بریالی ژوند هغه ژوند دی چې انسان پکې خپلو هیلو او اهدافو ته ورسیږي، د خلکو د د درناوي او احترام وړ وګرځي او بالاخره انسانپکې د خوشحالۍ احساس کړي.
لس هغه ټکپ چې په بریالیتوب کې لاس لري په لاندې ډول دي:
۱ ژوند مو د یو خاص نظم/ډیسپلین په اساس مخته وېسئ.
د هر کار لپاره منظم تقسیم اوقات جوړ کړئ او خپلو موخو ته په یو خاص نظم ورسیږئ، ځکه موخو ته رسېدل بېله ډیسپلینه ناممکن دی.
۲ د ناکامۍ څخه مه ویریږئ:
څوک چې د ماتي څخه بیریږي هغه هیڅکله هڅه نه کوي او که چیري څوک هڅه ونه کړي، هیڅکله به بریالی نه سي.
ټول مشهور او بریالي کسان د ډیرو ناکامیو سره مخ سوي دي، مایوسه سوي نه دي او بیا بیا یې هڅه کړېده، او بالاخره د بریالیتوبلوړیو پوړیو ته رسیدلي دي.
۳ خپلې موخې/اهداف لیست او یاداښت کړئ:
د اهدافو لیکل او یاداښت کول موږ ته د هدف د ترلاسه کولو لپاره تلوسه او انرژي راکوي.
خپل اهداف د اولیت له مخي لیست کړئ او بیا ورته د رسېدو لپاره وختونه وټاکئ.خپل اهداف مو د ترلاسه کیدو د وخت له نظره په لنډمهاله،منځني او اوږدمهاله کټګوریو وویشئ مثلاً:
–غواړم چي اته ساعته مطالعه وکړم(ورځي).
–غواړم چي د ټولګۍ اول نمره شم(میاشتي).
–غواړم چي د زړه متخصص ډاکټر شم(کلونه).
۴ د منفي فکره اشخاصو سره ملګرتیا وشکوئ:
که غواړی چي بریالی شی نو د بریالیو او هدف لرونکو کسانو سره ملګرتیا وکړئ، ځکه متل دی چي هر څوک د ملګري په مذهب وي که موملګری بریالی وي تاسو ته هم د بریالي کیدو انګیزه درکوي.
منفي فکره ملګري تاسي د بریالیتوب څخه راګرځوي، منفیات در پیچکاري کوي، کمزوري او د ځان په شان کوي مو.
۵ خپل صحت ته پاملرنه وکړئ:
که د انسان وجود د انسان سره ملګرتیا ونه کړي نو انسان ته د ژوند چارې تر سره کول او د یو هدف تعقیبول سخت او بد خونده کیږي. کهصحت مو سم نه وي نه سمه پریکړه، نه سم فکر او نه هم سم عمل کولای سی
نو خپل صحت ته پاملرنه وکړئ، مناسب غذایي رژیم ولرئ او منظم ورزش وکړئ.
۶ مسؤلیت منونکي واوسئ:
بریالی اشخاص تل مسؤلیت منلو ته چمتو وي.
مسؤلیت منل تاسو ته اداره کول، کنټرول او د خپل طرزالعمل له مخي د یو کار سرته رسول در ښیی.
۷ د کمزورۍ ټکي مو د پیاوړتیا په ټکو بدل کړئ:
بریالي کسان خپل پر کمزورو نقاطو باندي تمرکز کوي او هغه خپل د قوت په ټکو بدلوي. کمزوري ټکي مو نور هم کمزوري کوي او یومنفي احساس درکوي چي مخه نیول یې د بریالي شخص لپاره حتمي دي.
۸ زړورتیا او جرعت پیداکړئ:
زړورتیا او جرعت درلودل تاسي ته د هغو چارو تر سره کول اسانوي چي نور یې نسي تر سره کولای، زړورتیا او جرعت لرل ستاسووړتیاوي ته حقیقي معنی وربخښي، ځکه نو د زړورتیا او جرعت پرته وړتیا هیڅ نه ده او که وړتیا نه وي بیا نو کرکټر ناکامه دی.
۹ د وخت پابنده واوسئ:
که غواړی چي بریالي سی نو د هري لحظې قدر وکړئ، هرڅه د مهال ویش سره سم ترسره کړئ، ځکه د یو منظم مهال ویش درلودل دوخت د ضیاع مخه نیولای سي. په یوه وخت کې ډیری چاري ترسره کول اغیزمنتیا راکموي او تمرکز خرابوي.
۱۰ په سختو حالاتو کې هیڅکله مه تسلیمیږئ:
د بریالیتوبونو لارې د سختیو او مشکلاتو څخه خالي ندې، پدې لارې کې ناکامۍ، مایوسۍاو د نورو لخوا څخه ردیدل او صرف نظر کولشته مګر بریالی شخص هغه څوک دی چې د مقاومت لاره ونیسي او هیڅکله تسلیم نسي.