له ځانه مه تښتئ/ شبانه دوران

څومره چې هڅه وکړو له ځانه وتښتو هومره خپل ځان رټو، د ځان رټلو او له ځانه تېښته کې یوه اړیکه شته.

په موږ ټولو کې داسې ډېرخاصیتونه شته چې موږ  یې په ځان کې نه غواړو، ځکه داسې موږ فکر کوو چې خپل منفي یا ضعف ټکي منل ډېر ستونزمن کار دی او تلیې باید پر وړاندې مقاومت وشي.

موږ تل په تېښته یوو چې خپلې دا نیمګړتیاوې ونه ګورو، خو څومره چې له ځانه ډېر لرې کېږو، هومره به ډېر ځان رټو.

موږ ټول له داسې وضعیت سره مخ  شوي یوو چې کله د خپل تېر وخت په اړه فکر کوو یا یې را یادوو خپلې ځینې داسې خبرې یا کړنېلرو چې  د هغو له وجې ځان ته غوسه کېږو او ځان رټو چې داسې کار مو ولې کړی؟ یا مو داسې یوه خبره ولې کړې، بیا موږ ځان رټو اوان کله کله له ځانه کرکه هم کوو.

همدا د ولې کلمه په خپله رټل دي، په همدې طریقه موږ د خپل باطن انسان رټو او ورته غوسه کېږو. همدا رټل د دې سبب کېږي چې موږورو ورو د خپل ځان له درک کولو لرې شوو او دا لرې والی د ځان له پیژندو نه تېښته ده.

مثلا: یوه پلار که خپل ماشوم تل په دې خاطر وهي چې ولې یې دا کار دې خراب کړی؟

ولې سبق نه وایې او نمرې دې کمې دي؟

راځئ دا فکر وکړو چې پلار غواړي د خپل بچي ښه روزنه وکړي، خو ایا دا کومه لاره چې پلار غوره کړې، خپل ماشوم ترې نه لرې کوي؟

ایا په دې رټلو به ماشوم داسې احساس وکړي چې پلار ته ګران دی؟

نه یې کوي! نو همداسې که موږ ځان رټوو او ځان ملامته کوو، له ځان تښتو، له ځانه لرې کېږو او بالاخره د بې پروایۍ داسې یو وضعیتته ځو چې نه خپل حالت درک کوو او نه د بل حالت درک کوو، نه راته خپلې خوښې مهمې وي او نه راته د بل انسان ژوند مهم وي.

ځان مه رټئ، ځان ومنئ او په مینه او مهربانۍ یې د اصلاح کوشش وکړئ.

زموږ دننه انسان باید تجربې سره را ستر شي، ولوېږي، راپورته شي، غلطې پرېکړې وکړي او ناکام شي.

باطني انسان باید دا زده کړي چې لکه یو‌ غوسه‌ناک پلار اووسي یا لکه هغه پلار چې د خپل ماشوم ضعفونه په نښه کړي او صبر کوي چې تجربې یې بچی پوخ کړي.

له ځان نه مه لرې کېږئ، هر انسان ولو که څومره هم د ضعفونو ټکي ولري بیا هم یو مینه‌ناک انسان وي.

په تېر وخت غوسې مه کوئ، صبرکوئ، تجربې مو په سم وخت او په سم کار کې مرستې ته درځي.

Scroll to Top