پر افرادو او ټولنې د اخلاقو او جنګ اغېزې / رشيد احمد حقپال

اخلاق د (خلق) څخه اخیستل شوې چې عادت او طبیعت ته ویل کېږي.

اخلاق په اصطلاح کې په نفس کې له هغه ځای پر ځای شویو صفتونو یا خویونو څخه عبارت دي چې انسان د هغه په واسطه ښه له بدو اووړ له ناوړو څخه توپيروي.

که انسان د ښو اخلاقو څښتن وي، هغه ښه، د منلو وړ او ښایسته کارونه سرته رسوي؛ لکه: رښتیا، نیکي، له یو بل سره مرسته، زړهسوی، امانتداري او نور. خو که خدای مکړه څوک د بدو او ناوړو اخلاقو څښتن وي، له هغه څخه ناوړه او ناخوښه کارونه سرته رسیږي؛لکه: دروغ ويل، ښکنځلې، غلا، خیانت، ظلم، بې انصافي او دېته ورته نور بد اعمال او افعال.

ژوند د پېښو مجموعه ده او پدې ټولګه کې د انسان اړيکې له انسانانو او چاپېريال سره وي. په همدې اساس ويلی شو چې انسان يوټولنيز موجود دی چې نه یوازې ژوند کولی شي او نه د ژوند له ستونزو سره مقابله کولی شي.

ټول انسانان یو ډول نه وي او هر یو له بل سره توپیرونه او ظاهري او باطني جلا والی لري خو له دې سربېره انسانان یو ځای او ټولنیزژوند کوي.

کله چې يو انسان څومره ټولنيزوالي ته مایل کېږي په هماغه اندازه يې د ټولنې او د ټولنې له افرادو سره اړيکې ژورېږي او عاطفوي سلوکيې غښتلی کېږي. کله چې يو انسان وغواړي په ټولنه کې منلی او ټولنيز شخصیت شي په دې ځای کې له دې شخص څخه د ښو اخلاقوغوښتنه ډېرېږي.

اخلاق یوه داسې معنوي شتمني ده چې يوازې شخص پورې نه شي ځانګړي کېدلی بلکې ټولنيز شکل او صورت لري. نو له همدې املهويلی شو چې اخلاق د شخص او ټولنې تر منځ نهايي اړين او خورا ضروري تعامل دی.‌

لکه څرنګه چې اخلاق د وګړو لخوا رامنځته کېږي او د اخلاقو سابقه يوازې په يوه مذهب، دين او کلتور پورې تړلې مسئله او پديده نه دهبلکې د نړۍ په ټولو مذاهبو، کلتورونو او دينونو کې د اخلاقو په اړه بحثونه شته. ټولو ښه اخلاق غوره بللي او اخلاقي انسان ته يې په ټولنهکې لوړ مقام ورکړی دی.

د اسلام مبارک دين د اخلاقو په اړه نصوص لري او په جنت کې به لوړ مقام او عالي درجه د هغو خلکو وي چې د ښه او غوره اخلاقوڅښتنان وي.

له همدې امله رسول الله فرمايلي: أنما بعثت لِاُتَمِّمَ مَکارم الاخلاق

(رواه البخاري په الأدب المفرد)( 273 ) الألباني په «السلسلة الصحيحة»1 / 75 )

ژباړه: زه فقط د ښو اخلاقو د بشپړتيا په مقصد بشريت ته را لېږل شوی یم.

رسول الله د خپل رسالت مقصد او موخه همدغه ښه اخلاق او نېک خویونه بللي دي.

د پورته وینا پر بنسټ د الله جل جلاله پېغمبر د خپل بعثت او رسالت اصلي هدف د ښو اخلاقو بشپړول ګڼلي دي. له دې امله اخلاق داسلام د سپیڅلي دین اساسي رکن ګڼل کیږي.

