مسلکي سوالګره کورنۍ / عمر شیرزاد

سدید الدین محمد عوفي په خپل تالیف جامع الحکایات کي لیکلي دي چي:                                           .

د نشاپور په ښار کي یو سوداګر له څو نورو دوستانو سره په یو دوکان کي ناست وو او د هري خوا څخه یې خبري کولې چي په دې ترڅکي یو زیاته ښکلي پیغله چي څیري کالي یې په ځان وه، د خلګو څخه د مرستي لپاره سوال کاوه ښکاره سوه، وایې چي که د بدن یو خوابه یې پټه کړه بله خوا به لوڅه سوه. د هغي پر بیوزلۍ او غریبۍ باندي به خلګو زړه سوی کاوه، دې به په عین زمان کي دا هم ویل چي داپه یوه درنې اما بدبخته کورنۍ پوري تړاو لري. د هغي د بدن د ځینو لوڅ ځایو د لیدلو له اثره به و بعضو لیدونکو ته د هغي د میني اوعشق لمبه په زړه کي پیداسوه.

محمد عوفي (رح) قصه کوي چي د دوکان ځیني خلګو هغي ته څه پیسې او خیرات ورکړ. اما د هغو کسانو له جملې یوه نفر و دې ته وویلچيای پیغلي!                                                 .

دا ښکلا او ښایست چي ته لرې، ولي میړه نه کوې؟ چي د دې خوارئ څخه خلاصه سې او هغه دي مسؤل وي. هغي ورته وویل چيایباداره!                                                     .

څوک مسکینان غواړي؟ او څوک یې د یو ځایـوالي طمع کوي؟                                                                          .

سوداګر وویل دا دی زه حاضر یم چي تا په نکاح کړم او خپله هستي تر تاجار کړم، هغي ورته وویل چي:

دا زما لپاره د ویاړ خبره ده او زه ستا څخه مننه کوم مګر زه په کور کي مشر او واکدار لرم که هغه اجازه وکړي زما نکاح به ستا سره وتړلسي، سوداګر ورته وویل چي:                                                             .

ستا مشر او واکدار چیري دی؟ ما ور وښیه چي ستا مرکه وکړم هغې ورته وویل چي په ما پسې راځه چي پلار در وښیم

په ماپسې راځه چي پلار دروښیم.                                                .

دا دمخه سوه سوداګر پسې روان سو ترڅو چي د بازار څخه یوې کوڅي ته ورسیدل، پیغله په یو سرای ننوتله او سوداګر دباندي په یوېدوکانچې کیناستی، د لږ انتظار وروسته یو نفر راغی او سوداګر یې له ځانه سره د یو عالیشانه کور و مهمانخانې ته بوتی، په هغه کوټېکي ښکلي او قیمتي فرشونه هوار وه او یو نوراني سپین ږیري د سوداګر له شانه سره سم یې د هغه میلمه پالنه وکړه، یو ګړی وروسته یېهغه ته خوندور خوراکونه او شربت راوړه، بیایې د شرابو ست ورته وکړ، دوی په ګډه شراب سره وڅیښل، سوداګر په تعجب سره د انجلۍله پلاره پوښتنه وکړه چي، ستا ښکلي لور مي په څیرو کالو کي په هغه حالت کي چي په بازار کي یې خواستونه او فقر کوی ولیدل، اوسستاسي دا خوراکونه او ثروت، مال او شربتونه وینم حیرانیږم.                                                 .

سپین ږیري فقیر ورته وویل چي:                                    .

زه یو فقر کوونکی خواستګر یم، زما، زما د میرمني او لور ترمنځ دا تړون دی چي دوی به د ورځي لږ تر لږ یو دینار چي تقریباً ( ۱۵) درهمه کیږي د همدې فقر له لاري پیداکوي.                                    .

او زه به په همدې لاره شتمني او عایدات حاصلوم دا زموږ مسلک دی. او د همدې لاري او عاید څخه دا ډول ژوند کوو. تا زما د لور عایداتولیدل، زه غواړم چي سبا و مسجد ته راسې زما او زما د ماینې عایدات هم ووینې. روایت دی چي د هغو په کور کي سوداګر په ډیر عزتاو حرمت شپه تیره کړه، سهار دواړه د بازار یو مسجد ته ولاړل، سپین ږیری د لمانځه وروسته ودریدی او خلګو ته یې په خطاب کي وویلچي: که څه هم څه هم زه اړ او فقیر سړی یم، مګر خدای (ج) روزي رسان دی کله چي سهار مسجد ته راتلم پښه مي د یوې کڅوړي څخهوموښتل، هغه مي راپورته کړه لیکن خوله یې تړلې ده، ما نه ده خلاصه کړې، مهرباني وکړئ او کڅوړه خلاصه کړئ، وګورئ چي پهکڅوړه کي څه شي سته؟ او ودې خلګو ته یې ور ښکاره کړئ که یې څښتن پیداسو هغه ته یې ورکړئ، کله چي خلګو کڅوړه خلاصه کړه،په هغه کي د سرزو او جواهراتو ګيڼې موجودي وې چي قیمت یې تر دووسوو دینارو اوښتی خلګو د سپین ږیري د حق شناسۍ اوامانتدارۍ قدر وکړ.                                                     .

ده ورته وویل چي ماته دومره څه په خیرات کي راکړئ چي زما او زما د کورنۍ د یوې میاشتي خرڅ په اوسي. د مسجد خلګو هر چا دخپل قدرت په اندازه و هغه ته د لسو دینارو خیراتونه راټول کړل چي په هغه زمانه دیوې متوسطي کورنۍ د یوې نیمي میاشتي د خرڅکفایت یې کاوه.                                            .            

