دا طبیعي دہ چې ھر انسان پر خپل ژوند کې د یو څه حسرت خوري هغه کېدای شي د ښه ژوند، ښې کورنۍ، ښه ملگري، په یو ښه ځایکې زدہ کړې یا د یو ښه شخصیت درلودل او داسې نور… وي.
ما چې کله د “کتابخانه نیمه شب” کتاب خلاص کړ په ټوله کې دا جمله زما ډېرہ خوښه شوہ “په کوم وخت کې چې تاسې ژوند کوئیواځې د ھمغه ژوند په اړہ فکر وکړئ نه د تېر شوي وخت او یا د راتلونکي ژوند لپارہ حسرت خوړل”
دا جمله ښایي په ظاھر کې ډېرہ عادي ښکارہ شي خو په اصل کې زمونږ او ستاسې د ځنځیرو کلۍ دي چې د حسرتونو له قید څخه موخلاصوي.
له ځان سرہ په دې اړہ ښه ژور فکر وکړئ چې ھغه ناخواله پېښه چې تېرہ شوہ زما په فکر کولو او حسرت خوړلو بېرته جبرانیږي؟
او یا ھغه څه چې لا تر اوسه یې ھېڅ درک ھم نشته په زړہ خوړلو ارزیږي؟ ښکارہ دہ چې نه! نو ھغه وخت چې په دې ناوړہ حسرتضایع کوئ پر ځای یې اوس او راتلونکی ژوند جوړ کړئ.
کله کله ھر انسان پر خپل افکارو کې ښکېل وي او تل د ځان سرہ په جنگ وي چې په ژوند کې تر ټولو نه زغمونکی جنگ ھمدا جنگ دئچې حتی ځیني وخت انسان د ژړا او غوسې حالت ته اړ کوي او دا حالت کله کله حتی د خپل ځان نفرت کولو سبب ھم گرځي: له خپلځان څخه، له خپل فکر، له خپل لیدلوري څخه نور په تنگ کیږي؛ خو تاسې باید خپل ځان ته وخت ورکړئ تر څو د دې زندان له قیدونه څخهخلاص شئ او دا مه ھېروئ چې تاسې د ھر څه د شتون دلیل یۍ نو کولای شئ چې پر سخت زیار ایستلو سرہ سختۍ رامې کړئ او دتېرې شوې پېښې حسرت مه خورئ که چیرې ښه مخې ته نه لاړل مگر تاسې ته یې یو درس او تجربه درکړہ او کله چې درد تاسې ته یوڅه در زدہ کړل ھغه نور نه پاتې کیږي او چا چې په دردونو کې سفر وکړ ھغه د نېکمرغیو بڼگلې ته رسیږي او درد دی چې انسان کمال تهرسوي.
زمونږ فارسي ژبه کې وایي:
“ھر که او بیدارتر پر دردتر”
نو د لیدل شوي دردونو حسرت مه خورئ!
او خپل ځان له نورو خلکو سره په یوہ تله کې مه تلئ!
د حسرت په منگلو کې یو انسان ھغه وخت بندیږي چې وزگار وي، د ژوند برنامه نه لري او ھرہ ورځ یې د تل په څېر یو شان وي نو داوخت د انسان فکر ھر لوري ته خپل تار زغلوي او یوہ نا آرامي په زړہ او مغزو کې رامنځته کیږي چې ډیری وخت د تحمل وړ نه وي یوشاعر ویلي چې “د یو انسان لپارہ زوړوالی د وېښتانو سپینېدل او یا په ملا کې کوپ کېدل ندي بلکې بې موخې او نا ھیلی ژوند کول دي”
زما سپارښتنه داسې خلکو ته دا دہ چې لومړی په ھغه څه ځان بوخت کړئ چې تاسې ورسرہ علاقه لرئ او ترسرہ کول یې تاسو ته ښهانرژي بښي، یا ھغه کار باندې پیل وکړئ چې تاسې فکر دا منلي وو چې تاسې یې نشی کولی؛ ځکه دا کار تر نورو کارونو ډیر دلچسپيلري او ترسرہ کول یې تاسو ته یو ھیجان بښي، خپل ذھن دې ته چمتو کړئ چې “زہ باید دې نورو تر منځ متفاوت وم” ځکه ستاسې فکرھغه څه ترسرہ کوي کوم څه چې تاسې یې وربښی.
او دا له ځان سرہ وساته: ھغه څه مو چې له لاسه ورکړي د یوې بلې لارې په یو ښکلي او نوي انداز سرہ تاسې ته راگرځي!
او خپل ژوند داسې جوړ کړئ چې د ھرې لحظې تکرار کېدل درته خوندور وي او ھر ساہ مو د ژوند پر مخ باید یو فضیلت شي؛ ځکهتاسې د خپل ځان پوروړي یاست د خپلو سترگو چې خپل بریالیتوب شیبې ووینئ،د خپلو غوږونو پوروړي یاست چې خپل نوم د مایکروفونڅخه واورئ، د خپلو قدمونو پوروړي یاست چې د پوھنتون او یا د خپلې خوښې کار ځای کې قدم کیږدئ.
نور د حسرتونو کتاب پاڼې اړول بس کړئ!
“څو سھارہ څو ماښامه زندہ گي دہ” ښه یې تیرہ کړہ!