مطالعه یا کتاب لوستل یؤ هنر دى. هغه زده کوونکي، چې پۀ دې هنر پوهېږي، هغوى پۀ ډېر لږ زحمت او لږه هڅه ډېرې لوړې نمرې تر لاسهکؤي؛ خو ستونزه دا ده، چې زموږ د هېواد ډېر شمېر زده کوونکي پۀ دې هنر نۀ پوهېږي، چې لۀ امله يې د ډېرې خوارۍ او زيار سره سرهد نمرو خوند نۀ وي او نۀ لۀ خپل ښوٶنيز چاپېريال ځنې خوښ وي.
که غواړئ، چې پۀ لږه مطالعه او لږه خوارۍ ډېر څۀ زده کړئ، ښې او لوړې نمرې تر لاسه کړئ؛ نو د مطالعې لۀ هنر سره ځانونه بلد کړئ.
د مطالعې پر مهال تر ټولو مهم شى دا دى، چې تاسو بايد ډېر لۀ سکون او اراموالي څخه ډک وئ، يانې پۀ پوره ډؤل به داخلي سکوناحساس کوئ، پر ځان به باوري اوسئ او پۀ پوره اروايي سلامتيا سره به پۀ ډېره مينه خپله مطالعه پیل کوئ.
کله چې تاسو لۀ داخلي سکون څخه ډک وئ؛ نو ډېره ښه او ژوره مطالعه کولاى شئ او کابو ۹۰ سلنه پرې پوهېدلى شئ.
ذهني فشارونه او اروايي خپگانونه د هر فرد ذهني حالت او توجه پۀ منفي ډؤل اغېزمنوي او پۀ دې حالت کې شخص هېڅ د مطالعې پۀخوند نشي پوهېدلاى. د ذهني فشارونو پۀ صورت کې د فرد حافظه هم پۀ سم ډؤل کار نۀ کوي او د ساعتونو ساعتونو مطالعې پۀ پايله کېهم هېڅ نشي زده کؤلی.