انتقادي فکر (Critical Thinking)او ګټې یې / حکمت الله “همت”

انتقادي فکر د ذهن یوه ځانګړې وړتیا ده، دغه فکر ستاسې خلاقیت او تجسس ته وده ورکوي. همدارنګه، د انتقادي فکر په وسیله تاسېکولای شئ ستونزې په سیسټماټیک ډول حل کړی.

د ځوانانو او په ټوله کې د انسانانو په بریالیتوب کې بېلابېل لاملونه او مهارتونه نغښتي دي، چې له دې مهارتونو څخه یو هم د انتقادي(تحلیلي) فکر کولو (Critical Thinking) مهارت دی.

د انتقادي (تحلیلي) فکر کولو مهارت په ورځني ژوند کې کارول کېدی شي. د بېلګې په توګه، کله چې تاسې په ټولنیز او تحصیلي ژوند کېمهمې پرېکړې کړئ، د پېر او پلور معاملې تر سره کوئ او یا هم د هغه څه په اړه چې د خبرونو او ټولنیزو رسنیو څخه اورئ، باید پورهدقت او پاملرنه وکړئ.

انتقادي فکر انسان ته اجازه ورکوي تر څو معلومات په منطقي ډول و ارزوي او په عقلاني توګه پرېکړه وکړي، دغه فکر ددې سبب کیږي ترڅو د هرڅه په اړه مخکې له دې چې په حقیقت پوه شئ له اورېدلو او باور کولو ډډه وکړئ

د ننۍ پرمختللې نړۍ د پرمختګ یو مهم سبب د انتقادي فکر کولو مهارت دی، نوموړې داسې وړتیا ده، چې د انسان د ذهن معلومات پهمعقول ډول تحلیل او په هکله یې پرېکړه او پایلې وړاندې کوي، دغه فکر له تاسې سره مرسته کوي تر څو خپل پوهاوي ته وده ورکړئ، خپلنظریات او دلیلونه لاپیاوړي کړی.

دې یادونې وړ ده چې د انتقادي فکر او منفي استعدلال ترمنځ ډېر لوی تفاوت شتون لري، زمونږ په ټولنه کې ډیری خلک د انتقادي اومنفي اند ترمنځ فرق نشي کولای، دا ستونزه ددې سبب شوې چې په ټولنیزو اړیکو او پرمختګ کې د ستونزو او خنډونو سره مخامخ شو.

کله به د داسې وګړو سره مخ شوي یاست، چې په ژوند کې د هرې چارې په ارزونه کې؛ مخکې له دې چې په حقیقت پوه شي پخپل انديپرېکړه او غندنه پیل کوي او هر څه له خپله انده پخپله منفي هېنداره کې څیړي، دا ډول وګړي د انتقادي او منفي فکر ترمنځ فرق نشيکولای، دوی په دې اند دي چې د یو څه په اړه خپل اندي پرېکړه کول د دوی د پوهاوي او ځیرکتیا د لوړوالي په معنی دي.

په تحصیلي بنسټونو کې انتقادي فکر (Critical Thinking) یو نورم، پوښتنه کول یوه اړتیا ده او په ګڼو پوهنتونونو کې د نظریو په اړهپوښتننه کول، د هغو ننګول لومړی ګام او خپله د پوښتنو په باب پوښتنه کول دویم ګام دی.له همدې امله، پوهنتونونه په محدودیت نلرلو(Open ended) کې ځانګړی شهرت لري او استادان کوښښ کوي چې د موضوعاتو د ښې تشرېح لپاره محتاط مخته لاړ شي؛ اما پهکار ځایونو، ادارو او شرکتونو کې موږ معمولاً دا ښه بولو چې ځانته ځانګړی ضرب‌الاجل (ډېډلاین) وټاکو، چارې په خپل وخت سرتهورسوو او په اجراأتو باندې زیات تمرکز ولرو، زمونږ اندېښنه دا وي چې که د کومې نظریې په اړه ډېر سوچ وکړو، نو ښايي په کارونو کېځنډ راشي او پرمختګ ونه‌شو کولای.

نه داسې نه ده! د ښو او اغېزمنو پایلو لپاره، تاسې پورتنۍ دواړه کړنې(انتقادي فکر او ډېډلاین) سره یو ځای کړئ، ترڅو هم انتقادي فکرولری او هم ښې په خپل ټاکلي وخت پایلې ترلاسه کړی شئ.

هڅه وکړئ مخکې له دې چې یو کار پیل کړی، د هرې موضوع په اړه ښې ډېرې پوښتنې وکړئ، خو پوښتنې باید ستاسې د کار او کړنود پرمختګ خنډ ونه ګرځي، پوښتنې باید تاسې یوې واضح او مدللې/ منطقي پایلې ته ورسوي.

له بده مرغه زموږ په ښوونیز او روزنیز نظام کې د انتقادي فکر کولو مهارت او ودې ته تر ډېره بریده ځای ندی ورکړل شوی.

د انتقادي (تحلیلي) فکر کولو ارزښت او څو ګټې:

۱په دې کار سره خپل خلاقیت او تجسس ته وده ورکولای شی.

۲په تمرین او ددې مهارت زده کولو سره د ستونزو حل کولو وړتیا پیاوړې کوی.

۳په اسانۍ سره د نظرونو تر منځ منطقي اړیکې درک کولای شی.

۴د استدلالونو پېژندلو، جوړولو او ارزولو لپاره غوره لاره ده.

۵په استدلال کې ګډوډي او عامې غلطۍ کشف کولای شی.

۶ستونزې په ډېر سیسټماټیک ډول حل کوی او داسې نور مهم ټکي پکې نغښتي چې په ورځني ژوند کې ستاسې د پرمختګ او پیاوړتیاسبب ګرځي.

Scroll to Top