په همدې وخت کي چي د مسجد څخه وتل که ګوري یوه ښځه ولاړه ده، نارې او غلبلې وهي او ژاړي. خلګو ورته وویل چي څه پېښه سوېده؟ هغي وویل چي.

زموږ د کور سره نږدې د یو غریب سړی واده وو، زما څخه یې هیله وکړه چي د ځینو خیرخواهانو او معتبرو کسانو څخه د امانت په ډولڅه ګېڼې د هغه لپاره وغواړم، کله چي واده خلاص سي هغه به بیرته و هغو ته اعاده کړل سي. ما دا کار وکړ، کله چي نن سهار ميغوښتل چي څښتنانو ته یې ګيڼې ورسوم د مسجد دباندي په دغه برخه کي زما څخه کڅوړه ولوېده او ورکه سوه. هرڅه چي وپلټل نهپیداکیږي، او بده لا داچي هیڅوک زما خبره نه مني او په نتیجه کي به زه د هغو خلګو د ګېڼو په تاوان کي مړه سم. خلګو ورته وویل چي دګيڼو نښانۍ بیان کړه.

ځکه چي دا کڅوړه د یوه دیانتداره سړي په لاس کي لوېدلې ده. ښځي د ګيڼو نښاني ورته بیان کړې، ګېڼې حاصلي کړې وروسته یې دخلګو څخه هیله وکړه چي نه غواړم له دې وروسته د ناویانو د سینګارولو وظیفه اجرا کړم، د خدای (ج) لپاره دومره خیرات راکړئ چي پنبهرانیسم، وریشم او خرڅ یې کړم او د خپل عیال ژوند په وکړم. خلګو چي د دې ښځي ژړاوي، زارۍ او توبي ولیدې هرچا ترخپله وسه یوڅه پیسې په خیرات کي ورکړې.

دا ښځه د هغه سپین ږیري سړي میرمن وه او دا ټول کارونه د مشخص پلان له مخي په عمل راغلي وه وروسته سپین ږیری، سوداګر اومیرمن یې بیرته کورته راغلل سپین و سوداګر ته وویل چي:

تا زموږ کاروبار او مسلک ولیدی، که اوس ته زموږ له لور سره نکاح کول غواړې باید زموږ سره په مسلک کي شریک سې، سوداګر ورتهوویل چي:

زه بډای سړی یم د ښار نامتو شخصیتونه او خلګ ما پیژني، څنګه کېدای سي چي خپل کار پریږدم او هرچاته د فقر لاس اوږد کړم؟. شیخ سپین (شیخ عباس) و سوداګر ته وویل چي :

څو ورځي په کور کي کښېنه، دوستان، اشنایان او نور خلګ چي تاته راځي پرله پسې ورته وایه چي په دې وختو کي ماته زیات تاوانونهرسېدلي دي، زما ثروتونه ټول له منځه تللي دي، زه هیڅ شی نلرم چي حتی خپل د کور روزمره خرڅ پوره کړم.

سدید الدین محمد عوفي (رح) وایې چي سوداګر همدا کار وکړ څو ورځي له کور څخه نه وتی، دوستان او ملګري به یې ولیدو ته راتلل دهبه چاته ږغ نه کاوه یوه ورځ یې د شیخ عباس د توصیې پراساس خپل یو ډیر نږدې ملګري ته وویل چي: چاته وایه مه ماته بده راپیښهسوې ده افلاس مي کړی دی او شتمني مي ټوله برباد سوېده، د یاد ملګري پر ده ډیر زړه وسوځېده د هغه او خپل ملګرو ته یې دا رازڅرګند کړ، هغو هر یوه د خپل قدرت سره برابر دینارونه ٬٬ سرزرو سکې،، و هغه ته د مرستي په ډول ورکړې، شیخ عباس په همدغهفرصت کي نوموړي سوداګر ته راغی او ورته وویل اوس به خپله لور په دې شرط تاته په نکاح درکوم چي بیا به داسي چم نکوې او توبهباسې ( بیابه ځان مفلس نه ښکاره کوې او نه به د خلګو ترحم او زړه سوی د خپل افلاس په باره کي جلبوې.)

سوداګر ورته وویل چي ما به هر کال په ډیر زیار او کوښښ د ربړونو او سفرونو په ګاللو سره یوڅه ثروت ترلاسه کاوه، اوس دا دی بي لهزحمته وماته دومره ثروت حاصل سو، زه به د دې کار څخه چي و سرمایې ته هم اړتیا نه لري توبه ونه کړم.

شیخ عباس چي په دې وپوهېدی چي سوداګر د زړه له کومي د فقر کولو مسلک خوښ کړی دی زیات خوښ سو او خپله لوریې ورته په نکاحکړه او په دې توګه د مسلکي سوالګرو په کورنۍ کي یو غړی زیات سو.

عبرت : کله چي په ټولنه کي عدالت له منځه لاړسي او انسانان د ترحم، حوصله رحمۍ او شفقت پرځای د لالچ، خودخواهۍ او بيانصافۍ لاره غوره کړي نو ټولنه د سموون او اصلاح پرځای د خرابۍ، بربادۍ او ګډوډۍ په لوري ځي په ټولنه کي فقر او بیوزلي په خیراتاو صدقې ورکولو نه بلکي په عدل او انصاف سره ختمیږي، که چیري د ټولني وګړي په خپل منځ کي په یو او بل رحم او شفقت وکړي اوحق و حقدار ته پریږدي نو ټولنه په خپل خوښ د نجات په لور قدم پورته کوي ولي که چیري د ټولني وګړي د پورتني کیسې په څیر بيانصاف وي نو هرڅه به برعکس روان وي چي ښه مثال یې زموږ د ټولني اوسنی حال او وضیعت دی.

Scroll to Top