قراني ارشاد دی:

﴿ فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَىاللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ﴾ آل عمران( ۱۵۹)

ژباړه: د الله جل جلاله په رحمت او عنايت ته د هغوی سره نرم چلند کوه او که ته سخت زړی او بد خلقه وى، نو دا خلک به ستا څخه لرې اوجلا شوي وى. ته دوى ته بښنه وكړه، بښنه ورته وغواړه او په كارونو كې مشوره ورسره وكړه او کله چې د يو کار أذن او اراده وكړې بيا پرالله جل جلاله توكل وكړه، يقينا چې الله تعالى توكل كوونكي خوښوي.

دا چې د اخلاقو او نرمښت رول او ارزښت په شرعي او ټولنيز ډول تر دې اندازې لوړ دی، نو اخلاقي افراد په ټولنه، کور، کلي او ښار کېد اغېزمن او مهم شخصيت لرونکي خلک پېژندل کېږي.

دا ضرور نه ده چې اخلاقي انسان به حتماً د ټولنې د‌ کاميابو کسانو په قطار کې وي ځکه چې اخلاق او کامیابي دواړه جلا جلا دي. یوکامیاب انسان بد اخلاقه هم کیدای شي.

هغه کارونه چې د يوې ټولنې د خلکو له کلتور او مذهب سره شريکه پوله ولري د خلکو لخوا يې ملاتړ کېږي او په هغو کارونو کې چې دټولنې د مشرانو او نورو عامو وګړو اتفاق موجود وي حتما بريالي کېږي. دا خبره په ډاډ سره کولی شو چې اخلاقي انسانان همېشهبريالي نه بلکې د تل لپاره اغېزمن او مهم شخصيتونه وي. که غواړئ تر ټولو د مخه غوره انسان بيا غوره مومن او د اغېزمن شخصيتدرلودونکي شئ، نو غوره اخلاق او نېک اوصاف په ځان کې تقويه کړئ!

د يوې ټولنې د افرادو اخلاق ولې خرابېږي؟!

هغه ټولنه چې په هغې کې جنګ جګړې او منفي فکر وده وکړي هلته اخلاق ورځ تر بلې کمزوري کېږي او ټولنه د اخلاقي زوال په لورروانېږي.

د چین لرغونی فیلسوف منسیوس چې له کنفسیوسه یوه پېړۍ وروسته زېږدلی دی وایي: جنګ د سالمې ټولنې د جوړښت مانع ګرځي. یادفیلسوف د وګړو او ټولنو د جنګ مخالف و او ویل به یې چې جګړې د فضلیت، اخلاقو، تقوا او عدالت ضد عملونه دي.

زموږ په ټولنه کې د جنګ منفي تاثيرات يوازې دا نه چې خلک يې منفي ګرايۍ لوري ته سوق کړي بلکې ځينې ډېرې نورې پديدې چې دجنګ زېږنده ده لکه د ماشومانو او ښځو سره تاوتریخوالی، د کورنیو او افرادو ترمنځ بې باوري، د جنایي جرمونو ډيرښت، بدبیني، پهنيشه يي توکو روږدي کېدل او په ټولیز ډول جګړې زمونږ پر ټول اخلاقي سازمان ژور منفي اغېز کړی دی. د افغانې ټولنې په اخلاقو دې دجګړو ګوزارونه بايد هيڅکله له پامه و نه غورځول شي.

زموږ مشرانو او په ټوله کې د هيواد هر عاقل او بالغ وګړي ته په کار ده چې د اخلاقي ځواک په پياوړتيا کې خپل مسؤليت ادا او هغهکړنې چې پورته ذکر شوې د نابودۍ لپاره يې کار وکړي او ريښي يې له بېخه وباسي.‌

هغه چارې چې ښه اخلاق څرګندوي بايد له پامه و نه غورځول شي. په ځان، کورنۍ او ټولنه کې يې د ريښو د غښتلي کېدو لپاره بايد کاراو هلې ځلې وکړل شي.

Scroll to Top