ژاوله ژول/ نصیراحمد “شینواری”

۱ژاوله:

یوه نرمه، ربړي ماده چې د ژولو لپاره جوړه شوې.

۲د ژاولې په جوړولو کې شامل مواد:

شیره (Gum): نه هضمیدوونکې، ربړي ماده چې د ژاولې د کیفیت لپاره کارول کیږي.

ـ ربړ (Resin): د ژاولې پياوړتیا لپاره کارول کیږي چې ژوله تخې نه شي او سره وځای وي.

موم (Fillers): موم د ژاولې د کلکوالي لپاره کارول کیږي له جملې یې کلسیم کاربونیټ او د ځېنو ترکارېو غوړي هم کارول کیږي.

نرموالی (Softeners): د ژولې لمده ساتلو لپاره کارول کیږي چې د ژاولې د سختیدو څخه مخینوی وشي.

ـ خواږه (Sweeteners): د ژاولې د خوږ والي لپاره کارول کیږي له جملې یې د ګنو بوره، چغندرو بوره او د جوارو شربت دي. ځېنې یېد خوږو څخه بغیر جوړیږي چې په هغې کې (Xylitol) یا مصنوعي خواږه کارول کیږي.

خوندونه (Flavorings): په ژاولو کې طبعي او مصنوعي خوندونه کارول کیږي لکه نعنا، جوهر او داسې نور.

۳د ژاولې په جوړولو کې کیمیاوي مواد:

ـ بیټلیټ هایډروکسایټولوین (Butylated Hydroxytoluene): یو انټي اکسیډنټ دی چې د محافظت کونکي په حیث ډیری پروسسشوي خواړو کې کارول کیږي چې د خوړو بد بوۍ کیدو مخه نیسي. دا باید په معلومه اندازه وکارول شي د ډیر کارول یې د سرطان لاملکیږي.

ټیټانیوم ډای اکسایډ (Titanium Dioxide): یو عام خواړه دي چې د محصولاتو د سپين کولو لپاره کارول کیږي. په ډیره پيمانه کارولیې د عصبي ناروغېو لامل کیږي.

اسپارټیم (Aspartame): یو مصنوعي خوږوونکی دی چې معمولاً د شوګر نه پاک خواړو کې موندل کیږي. په زیاته پيمانه کارول یې دسر درد لامل کیږي.

۴د ژاولې تاریخچه:

لومړنۍ څیړنې ښایي چې د ژاولي ژول د ډبرې زمانې څخه پيل دي

ـ ژاولې ژول لومړي ځل ۹۰۰۰ کاله مخکې د غاښ درد لپاره پيل شول

د ۱۸۴۸ میلادي کال په وروستیو کې ، جان کورټیس د لومړي تجارتي سپروس ونې څخه رابړ جوړ کړ چې په ژاوله کې وکارول شو

په ۱۸۵۰ میلادي کال لومړي ځل لپاره د تجارتي ژاولو لومړۍ فابریکه جوړه شوه

په ۱۸۶۹ میلادي کال انټونیو لوپیز لومړۍ ژاوله ډیزاین کړه

په ۱۸۷۰ میلادي کال ادم او سون د (Sour orange) خونده ژاوله جوړه کړهم

په ۱۸۷۱ میلادي کال ټوماس ادم د رابړ د جوړولو لومړی ماشین جوړ کړ

۱۸۸۸ میلادي کال ټوماس ادم د ټوټي فروټي ژاوله جوړه کړه

په ۱۸۹۱ میلادي کال د ژاولو نړیوال نندارتون جوړ شو

ـ په ۱۹۱۴ میلادي کال ویلیم ویرګیلي او هینري فلیر د نعنا ژاوله جوړه کړه

۵د ژاولې ژولو ګټې:

د ژاولو نورمال ژول ډیرې ګټې لري

ـ حافظه قوي کوي

ـ د خوب په وخت کې د غوږ چرک پاکوي

ـ د غاښ درد لرې کوي

ـ د ژور خفګان مخنیوی کوي

ـ د زړه بدوالي مخنیوی کوي

ـ د خولې بد بوۍ ختموي

ـ د وزن کموالي کې مهم رول لري

ـ د کار په وخت کې د خوب تښتلو کې په کاریږي

ـ مخ ښایسته کوي

۶د ژاولې ژولو زیانونه:

د ژاولو ډیر ژول ځېنې زیانونه هم لري

د وریو ستړي کیدل

په ژامو کې خارښ پيدا کیدل

د اسهال پيدا کیدل

د ژامو درد

که چیرته د شوګر څخه بغیر ژاولې ډیرې وکارو نو د معدې مشکلات پيدا کیږي.

۷د ژاولې ډولونه:

په نړۍ کې ۸۸۰ خوندونو او ۹۰۰۰ نومونو ژاولې پيدا کيږي چې ۲۸ یې نړیوال ریکارډ لري. يو څو نومونه یې د نومونې په توګه لیکو.

کیس (Kiss)

ببل (Bubble)

فریش اپ (Fresh up)

بازوکا (Bazooka)

جوسي فروټ (Juicy Fruit)

هوبا بوبا (Hubba Bubba)

اوربیټ (Orbit)

ټریډینټ وایټ (Trident White )

ـ ویرګیلي سپایرمینټ (Wrigley’s Spearmint)

۸د ژاولي پړسول:

د ژاولې پړسول او ټک ترې ویستل یو غیري ادبي عمل دی خو د دماغو د ارمتیا لپاره یو غوره کار دی.

۹د ژاولې تیرول:

که څه هم ژاوله ددې لپاره ډیزاین شوې چې وژول شي، نو که تیره شي عموماً زیان نلري. فولکلوري وړاندوینه کوي وایي که چیرته ژاولهتیره شي د اوو کالو لپاره په معده کې پاتې کیږي ترڅو چې هضمه شي. ژاوله رو رو هضمیږي خو ماشومانو کې د اسهال سبب کیږي.

Scroll to Top