو ددې ټول فساد پړه یوازې پر هماغو سترو مفسدواچول کیږي.) ژباړن

نو په داسې حالاتو کې به زموږ په ټولنې کې د فساد پر ضد روانې چغې څه ګټه ولري؟!

Scroll to Top