د سټریس کمولو لپاره مهم ټکي/ جلا سلطان

لیکنه: جلا سلطان

Exhausted businesswoman having a headache in modern office. Mature creative woman working at office desk with spectacles on head feeling tired. Stressed casual business woman feeling eye pain while overworking on desktop computer.

اسټرس: داسې ناروغي ده چې انسانان حتا مرګ خولې ته غورځوي.که په بل تعبیر یې بیان کړ‎و؛اسټرس يعنی يو اجتماعي او رواني فشار ده؛ او دا ناروغۍ د اوس مهال سره اړيکه لري او اضطراب یا پریشاني د راتلونکي سره اړيکه لري نو کله چی یو څوڰ بد حال سرہ لاس او گریوان وي هغه اضطراب نه بلکې اسټرس ده.دې تر څنڰ چې سترس یوہ ناروغي دہ خو انسانان له ژوند،کار و بار څخه وزگارہ کوي او د دې دلیل چې نو ولې ډيري خلک پرمختګ نه کوې؟ھمدا یې دلیل دہ ځکه چې اسټرس لري،يا هم په ويره کې وي چې زه شايد هيڅ کله هم پرمختګ ونه کړم،همدا اسټرس په اوسنيو ځوانانو کی ډير شتون لري او همداسی چاپيريال هم د اسټرس په ناروغۍ کې ډيره ونډه لري ځکه چاپيريال په انسان باندې منفی اغيزه هم اچولې شې او مثبت هم نو که غواړی د اسټرس ناروغۍ څخه ځان وژغوری او په خپلو پښو ودریږ‎ی نو دغه مهم ټکې په نظر کې ونیسئ:

1- لومړ‎ې منفي اندونې ووژنئ او منظم مھال ویش جوړ‎ کړ‎ئ:کله چی سهار له خوبه پاڅيږو که چيرته د اسټرس سره مخامخ شو نو ټوله ورځ به مو خرابه تيريږي،نو هر وخت چی مونږ له خوبه پاڅيږو بايد يو ساعت مخکې له خپلو کارونو څخه پاڅيږو تر څو خپل ورځنيو کارونو ته او خپلې دندې ته په خپل وخت او په آرامه بې له اسټرس ورسيږو؛مګر بدبختانه بعضې خلک هيڅ کله هم نه غواړي چې په انتظار پاتې شي تل غواړي خلک منتظر پاتې کړي.

2-ھڅه وکړ‎ئ چې له دې دوہ کارونو څخه ځان وساتئ:

بې پروا اوسیدل: هر کله مو چې غاښونه کم درد کوی، که چيرته کار پرې ونه کړئ نو وروسته ستاسو کار دوچندہ ستونزمن کیږ‎ي.

دروغ ويل خپل ځان ته او نورو ته: خپل ځان ته او نورو ته دروغ مه وايئ ځکه چی دغه کار ستاسو او نورو ته ډير زيان رسوی.

دا هم ولولئ:   ډیپریشن یا ژور خفګان څه ته وایي؟/نګین کرګر

3-خپل کارونه او ھلې ځلې پہ پورہ غور او وقت سرہ سرتہ رسوئ.

4-په ګړۍ سره کار وکړې او خپل ځان چيک کړې چی وګورئ د زمان تيريدل احساس کوې او که نه او همدا سبب کیږې چی تاسو د وخت په ارزښت هم پوهيږې او کولې شې د هری ثانيه څخه خه ګټه واخلې.

5-د خدای له خوراکي نعمتونه څخه ښہ گټه پورته کړ‎ئ لکه اوبه،میوہ او سبزیجات او د پیپسی او ورته څیزونو څخه ډډہ وکړ‎ئ ځکه د حافظې د کمزوروالي سبب کیږ‎ي.

6-هميشه د هر څه دوهمه د حل لاره هم ځان سره ولرې نو هميشه د A کار سره يو ځاې بايد د B حل لاره هم ولري ځکه که چيرته A کار کې ناکام شوې نو بايد د B کار ته آماده وي او ځان سره ناهيلی نه وې ځکه که يو څه له لاسه ورکړې د بل کار امکان شته.

7-که چيرته خفګان يا هم کوم مشکل لرې لومړ‎ۍ ھمغه کار حل کړئ او بیا نورو کارو ته لاس وړاندې کړئ.

8-هميشه کوښښ وکړې چی له خپل ځان سره خبری وکړې,يعنی په ځان باندی تکیه وکړی؛ همدا خبری کول د دې سبب کیږ‎ي چې ته خپل ځان هم په ښه توګه وپيژنې.

9-مونږ بايد هره ورځ د تفريح لپاره وخت ولرو نه چی مونږ بايد د يو حيوان په څير يو کال منډې ووهو او بیا يوه مياشت تفريح ته ورکړو.

بعضې خلک دا وايې چې (۸۰ )کاله بايد ھلې ځلې وکړو او په ځان ډير فشارونه راولي وروسته له اتيا کالو څخه بیا راحته کيږو خو تر ھغې به ځواني،شوق او مستي خاورې وي او افسوس به پاتې وي؛ نو مهم دا چی په قرآن کريم کې هم راغلې چی انسان بايد په ځمکه کې وګرځی ترڅو د الله تعالی ډير نعمتونه وپيژني او د الله تعالی د ورکړل شوو نعمتونو شکر ادا کړي.

