د دریو چلندونو مختصره ارواپوهنیزه تشرېح / شرافت همت

۱_ پیاوړی چلند

د پیاوړي چلند لرونکي کسان اغېزناک عمل او عکس العمل لري او داسې چلند پر ځان د باور لرونکو کسانو ځانګړنه ده، چې د کمترۍ احساس پر ځای د یو پیاوړي موقف استازیتوب کوي. دا کسان اړتیا نه احساسوي چې څوک تر اغېز لاندې راولي او نه د نورو تر اغېز لاندې راځي او له استثنایي حالتونو پرته اکثره ځان په برید او دفاع مجبور نه ګڼي، بلکه خپلې موخې ورته مهمې وي او خپلې هرې لویې او کوچنۍ هڅې ته یې همدا محور ټاکلی وي. د دې چلند لرونکي خلک خپل احساسات په هر حالت کې کابو ساتلی شي، په بې مورده مسایلو کې ګټې یا بایلات ته اهمیت نه ورکوي، مګر هغه څه ورته مهم وي چې د دوی له کار او هدف سره په یو نه یو ډول رابطه لري. د نیوکې زغم لري او کولی شي د اړتیا پر وخت په ارامه سینه ځواب ورکړي او قناعت رامنځته کړي. کله له معمول زیاتې خبرې کوي او هڅه یې دا وي چې خپل پېغام د خبرو له لارې په کُلي او واضح توګه بیان کړي، کله په ډېرې خاموشۍ کې ډوب وي او غواړي خپل تمرکز یوازې په هغه څه راټول وساتي چې دوی ته لومړیتوب لري او همدارنګه په ځینې ځایونو کې رسمي چلند اختیاروي او د مجلس د معیار مطابق یوازې د اړتیا په اساس غږېږي. سنجیده تصمیمونه نیسي او په قاطعیت مشهور وي. په ټولنیز ژوند کې مخکښ وي، خو په یوازېتوب کې وخت تېرول یې هم د ژوند مهمه برخه وي. په ژوند کې تعادل ساتلی شي او له پرېکړو وړاندې تدبیر او پایلې یې سنجول د دوی د روزمره کار برخې وي. هم بریدکولی شي، هم دفاع او هم په عین وخت کې دا دواړه. دا خلک بریالي او اغېزناک خلک دي، لوړ شخصیتونه لري او ډېر پرمختګ کوي.

۲_ بریدکوونکی چلند

برید کوونکی عمل او عکس العمل له کمترۍ احساسه سرچینه اخلي او د کمزوري موقف استازیتوب کوي. داسې چلند مثبت اغیز نلري او ښودنه کوي چې ترسره کوونکی یې پر ځان بیخي کم باور لري او غواړي پدې سره د نورو پام له ځانه واړوي او خپلې کمزورۍ پټې وساتي. دا خلک تل په نورو نیوکې کوي، د اهدافو له اړخه په ټیټ حالت کې وي او خپله ټوله انرژي د خپل وجدان د ارامولو لپاره په منفي لارو مصرفوي، خو بیا هم پاتې راځي او هر وخت له ژور ذهني کشمکش سره مخ وي. ډېری وختونه ځان په وضاحتونو مجبور ګڼي، د هر کار لپاره بیلابیلې پلمې د دوی د ناسنجیدګۍ، نه قاطعیت او نه تصمیم له وجې وي. دوی هر وخت د یو معجزې په تمه وي، په ورځینې کار او هڅو ډېر باور نلري، څومره چې پرې لري، په هغه اندازه کار هم پرې نشي کولی. هر چا سره بحث او جنجال کوي، په هر څه کې کار لري او غواړي ځان پکې غوره ثابت کړي، خو ژر ناکام او نهیلي کیږي. احساساتي خاصیت لري، د ماتې پر وخت پر ځان د کنټرول نلرلو په دلیل حتا د ډېر نامناسب عکس العمل توقع ترې کېدلی شي. یو ځانګړنه د مشخصو موخو نلرلو په وجه یې دا ده چې نه پوهیږي کله ډېر وغږیږي، کله چوپ پاتې شي او کله کمې او د اړتیا مطابق خبرې وکړي، یعنې د خپلو خبرو او خاموشۍ په اغېز او استعمال نه پوهیږي او اکثره په بیځایه او بې مورد مسایلو کې بوخت پاتې کېږي.

دا خلک د شخصیت له اړخه روسته پاتېږي، که ژر متوجه نشي او په ځانونو کې بدلون را نه ولي، لازم پرمختګ نشي کولی او د نورو په پرمختګ او لاسته راوړنو د ځورېدلو او ځینو نورو دلایلو په اساس به هیڅکله رښتینی ذهني سکون هم ترلاسه نشي کړی.

۳_ دفاعي چلند

دفاعي عمل او عکس العمل هم د بریدکوونکي په څېر کمزوری چلند دی او ددې څرګندونه کوي چې ترسره کوونکی یې د خپلې کاري انرژۍ زیاته برخه په دفاع تېروي او دا جرآت نلري چې ځان ته لویې موخې وټاکي او په منظم شکل یې تعقیب کړي. دا خلک پر ځان کم باور لري، بریدکوونکی او پیاوړی چلند نشي اختیارولی او تل هڅه کوي چې د هغه څه دفاع وکړي چې دوی پورې اړه لري.

 غواړي د نورو له ضرره خوندي وي او د ټیټې سطحي ژوند وکړي. د ښه ذهن لرلو په وجه ډېره پوهه لري، خو د کم جرآت په دلیل ترې سمه ګټه نشي اخیستلی. زیارکښ خلک وي، کوچني اهداف لري، خو په لاسته راوړلو کې یې کافي کوشش کوي او اکثره کامیابیږي هم. ځینې وخت ترې د غېرمتوقع چلند تمه کېدای شي، کله ډېر زغم لري، خو کله ژر احساساتي کېږي. له ټولنیز پلوه کمزوري وي او غواړي ډېر وخت په یوازېتوب کې تېر کړي. بد خاصیت یې دا وي چې له نیوکې ډېر ویریږي، د نورو نیوکې او نظریات د دوی په اړه ورته تر هر څه ډېر اهمیت لري او هڅه کوي په هر حالت کې یې دفاع ته راودانګي. په لویو مجلسونو کې تر اغېز لاندې راتلل د دوی لپاره معمولي کیسه وي، اکثره ډډه ترې کوي، خو که برخه پکې واخلي، هم کوشش کوي چې د چا پام ورته راوانه وړي. کله ډېر دوستانه او کله له خلکو لیرې وي. د نورو له خولې یوازې هغه خبرې ورته د پام وړ وي چې د دوی په اړه وي. یوه کوچنۍ دنیا لري او ځان پکې ارام احساسوي. ارام خلک وي او له استثنایي حالتونو پرته ډېر نه غږیږي. دا خلک خپل کوچني اهداف ترلاسه کولی او پخپله محدوده دایره کې خوشاله ژوند تېرولی شي، خو که د واقعي بدلون اراده ولري او پر ځان کار وکړي، پیاوړي خلک ځنې جوړیدلی او ډېر پرمختګ کولی شي.

Scroll to Top