#د_ژوند_ونه
یو دوست مې څو ورځې پرلپسې د خفګان پوسټونه کول. پوښتنه مې یې وکړه، ویل یې خفه یم، حالت مې ښه نه دی، ذهن مې ناآرامه دی… .
په خبرو کې معلومه شوه چې د کار او درس فشار پرې ډېر و. ورته مې وویل په هر انسان چې ذهني فشار زیات شي، له دې حالت سره مخ کېږي، خو دا حالت تر فشار ختمېدو وروسته بېرته له منځه ځي.
بیا مې دا هم ورته وویل چې د خفګان په حالت کې د خفګان خبرې کول، لوستل، له خفه خلکو سره کېناستل او د خفګان څرګندونې کول، پخپله ستا په اوسني خفګان مېخونه وهل دي چې لا ډېر يې قوي کوي.
دا څنګه ممکنه ده چې انسان دې هم له یوه حالت وتل وغواړي او هم دې په هغه حالت کې د پاتې کېدو دلیلونه ولټوي او داسې کارونه دې وکړي چې په هماغه حالت کې یې د پاتې کېدو لامل شي.
له خفګانه وتل په خفګان نه کېږي، بلکې په خوشحالۍ کېږي. که له خفګانه ځان وباسئ، غمجنې سندرې مه اورئ، غمجن شعرونه مه لولئ، غجمن کتابونه مه لولئ، بلکې د هغه حالت لټون وکړئ چې تاسې ورته رسېدل غواړئ.
#سهارنۍ_پیرزوینه