10- کوښښ وکړې هميشه يو داسې کار خوښ کړې چی په هغه کی ستاسو شور شوق او خوشحالۍ وي نه چی هميشه د خپل کار څخه ګيلمن او شکايت ونه کړ‎ئ؛نو هميشه هغه څه کوې چی دزړه حال مو ورسره ښه کيږې او ستاسو روحيه ته انرژې وربښي.

دا هم ولولئ:   ټولنيزو رسنيو کې د بازار موندنې ۱۰ قوانین/ محمد عزيز پردېس

11- هره ورځ خپل ښکلا او خپل ځان ته ډيره توجه کوئ ځکه چې ستاسو ظاهر ده چی ستاسو د شخصيت استازیتوب کوي. لکه؛ ستاسو کالې، ويښتان، بوټان او همداسې نور….

او خپل ظاهر ته توجو کول يعنې خپل شخصيت ته توجو کول دي.

12- د هغو کارونو تر منځ چی کوې يو وخت د راحت او استراحت لپاره وټاکئ،مونږ بايد د کار تر څنګ استراحت ته هم وخت ورکړو ځکه همدا استراحت کول نوی فکرونه منځ ته راولې او کولی شو په خپل کارونو کې ډير په راحته توګه مخته لاړشو.

13- هيڅ کله هم ځان لپاره منفی خبرې مه کوي. ځکه چی فکر کول حتا په “مات شوې هډوکو باندی هم تاثير لرې”چې دا دې ډاکټر جلیف وینا دہ؛که چيرته ته ووايې زه خوشحاله يم،زه مريض نه يم نو ټول وجود د سمد لاسه همدا د فکر په ويلو سره ښه کيږې؛نو منفی اندونه بايد ووژنو او ځان سره مثبت فکرونه ولرو او عملي يې کړو؛نو خپل ځان ته مه وايې چی خاورې مې په سر يا هم ته انسان کيږې نه….

14- که چيرته د تاسو څخه يوه اشتباه وشوه نو د هغې اشتباه امکان نه وه چی هغه جبران کړې نو زړه ورته مه خورې يا هم ځان لپاره بد رد مه وايې نو ځکه يو کار وه وشوو شايد بيرته د هغه کار جوړول ناشوني وی.

15- هر 20 يا 40 دقیقه چی هر کار کوې خپل ځان ته يوه وقفه ورکوې ځکه چې تر څو حافظه ته مو هغه څه مو چی کړي په پوره توګه ورورسيږي، نو بیا تاسو د غلط او سم کار تر منځ توپير هم کولې شې.او همدا هم سبب کیږې چی تاسو د اسټرس سره مخ نشی.

دا هم ولولئ:   د نوښت لار / فرید قربان

16- که چيرته د نور او غږ سره حساس يې نو د سترګو بند او غوږبند څخه ګټه واخلئ. د ګړۍ څخه د خوب لپاره کار واخلئ نه د راپاڅيدو لپاره ځکه تاسو بايد طبیعی له خوبه پاڅيږې نه مصنوعی.

17- په ژوند کې نظم او ترتيب ولرئ ځکه چی نظم او ترتيب ستاسو سره په روح او روان کې ډيره مرسته کوي نو کله چې په ژوند کې نظم او ترتيب نه وي نو د انسان په روح باندې ډيره بده اغيزه کوي.

18- هيڅ کله د بدو خبرو پوښتنه مه کوئ مثال پوښتنه مه کوې چی په فلانې مېلمستيا کې ما پسی چا څه ويل؛ ځکه همدا د ډيرو بدو خبرو اوریدل او یا ارزښت ورکول هم انسان ته اسټرس پيدا کوي.

19- ژوند دومره د ښو فکرونو، ښوخبرو، ښه رفتار څخه ډک کړه چی د بدو خبرو، بدو فکرونو بدو رفتارونو ته ځای پاتې نشي.

20- تېر, تېرشول راتلونکی نه دی راغلې نو خپل وخت فکر په نامعلومه لارہ مه ضایع کوہ او پريږده ځان لپاره اسټرس مه زياتوه.

21- که چيرته مهربانه نه يې نو نا مهربانه هم مه وسه.

22- ډير کوښښ د لومړې کيدو لپاره مه کوې کوښښ وکړې چی دوهم شې هغه دوهم موږک ووسئ چی د پنير پسې ځی ځکه اول موږک د موږک په تله کې ګير کيږی او تاسو به په ډير آسوده او آرامه توګه پنير مو وخورئ.

23- په ژوند کې باید تاسو مھربانه او خودگذرہ اووسہ؛ځکه همدا بښل يا هم بخشش کول خپله انسان ته يو روحی آرامښت ورکوي. او همداسې صرف يو څه کولې شی تاسو د جهنم څخه جنت ته بوځي هغه هم بښل يا هم بخشش ده نو هميشه بښنه وغواړئ او بښنه وکړې نو هميشه به کاميابه وی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.


*