پرمختګ، لاسته راوړنه، بدلون، سیال کېدنه، نړیوال کېدنه او بلاخره ټول د ژوند موافقیتونه په ګډه او یووالي لاسته راوړل کېدای شي.
د یوې ټولنې په ثبات او پرمختګ کې د همدې ټولنې هر فرد پوره ونډه او مسؤلیت لري. هر وګړی د خپلو وړتیاوو او مهم والي ته په کتو بایدد خپل هېواد د ملي فرهنګ، صنعتي پیشرفت، اقتصادي مخکې والي، سیاسي قوت، تکنالوژیکي او ورزشي شهرت کې خپل بارز سهمولري.
ځکه پښتو متل دی، ”چې له یوه لاسه ټک نه خېژي“ نو نشي کېدای چې له یو څو ګوتو په شمار خلکو دې ټوله تمه وشي. هر انسان لهبېلابېلو هنرونو او مهارتونو درلودونکی دی، چې باید ترې په استفاده د دې ملت د جوړښت او د ټولنې د ځان بسیاینې لپاره خپل مسؤلیتترسره کړي.
خو بد مرغي دا ده، چې په افغاني ټولنه کې، هیڅ تن ځان مسؤل نه بولي. دلته هر تن بل ملامت ګڼي. همېش بل ته د پیغور نظر لري. دلتههر لوستی او نالوستی تل له نورو هیله لري. دلته وګړي د پرمختګ غوښتنه خپله خو توقع له نورو کوي.
او هو مونږ ژوند ټول په تقلید کولو تېر کړ. که مو ولیدل چې څو تنو زده کړې کولې او ژوند یې ښه تېرېده مونږ هم هماغه لار تعقیبوو. که موولیدل چې څو تنو سوداګري کوله او زندګي یې ښه روانه وه، نو مونږ هم تعلیم ته شا کوو او د هغوی لار خپلوو. که مو ولیدل چې ځینو دورزش په برخه کې فعالیت کاوه او خلکو هڅول نو مونږ هم په زړه کې د هغوي په څېر د اوسېدو خوبونه ګورو د تجارت لار پریږدو او ورزشته مخه کوو. چې په پایله کې بیا د هیڅ برخې هم نشو.
خلاصه دا چې هر کار نورو تر سره کاوه مونږ یې هم ترسره کوو. ولو که د هغه پایله ښه یا هم بده وي، بس هماغه لار تعقیبوو. که چا وویلدا کار ښه دی مونږ یې هم ورسره منو او که چا وویل دا کار ښه ندی بیا یې هېڅ وخت نه ترسره کوو. مخکې له دې چې خپله یې په اړهفکر وکړو. پایله یې وسنجوو. ښه او بد یې معلوم کړو.
ډېر کله به مو اورېدلي وي، چې وایي نړۍ وګوره او افغانستان وګوره. خلک چیرته او مونږ چیرته. نور څه کوي او مونږ څه کوو… . منم چېافغان ملت په اوس کې له نړۍ لسګونه کلونه وروسته دی. په ډېرای برخو کې په ځان بسیا نه دی. خو ولې باید پیل ونکړو!
مهم دا چې پیل له ځانه باید شروع شي. هر وګړی باید دا ومني چې کار او فعالیت یې د ټولنې د پیشرفت لپاره مهم دی. هغه چې وایي لهڅاڅکو دریاب جوړیږي. کټ مټ مونږ هم همداسې؛ زمونږ کوچنی کار هم ډېر کله د یوې سترې بریا پایله کېدای شي.
نو باید پیل خپله وکړو او د هېواد د ښه راتلونکي لپاره خپل مسؤلیت تر سره کړو؛ مخکې له دې چې د ملامتۍ ګوته د بل لورته سیخه کړو.